غيبت حرام او لويه ګناه ده، کله چي مسلمان له بل چا واوري چي د بل مسلمان غيبت کوي، نو د ده دنده دا ده چي بايد غيبت کوونکی له غيبته راوګرزوي، ور ته و دي وايي : له الله پاکه و ډار شه ! دا غيبت دی، ګناه لري !!
ځکه له منکر او بد کاره منعه کول پر هر مسلمان لازم دي.
په حديث کي راغلي دي : « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ». (رواه مسلم)
يعني له تاسو څخه چي چا منکر ( ناروا کار ) وليدی، نو په لاس دې منع کړي، که يې وس نه وو، په ژبه دې بند کړي ، که يې وس نه وو، نو په زړه دې منع کړي او دا تر ټولو کمزوری ايمان د !!
همدا راز مسلمان بايد د مسلمان د نه شتون په وخت کي د هغه له عزته دفاع وکړي، غيبت کوونکي ته دي ووايي، چي دا خبري موږ ته نه دي معلومي، له الله پاکه و ډار شه، موږ د فلاني په اړه د ښو معلومات لرو!!
د مسلمان دفاع د هغه په نه شتون کي ډېر زيات ثواب لري:
عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ يَزِيدَ، قَالَتْ : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيْهِ بِالْمَغِيْبَةِ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ. (رواه البيهقي في" شعب الإيمان \ مشکات ص: ۴۲۴ج : ۲)
ژباړه : له حضرت اسماء بنت يزيد – رضي الله عنها – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : چا چي د خپل ورور د غوښي له خوړلو (د غيبت کولو) د هغه په نه شتون کي دفاع وکړه، نو پر الله – جل جلاله - دا حق دی چي دی به له اوره ازادوي!!
په دې حديث کي د داسي چا لپاره د خاتمې د سمېدلو زېری هم راغلی دی.
د مسلمان دفاع د هغه په غياب کي ډېر ضروري او لوی د ثواب کار دی.
خو متاسفانه چي په دې کارعمل کوونکي خلگ ډېر کم دي،ډېر کم داسي ليدل کېږي چي د مسلمان دفاع کېږي.
په عمومي توگه چاپېريال داسي دی چي يو په چا پسي يوه خبره وکړي، پر ځای د دې چي مخاطب يې خبره رد کړي، يو دوه نوري دی هم ور سره زمزمه کړي او په دې سره خپل ناروا مجلس ښه گرم کړي.
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين
وروستي