
موږ په تېرو څلوېښتو کلونو کې د خپلو نسبتا پخو سیاستمدارانو او مشرانو په وار وار ماتې او تېروتنې لیدلې دي. دوی نه یوازې داچې له تېروتنو څه نه دي زده کړي، بلکې پر ناکامو لارو بیا بیا تللي او راغلي، چې له همدې امله یې هیواد له نه تمامېدونکي بحران سره مخامخ کړی. دغو سیاستوالو د ارزښتونو په سراب کې ولس په یوه داسې سفر روان کړی، چې د فکري ثبات څرک په کې نه لیدل کېږي. موږ د همدې سیاستوالو په مشرۍ ۱۴ کاله له یوې خوا له روسانو او کمونیستانو سره جهاد وکړ او له بلې خوا مو له مجاهدینو سره د هیواد ساتنې؟! جګړه وکړه، چې پایله یې بیاهم په مختلفو ډلو کې د دواړو جهادي او کمونیستي لورو ذوقي یوځای کېدل او د هیواد ویجاړي شوه.
د جهادي تنظیمونو ترمنځ جګړو کې د کابل او هیواد ړنګېدل او په پای کې له طالبانو سره جګړه او آن د طالبانو تحریک او د هغوی د نظام سقوط د همدې سیاستوالو لخوا وشول. پر افغانستان د امریکا تر تېري وروسته تر ډیموکراتیک چتر لاندې پارلماني دعوې، ولسمشریزې منډې ترړې او حکومتي او ولسي امتیازات هم ټول د هغو سیاستوالو لخوا کېدلې، چې د هیواد د تېر ۴۰ کلن سیاست مخکښان دي. اوس، چې د هیواد پر غمیزو کلونه اوړي او دغه سیاستوال هم په ځلونو ځلونو د هیواد د ارامۍ او ابادۍ د رامنځته کولو په ازموینه کې ناکام پاتې شوي، لاهم همدغه کسان د افغانستان برخلیک په داسې حال کې ټاکي، چې ولس مو د ورځ تر بلې ډېرېدونکي سیاسي او امنیتي کړکېچ په منځ کې ډوب دی.
تېرې ولسمشريزې ټاکنې په هیواد کې د دغو سولېدلو او ناکاره سیاسي کړیو د شاته کولو او د نویو سیاسي محورونو د رامنځته کېدو ښه فرصت و، چې متاسفانه بیاهم ددوی د ځانګړو لوبو او معاملو پر مټ د ولس له ګوتو ووت. اوس د همدغو لوبو او معاملو بړاس له ولس، ټاکنیزو ټیمونو او چارواکو وځي. دغو معاملو نه یوازې، دا چې یاد سیاسیون له سیاسي صحنې لرې نکړل، بلکې په تېرو څوارلسو کلونو کې ددوی د ګوښي کولو په اړه شوې ټولې هڅې یې ټکنۍ کړې.
ددې ترڅنګ یادو معاملو د نویو سیاسي احتمالي محورونو پر باور هم منفي اغېز وکړ. هغه سیاستوال، چې ددوی له سیاست سره مخالف د ولس په ملاتړ را مخې ته شوي و، ولس یې له نهیلۍ سره مخامخ کړ او خپله یې هم کارونه ځان ته سخت کړل. ددې سیاستوالو په سر کې اوسنی ولسمشر ښاغلی اشرف غني راځي. نوموړي له ۲۰۰۹ کال ټاکنو راهیسې تر بل هر چا د یوه مضبوط، منسجم او ښه نوي سیاسي محور د رامنځته کولو تر ټولو ښه وړتیا او امکانات لرل. دده علمي سابقې، جدیت او کاري وړتیا په ولس کې داسې یو تحریک رامنځته کړ، چې هر ځوان او مشر یې ملاتړ ته راودانګل. د ټاکنو په هغه بل پړاو کې د ښاغلي غني ماتې د یوه سیاسي لوري د جوړولو لپاره نوموړي ته ښه فرصت ورکړ، چې ګټه یې ترې وانخیسته، تمه دا وه، چې ولسمشرۍ ته په رسېدو به دا کار وکړي، چې متاسفانه په ولسمشر کېدو یې هم دا کار ونکړ. ددې ترڅنګ یې د هیواد د سیاسي فضا او د ده د سیاسي مخالفانو د هوايي اخطارونو له امله یې د ملي وحدت په نامه نظام ته، چې دده د خپل شعار (موږ سهامي شرکت نه جوړوو!) مخالف و تن ورکړ او تر ټولو وړاندې یې د خپلو اصولو ماتولو ته ملا وتړله.
د ولسمشرۍ په لومړیو میاشتو کې لاهم دده د جدیت او مدیریت په اړه تمې موجودې وې، آن لا داچې ډېرو زورورو یې پرېکړې منلې او ورنه وېرېدل، د شمال د تر ټولو سرکښه چارواکي عطا په هکله هم ویل کېږي، چې د ولسمشر له وېرې یې شپه او ورځ دا هڅه کوله، چې ځان له حساب کتابه وژغوري. همدا خبره وه، چې د کابینې په لومړي او دوېم پړاو کاندیدانو کې د عبدالله لخوا هم د علومي په څېر مسلکي او داسې خلک ځای شول، چې لږ تر لږه یې ولسمشر د کفایت پر بنسټ وزیر کېدل غوښتل.
پر ولسمشرۍ تر څه باندې یوه کال پاتې کېدو وروسته متاسفانه زموږ د نوي سیاسي محور مشر ښاغلي غني حالت د ښه کېدو پر ځای ناوړه خواته بوته. اوس نه یوازې داچې د سنتي سیاستوالو بازار ښه ګرم دی، په ادارو کې هم حالت بیرته د زړو لوبغاړو لاسته ور لوېږي. لږ تر لږه په هغو ادارو، کې چې ولسمشر غني عبدالله ته ورکړي په جدیت سره د هغو چارواکو بیرته ستنېدو ته کار روان دی، چې د رباني د نظام په پای او د ولسمشر کرزي د نظام په لومړیو کلونو کې یې په یادو ادارو کې کار کاوه.
له کورنیو چارو وزارته د نورالحق علومي د استعفا ګنګوسې هم د همدې لړۍ یوه برخه ده. دا د ارګ او عبدالله تر ټولو نژدې ملګرو ته مالومه ده چې د کورنیو چارو د اوسني وزیر رامخې ته کولو په ټلواله کې اختلافونو ته له دې امله شدت ورکړی، چې یاده ډله په سخت ډول د سمتي او قومي سیاست پلوۍ ده. د وخت په تېرېدو عبدالله هم دې ټکي ته بېرته ور ګرځېدلی، چې ولې د علومي پرځای د خپلو پخوانیو ملګرو له ډلې یو را مخته نکړي، چې ده ته یې کمپاین کړی او د جهاد او مقاومت په نامه دده د ګرمو مجلسونو یاران و. اوس که دغه خبره ریښتیا کېږي او علومي له کورنیو چارو وزارته وځي، پرته له شکه به د ټلوالې له غړو یو تن، چې نومونه یې په رسنیو کې په وار وار اخیستل کېږي د کورنیو چارو وزیر شي. داخلې وزارت ته د ټلوالې د جګړه مارو له ډلې د هرچا راوستل په یاد وزارت کې د اصلاحاتو د څو کلن بهیر بندول دي، چې کاشکې د اوسني ولسمشر په وخت کې ونه شي. همدارنګه ویل کېږي، چې نورو وزارتونو کې هم بدلونونه داسې را روان دي، چې تر ډېره به په کې د عبدالله لخوا یو شمېر معرفي شوي هغه وزیران په نښه شي، چې د سیاسي پرېکړو پر ځای په اداراتو کې مسلکي پرېکړې او عملونه کوي. د ۵۰/۵۰ برخې وېش په لړ کې به دغو وزارتونو ته هم د عبدالله لخوا د ټلوالې پېژندل شوې او پخوا په حکومت کې پاتې شوې څېرې معرفي کېږي.
په داسې حال کې، چې هیواد د امنیت او سیاست له لحاظه په نا مناسب حالت کې قرار لري او اداري چارې هم بېرته کرار کرار د حکومت د یوه لوري لخوا د سنتي سیاستوالو لاسونو ته غورځي، ځوانانو او د نویو سیاسي محورونو مخکښانو ته په کار ده، چې په جدیت سره ددې لړۍ د پاتې راتلو هڅې وکړي. د سیاست په نویو محورونو کې د هیواد او ولس د تمې تر ټولو غټه سترګه اوسني ولسمشر ښاغلي اشرف غني ته ده. نوموړي ته په کار ده، چې له خپل دولتي موقف څخه په استفادې په هیواد کې د اصلاحاتو بهیر پیاوړی او د اصلاحاتو په نامه د نورو لخوا د حالت د پخواني کېدو مخه ونیسي. همدارنګه ولسمشر ته په کار ده، چې د یوه اداري مشر او ولسمشر له حالته ځان د ولسمشرۍ په سیاسي موقف کې وګوري. نوموړی باید پر دې پوه وي، چې په تاریخ کې به څوک هم پر ده د فساد او سوی استفادې ثبوت راونه باسي، خو دابه حتما ورته ولیکي، چې په پنځو کلونو کې یې ونشوای کړای د یوه سیاسي مشر په توګه خپل مسئولیت ادا کړي. ډاډه یو، چې لاهم ولسمشر وخت لري، لاهم میلیونونه خلک داسې شته، چې په یوه غږ یې په یوه واحد صف کې د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره ملاتړ ته را دانګي، خو چې دی یې وغواړي.
ښاغلي اشرف غني تر کلونو کلونو ستونزو وروسته د ولس د یوې سترې برخې د نوي سیاست د محور مخکښ شو، هیله ده، چې دی لومړی ددې محور د ښه چلولو او پر دې محور د نویو سیاسیونو را ټوکولو ته لار پرانیزي، که داسې وکړي، هر سړی به یې په راتلونکي کې د یوه ښه سیاسي رهبر او هیواد مشر په توګه پېژني. باید دا له یاده ونه باسو، چې د هیواد مشرتوب تر بل هرڅه ډېر یو سیاسي موقف دی، چې ولس باید په کې د سمو سیاستونو پر لور روان شي، دا هم باید په یاد ولرو، چې یو ښه سیاسي تصمیم زموږ د میلیاردونو اقتصادي لاسته راوړنو بقا تضمینوي او یوه سیاسي تېروتنه او غفلت زموږ د کلونو کلونو اقتصادي او رغنیزې چارې له نشت سره برابروي.
۱۳۹۴/۱۱/۱۸