د ملي یووالي حکومت ولې له ننکونو سره مخ شو؟

 
یو نیم کال وړاندې تر کړکېچنو ټاکنو وروسته د غربیانو په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته شو. که څه هم دا حکومت د خلکو له غوښتنو سره په ټکر او د ولس د رایو خلاف رامنځته شو، ولې بیا هم ولس نومړي حکومت ته هیلې درلودې چې متاسفانه د دوی دا هیلې له خاورو سره خاورې شوې.
دا چې ولې دا حکومت د ولس له غبرګون سره مخ شو غواړم په لاندې توګه خپل نظر وړاندې کړم:
د ټاکنیز کمپاین پر مهال دواړو لوریو له ولس سره بېلابېلې ژمنې کړې وې، ولس د دوی پر ژمنو باور وکړ او د سر په بدل کې یې دوی ته رایه ورکړه، ولې متاسفانه چې د ولس دا هیلې د دوی کاذبو ژمنو له خاورو سره خاورې کړې او بلاخره ولس تر دې حده نا راضه شو چې د دوی پر وړاندې یې خپل دریځ (مخالفت) څرګند کړ او اوس کومې خبرې یا ژمنې د دوی له خولې را وځي ولس ته هسې خوشي او بېځایه بابیزې ښکاري.
بله مهمه موضوه په حکومت کې د نا کاره او بېسواده اشخاصو ګومارنه ده، د ملي وحدت حکومت په خپله کابینه او اداره کې داسې کسان په دندو وګومارل چې له منفورو څېرو یې د افغان ولس بد راتلل. ټول جنګسالاران، ټوپکماران او وطن پلورونکي په دې کابینه کې شامل وو، کار اهل کار ته ونه سپارل شو، د دې پر ځای چې ضوابط په پام کې نیول شوي وای، روابط او شخصي اړیکې وپالل شوې؛ که څه هم ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پر مهال له ولس سره دا ژمنه کړې وه چې کار به اهل کار ته سپاري، په هېڅ وجه به روابط په پام کې ونه نیسي. دا چې ولې ولسمشر په خپلو کړیو ژمنو کې ولس ته پاتې راغی یوازنی علت یې سیاسي توافق دی. سیاسي توافق د هېواد د پلان شویو طرحو مسیر په بل لوري کړ، ولسمشر غني دې ته پرې نه ښودل شو څو خپل طرحه شوي پلانونه په راتلونکي کې پلي کړي.
درېیمه موضوع په حکومت کې پخوانیو چارواکو ته ونډه نه ورکړل دي. د ملي یووالي حکومت د دې پر ځای چې په وزارتونو او ریاستونو کې یې هغه پخواني چارواکي چې په خپله اداره کې تل بریالي وو او هېواد ته یې خورا لاسته راوړنې درلودې او همدارنګه د کافي تجربې خاوندان وو، ځای ورکړی وای بلکې پر ځای یې بې تجربې، نا اهله، کم کاره او هغه څېرو ته ونډه وکړه چې د ولس یې له منفورو څېرو نفرت کېدو.
په دې وروستیو کې د سولې د خبرو اترو موضوع په رسنیو کې خورا توده ده، هره ورځ د سولې تر عنوان لاندې په رسنیو کې بحثونه روان وي، د چین، پاکستان او امریکا په منځګړیتوب څلور اړخیزې غونډې روانې دي چې تر دې دمه هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري، دا ځکه چې د سولې په شورا او خپله حکومت کې وړ کسان نشته څو له دې ناستو څه په لاس راوړي. افغان حکومت د یوه نا معلوم ادرس له لوري له وسلوالو طالبانو سره خبرې اترې کوي، دا چې ولې دا هم د دوی خپل د ضعف ټکی دی.
که حکومت غواړي له اوسني حالته را ووځي او د ولس ملاتړ په لاس راوړي، یوازنۍ لار یې په ادارو کې د اهلو کسانو ګومارنه ده، کله چې د حکومت یو لوړپوړی چارواکی خپله داسې خبرې کوي چې سولې ته د رسېدو هیلې نه شته او موږ باید د یوې اوږدې جګړې لپاره تیاری ونیسو، دا د دې معنا لري چې دوی ناتوانه دي، دوی نه شي کولی له وسلوالو سره یوې پرېکړې ته ورسیږي. که حکومت غواړي د هېواوالو ملاتړ په لاس راوړي او یوې تلپاتې سولې ته ورسیږي نو په کار ده چې کار اهل کار ته وسپارل شي. په دې وروستیو کې داسې اوازې دي چې د سولې شورا ته نوي کسان معرفي کیږي او د دې کسانو یو لیست هم رسنیو سره شریک شوی، په دې لیست کې د پخواني حکومت مشهورې او په وطن مینې څېرې (ډاکټر فاروق وردګ) هم شته چې که دوی ته د سولې د شورا واګي په لاس کې ورکړل شي، ډاډمن یم چې افغان ولس به یوې تلپاتې سولې ته رسیږي، ځکه دا داسې کسان دي چې تل یې هېواد ته ویاړونو راوړي، تل یې د هېواد والو خوښي او د دوی په خولو موسکا خوره کړې او تل د هېواد په چارو کې تر نورو ښه او ګړندي ثابت شوي.
هیله مو دا ده چې حکومت د یادو کسانو په ګومارنه کې ژر تر ژره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
په پوره درنښت.