د افکارو انحراف

 
بسم الله الرحمن الرحیم
 
فکر د انسان د ژوندانه تګلوری ټاکي له همدې امله یې د بشر د ژواندانه له پیله په روزنه باندې یې کار کیږي، یا په سم او مثبت لوري او یا هم په ناسم او منفي لوري باندې. داسې پیښیږي چې مثبت او منفي لوري یو له بله سره مبارزه کوي همداسې واړه روزل شوي افکار هم یو له بله سره مبارزې او جګړې ته رادانګي چې د تاریخ په اوږدو کې یې لویې پیښې رامینځته کړي دي په دې اړه د افکارو پر روزنه باندې په لاندې توګه رڼا اچول کیږي.
د افکارو روزنه:
وړ دا ده چې د انسان فکر د انساني فطرت سره سم وروزل شي؛ هغوی ته داسې قوانین او ارزښتونه ورزده کړی شي چې د انساني ژوند او د نړۍ د ښیرازۍ لپاره ډېر اړین دي. دا د انسان د فطرت غوښتنه ده چې باید زده یې کړي او بیا یې په ژوند کې عملي کړي، انسان ته خدای جل جلاله د عقل لویه سرمایه او نعمت ورکړی دی چې همدا عقل یې د نیکمرغۍ او یا عقاب سبب ګرځیدلی شي.
کله چې انسان نړۍ ته راځي نو فکر یې د سپین کاغذ سره پرتله کولی شو او لکه څنګه چې باید په سپین کاغذ یو څه ولیکل شي همداسې اړین دي چې د فکر په دې کاغذ هم یو څه ولیکل شي خو دا لیکل ډېر د ارزښت وړ دي او د انسان د ژوند تګلاره تشکیلوي. د عقل لویه ځانګړتیا دا ده چې مثبت ټکي ژر پیژني او هماغه لوري ته میلان لري، له همدې کبله د فکر په منفي روزنه کې حقیقتونه پټیږي او ډیر کله داسې هم پیښیږي چې د فکر په لاس کې نیولو او کابو کولو لپاره دروغ ویل کیږي او د بشري احساساتو او عواطفو څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي.
د فکر لومړنی ښوونځی کورنی چاپیریال دی، دلته هغه ارزښتونه زده کیږي چې یوه ټولنه ورته قایله ده، هغه که سم وي او که ناسم چې له همدې ځایه د ښیګڼو او بدګڼو یا په بله اصطلاح د مثبتو روزل شوو افکارو او منفي روزل شوو افکارو تر مینځ د جګړې لومړني ګامونه پورته کیږي. همدلته ده چې عقیده انسان ته ورښودل کیږي او پلرني دودونه په میراث وړل کیږي. د مدنیت څخه په لرې ټولنو کې بیا همدا کورنۍ چاپیریال تر پایه د فکر روزونکی وي.
په تمدنونو کې بیا د فکر روزنه په پراخ ډول وي او ډیره توجه ورته کیږي چې همدا د یوه تمدن د بقا او پرمختګ مهم سبب دی، همدلته ده چې روزل شوي عقول نوي افکار زیږوي چې ډول ډول ګټې پکې نغښتي وي، یاهم د یوه شخص ګټې او یا هم د ټولنې، ډلې او یا د یوه سازمان ګټې. همدارنګه دا ګټې یا اقتصادي وي او یا هم ټولینزې، سیاسي، دیني او داسې نورو ډولونو. د دې نویو فکرونو د بقا لپاره هم د نورو افکارو روزلو ته اړتیا لیدل کیږي چې دا کار په ډول ډول لارو چارو تر سره کیږي. هغه تمدن ، نظام او یا نظریه چې افکار فتح کړي تر ډیره باقي پاتې کیږي.
غربي فکري مبارزه:
په اوسنۍ نړۍ کې د افکارو په تغیر او روزنه ډېر کار کیږي چې یوه لویه فکري جګړه، فکري استعمارونه او فرهنګي یرغلونه یې رامنځ ته کړي دي. او د روانو حالاتو یو مهم اړخ تشکیلوي ، دا وسیله په ځانګړي ډول د غرب لخوا چې زیاتره یې منفي اړخ لري او په خاص ډول د مسلمانانو پر واړاندې کارول کیږي ځکه تر څو چې د مسلمانانو عقیدې او تفکر ته تغیر ورنه کړل شي دوی په جسمي ډول هیڅکله هم ماتې نه خوري؛ چې څرګند مثال یې په غزه کې د اسلام او یهودی صهیونیزم جګړې دي، صهیونستانو له هر ډول وسلو او بندیزونو څخه د غزې په خلکو سپما نده کړې خو د دوی د عقیدې پر وړاندې په ګونډو دي او دغزې تړانګه چې یو ډیر کوچنی ښار دی نشي نیولی. د اسلام پر وړاندې د معاصرې فکري جګړې مفکوره د محمد قطب په وینا د فرانسې یوه پاچا نهم لویس هغه وخت طرحه کړه چې دی د مصر د اسلامي حکومت لخوا نیول شوی ؤ او په زندان کې یې شپې ورځې تیرولې، وروسته د پیسو په بدل کې خوشی شو او په یوه وینا کې یې وویل چې د مسلمانانو یوازینۍ د ماتې لاره د دوی د عقیدې له مینځه وړل او افکارو بدلون دی. همدارنګه په ۱۹ پیړۍ کې اروپایانو پر اسلامي نړۍ نظامي یرغلونو ته د افکارو د غولولو لپاره د استعمار نوم ورکړ چې د آبادولو او جوړولو په مانا دی خو دا داسې ابادول وو چې په امریکا، استرالیا، افریکا او د آسیا په ځینو برخو کې یې ټولوژنې ترسره کړې او نسلونه یې له مینځه یووړل. همدارنګه نن ورځ د دموکراسۍ د حاکمیت او له هغې څخه د دفاع په نوم په نړۍ کې شعارونه ورکوي خو په اصل کې دوی پخپله ورته ژمن ندي چې مثال یې په مصر کې د دموکراسۍ له لارې د ډاکټر محمد مرسي واک ته رسیدل وو، خو لکه څرنګه چې د نوموړي دریځ د غرب په ګټه نه ؤ نو د یو لړ دسیسو په وسیله یې له واکه لیرې کړ او خپل ګوډاګیان یې هلته واک ته ورسول او بیا هم د غرب له دموکراسۍ څخه د دفاع لاپې خلکو ته ښکاره شوې، خو دوی د خپلې فکري جګړې له لارې د دموکراسۍ کلمه محبوبه کړې ده او دا یې په افکارو کې پیچکاري کړې چې ګني دوی د دموکراسۍ علمبرداران او د نړۍ ژغورونکي دي او همدارنګه له بلې خوا یې د ملتونو د حق ویلو شعور د همدې فکري تاړاک په وسیله وژلی دی.
د غرب فکري جنګ نه یوازې په مسلمانانو پورې محدود دی بلکه د دریمې نړۍ په ټولو هیوادونو او د غرب د مفکورې دلویو مخالفو هیوادونو چې څرګند مثال یې چین دی هم دوام لري. خو ویښ ملتونه او دولتونه بیا ورته مبارزه کوي، نه یوازې چې د مخنیوي لارې چارې یې کاروي بلکه په غرب کې هم خپلې فکري روزنې په یو نه یو ډول پر مخ وړي.
د غربي فکرې جګړې سرچینه او مفکوره د ادیانو د خپراوي او په خاص ډول د اسلامي شرق او اسلام د فکري روزنې څخه اخیستل شوې ده چې دوی دخپلو ګټو لپاره په کار اچولې او نن ورځ دوی په نړۍ کې د افکارو د تغیر سرلاري او هر ډول وسایلو درلودونکي دي چې په نني عصر کې له یوې پیړۍ څخه زیاته مخینه لري.
د فکري جګړې وسایل
ژبه:
هغه وسیله چې په عموم کې ترې د افکارو په روزنه کې کار اخیستل کیږي ژبه او خبرې دي. همدا ژبه ده چې ارزښتونه له یوه څخه بل ته لیږدوي، خو دا هم یوه داسې مهارت ته اړتیا لري تر څو افکار فتح کړلی شي او له همدې امله ده چې ادبیات زیږیدلي دي.
که په نړۍ کې ادیانو او نورو مفکورو ته کتنه وکړو نو د بلاغت له لارې خلکو ته رسیدلي دي چې پکې ادیبان او فیلسوفان لویه ونډه لري، دوی د شعر، وینا، ډرامې او داسې نورو لارو چارو په وسیله افکار لیږدولي دي. په اسلامي تاریخ کې پیغمبران تر ټولو ښه مبلغین او ویناوال دي او وجه یې له دوی سره د خدای جل جلاله مرسته بلل کیږي او همدارنګه دوی د انساني فطرت لپاره وړ مفکوره خپروي چې انساني عقل یې په اسانۍ سره مني. په نړۍ کې تر ټولو فصیحې او بلیغې خبرې په قرآن کې دي چې د خدای کلام بلل کیږي. په اسلام کې فکري مبارزه د اسلامي دعوت په نوم یادوو.
 
ښوونځی یا مدرسه:
په معاصره نړۍ کې ښوونځی د افکارو د روزنې یوه لویه وسیله ده. ښوونځی داسې ځای دی چې هلته د ټولنې د ګټو لپاره علوم او مفکورې زده کیږي. دولتونه په ښوونځیو پانګه اچونه کوي او د تعلیم په وسیله د راتلونکو نسلونو لپاره اهداف ټاکي چې دا اهداف یا هم د انسانانو په ګټه او خیر وي او یا هم د مغرضو کړیو د خاصو او هر اړخیزو ګټو لپاره وي. ارزښتونه او نظریات د تعلیمي نصاب په کتابونو کې داسې خپریږي چې د هغې ښیګڼې بیانیږي، د هغو کسانو قربانۍ یادیږي چې په دې لاره کې یې کړي وي او په منفي ټکو یې پردې اچول کیږي، همدارنګه زده کوونکي هڅول کیږي تر څو په دې لاره کې مبارزه وکړي او نورو ته یې ورسوي. او همدارنګه مخالفې مفکورې بدې ګڼل کیږي او زده کوونکو ته توصیه کوي تر څو یې پر وړاندې ودریږي.
دا مؤثره وسیله په دریمه نړۍ خاصتاً اسلامي ټولنو کې د غرب په لاس کې ده. دوی په دې لاره کې ډیره پانګه اچونه کوي او تعلیمي نصابونه پر مخ بیایي. د بیلګې په ډول په یوه کتاب کې د دموکراسۍ تر عنوان لاندې موضوع لیکل کیږي، د هغې په ټولو مثبتو ټکو رڼا اچول کیږي او منفي ټکي یې پټیږي، وروسته د دموکراسۍ حاکمیت او پدې لاره کې مبارزې ته بلنه پکې کیږي او دا د بشر د ژغورنې یوازینۍ لاره ګڼي. او یا هم په بانک کې د سود اخیستنې د ګټو په اړه لیکنه وي، هغه د ټولنې د اقتصاد د لوړوالي لپاره لوی ګام ګڼي، په اسلامي ټولنو کې یې نوم ته هم بدلون ورکول کیږي ځکه چې خلک د سود له نامه کرکه لري نو د ربحې او یا هم ونډې نوم ورکوي او دې ته ورته نور مثالونه...
یوه بله چاره چې په اسلامي نړۍ کې یې دوی په تر سره کولو کې بریالي شوي دي هغه د علومو دوه ځایه کول دي؛ مانا دا چې مدرسه د دیني علومو د مرکز په نوم او ښوونځی د عصري علومو د مرکز په نومونو فعالیت کوي چې دا د دین له دنیوي امورو جلا بلل دي په داسې حال کې چې په اسلام کې ټول علوم یو دي او زده کړه یې د شریعت په رڼا کې اړینه ده، له همدې امله ده چې د هغو علومو زده کړې ته هم لاره هواریږي چې شریعت حرام کړي دي.
د فکري روزنې په دې ډول وسایلو کې نور پوهنیز مراکز او درسي کړۍ هم راځي.
رسنۍ:
رسنۍ د فکري مبارزې یوه ډیره اړینه وسیله ده چې په اوسنۍ زمانه کې موږ او تاسو شاهدان یو. رادیو، تلویزیون، مجله، ورځپاڼه، انټرنټ... د رسنیو په کتار کې راځي چې نړۍ یې ډیره سره نیږې کړې ده. هر څوک چې دا وسایل په واک کې ولري خپل افکار په پراخ ډول خپرولای شي.
نن ورځ رسنۍ هم د غرب په لاس کې دي چې دوی یې د خپلې فکري جګړې بریمن پړاو ته رسولي دي. دوی په رسنیو تقریبا په ټوله نړۍ کې واک لري او پرې پانګه اچونه کوي. له دې لارې دوی هغه څه خلکو ته ښيي چې د دوی د ګټو ضامن وي او د هغه څه د خپرولو مخنیوي د دموکراسۍ د شعار د پردې شاته کوي چې د دوی ګټې پکې نه وي نغښتي او یا هم د دوی په زیان وي که څه هم هغه د نور بشریت په ګټه وي. همدارنګه دوی داسې دروغجن تبلیغات خپروي چې د خلکو په اذهانو کې د دوی څیره د یوه ډیر ځواکمن زبر ځواک په توګه انځوریږي. له بلې خوا دوی په نړۍ کې فحشا او نورو بدکاریو ته لمن وهي چې له یوې خوا د نورو ټولنو پر فرهنګ او دین تیری دی او له بلې خوا دا کارونه ټولنه د مدنیت پر ځای د وحشت کندې ته ورټیل وهي.
څه باید وکړو؟
اسلامي ټولنه باید د دې خطرناکې مبارزې پر وړاندې ورته مبارزه پیل کړي. علما باید یوه خوله شي او حق ووايي تر څو امت په دوی پسې روان شي او د پر څو ډلو له ویشل کیدو څخه په یوه لوري روان شي، د هغې مفکورې په لوري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله له لوري د انسانیت د نیکمرغۍ لپاره راوړې ده. علما د نبیانو وارثان دي او که دا رسالت په سم ډول ادا نکړي او له ډاره او یا هم د شتمنۍ پر وړاندې حق پټ کړي نو د قیامت په ورځ دې د الله مخې ته د مخ توري او ذلیله دریدلو لپاره تیار شي. د ښوونځی او مدرسې تر مینځ باید دیوال ونړول شي او په رسنیو کې خپل پاک اسلامي او افغاني فرهنګ خپور شي. او چا ته اجازه ورنکړل شي تر څو زموږ په فرهنګ او ارزښتونو د یرغل جرات وکړي او تر مینځ مو د نفاق اور په لمبو کړي او د پردیو په ګټه د خلکو په مینځ کې تبلیغات وکړي او فکرونه منحرف کړي. باید که په هر ځای کې له خلکو سره واوسو له حقیقته یې خبر کړو او د ورورولۍ خواته یې راوبولو او د هغو عناصرو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړو چې زموږ په سرونو سوداګانې کوي.
                                  و ما علینا إلا البلاغ المبين