د سولې هیلې او زموږ دوه سری سیاست

 
سوله یو الهي نعمت دی، سوله د هر انسان غوښتنه ده، سوله سوکالي راولي، سوله پرمختګونه رامنځته کوي، خلاصه سوله د هر انسان په ژوند کې خورا بدلون رامنځته کوي. څلور لسیزې کیږي چې افغان ولس له دې نعمت څخه محرومه دی، د دې هېواد هر وګړی د سولې چیغې وهي خو کاڼه غوږونه د دوی دا اواز نه اوري.
دلته هره جګړه د پردیو په ګټه ده؛ موږ تل د پردیو د منګلو ښکار شوي یوو، دلته داسې څوک حاکمان دي چې تر ملي ګټو د نورو ګټو ته ژمن او د هغوی ناوړه سیاست ته چکچکې وهي. موږ تل د نورو په مخکې ځانونه قرباني کړي، زموږ یو شمېر مشران پلورل شوي، دلته یې خلکو دوکه ورکړې، دلته یې خلک تېر ایستلي دي، دلته د سولې په نامه په هره ناسته کې کاذبو کسانو ونډه اخیستي، دلته د سولې خبرې د نورو په واک او د دوی په خوښه کیږي.
څنګه کولی شو یوې تلپاتې سولې ته ورسیږو؟
د پورتنیو خبرو په تایید زموږ سیاسیون یوه دوه مخې سټراټیژي پر مخ وړي، تر څو چې د سولې د راتلو په موخه یو کره او څرګند ادرس معلوم نه شي د سولې راتګ خورا ناشونی دی، په تېر ۲۰۰۸ کال کې د سولې د شورا په نوم یوه مستقله ادره رامنځته شوه چې په هغه وخت کې د دې شورا مشر برهان الدین رباني وټاکل شو، که څه هم دی دوه کاله د دې شورا مشر و، ولې متاسفانه کومه لاسته راوړنه یې نه درلوده، یوازنۍ لاسته راوړنه یې دا وه چې ده خپل ځان د دې سولې قرباني کړ هغه هم د وسلوالو مخالفیونو له لوري په خپل کور کې ووژل شو. وروسته د ده زوی صلاح الدین رباني د دې شورا مشر وټاکل شو چې هغه هم د افغانانو دا هیله (سوله) پوره نه کړه. داسې ویل کیږي چې دې شورا په دا تېرو څو کلونو کې کابو سل میلیونه ډالر مصرف کړي خو هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري، دا ځکه چې افغان حکومت د سولې لپاره یو مشخص ادرس نه دی ټاکلی، دوی د یوه نا څرګند ادرس له لوری له وسلوالو سره د سولې خبرې پر مخ وړي. بله مهمه خبره دا ده چې زموږ سیاسیون په خپلو کې سره سم نه دي، که یو لوری سوله غواړي بل لوری نه غواړي افغانستان د سولې خاوند شي، ځکه هر څوک دلته خپلې ګټې لټوي؛ حتا داسې ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د شمال ټلوالې یو شمېر لوړپوړي چارواکي په خپلو کې سره غونډې کوي، څو د سولې په خبرو کې په یو ډول نه به یو ډول خنډ رامنځته کړي. د دوی دا ډول غونډې په دې معنا دي چې که چېرې په افغانستان کې سوله راشي نو طبعي ده چې د دې هېواد واک به په یوه مشخص قوم پورې اړوند شي، نو په دې توګه موږ هېڅکله نه شوو کولی یوې تلپاتې سولې ته ورسیږو. موږ به کله تلپاتې سولې ته رسیږو چې زموږ په سیاسیونو په څېره کې ملي روحیه او د هېواد ملي ګټو ته ژمنتیا پیدا شي. د سولې د عالي شورا لپاره باید داسې کسان په دندو وګومارل شي چې ملي یووالي، ملي ګټو او ملي حاکمیت ته ژمن وي او له نېکمرغه زموږ په هېواد کې دا ډول کسان خورا زیات دي چې متاسفانه په دې پروسه کې ورته ونډه نه ده ورکړل شوې، که دغه ملي څېرې چې هم په ملي او هم نړیواله کچه شهرت لري، د سولې د عالي شورا واګي په لاس کې ورکړل شي، زه ډاډمن یم چې افغانستان به د یوې تلپاتې سولې خاوند وي.
په دې وروستیو کې افغان حکومت په یاده شورا کې د بدلون هڅې پیل کړې او یادې شورا ته یې یو شمېر ملي او نړیوال شخصیتونه نوماند کړي چې زه د دوی دا ګام ستایم او ډاډ ورکول چې که چېرې دا کسان په نومړې شورا کې په دندو وګومارل شي، افغانستان به ډېر ژر د یوې تلپاتې سولې شاهد اوسي.
هیله مو دا ده چې یاد کسان ژر تر ژره په دندو و ګومارل شي څو د دې ګړېدلي ولس اوښکې وچې شي او خپلو هیلو هغه هیلو چې له کلونو را په دې خوا ورته په تمه دي ورسیږي.
په پوره درنښت