نحمده و نصلی ونسلم علی رسوله الکريم امابعد :
هغه مقدس کتابونعيسی عليه السلام ته د انجيل ور کول کېدله چي الله پاک خپلو ځينو پېغمبرانو - عليهم السلام - ته د هغو په ور کولو ځانگړتيا ور کړې ده،په دې ډول دي :
۱ : تورات پر حضرت موسی - عليه السلام - نازل شوی .
۲ : زبور پر حضرت داؤد - عليه السلام -
۳ : انجيل پر حضرت عيسی - عليه السلام -
۴ : قرآن کريم پر حضرت محمد رسول الله - صلی الله عليه وسلم -
انجيل يوناني کلمه ده، د زېري په معنی دی (المنجد ص : ۱۹)
عيسی - عليه السلام - ته د انجيل د ور کول کېدو په هکله الله - جل جلاله – فرمايي : ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ } [ الحديد : 27 ]
ژباړه : بيا مو د هغوی پر پله خپل (نور) پېغمبران هم پرله پسې ولېږل او په دوی پسې مو د مريمي زوی عيسی - عليه السلام - ولېږه او هغه ته مو انجيل ور کړ !!
انجيل څنگه کتاب وو؟
الله جل جلاله فرمايي : {وَقَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِم بِعَيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقاً لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَآتَيْنَاهُ الإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقاً لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ }سورة المائدة الآية[۴۶].
ژباړه : او په هغو (پېغمبرانو) پسې مو د مريمي زوی عيسی ولېږه چي له ده مخکي د تورات تصديقوونکی وو او ده ته مو انجيل ور کړ، چي هدايت او رڼا پکې وه، او د وړانديني کتاب تورات تصديق کوونکی،هدايت او نصيحت وو د متقيانولپاره !!
انجيل داسي کتاب وو چي که اوس په هغه بڼه موجود وای څنگه چي پر عيسی عليه السلام نازل شوی وو، نو د قرآن کريم سره به ئې نه يوازي دا چي مخالفت نه لری، بلکي د يوه او بل تصديق به ئې کاوو او په ډېره اسانۍ به معلومېدی چي انجيل او قرآن د يوه ذات خبري دي او دواړه له يوه لوري راغلي دي .
اسلام په انجيل د ايمان راوړلو حکم کوي
الله - جل جلاله - فرمايلي دي :قُولُواْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ }سورة البقرة الآية[۱۳۶].
ژباړه : داسي ووايئ چي په الله مو ايمان راوړی او څه چي موږ ته نازل شوي او ابراهيم، اسحاق، يعقوب او اولادې ته ئې نازل شوي او په هغه څه چي موسی،عيسی او نورو انبياوو ته د خپل رب له خوا ور کول شوي دي، په دوی يوه کي هم بېلتون نه کوو او موږ الله ته غاړه اېښودونکي يو !!
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
وروستي