
په لنډمهال حکومت کې د جدیت، ثبات او نوښتونو د ګرمو خبرونو په سیوري کې یوه سړي په افغانانو کې ځانګړی شهرت پیدا کړ، په داسې حال کې چې په هېواد کې هر څه شا ته پاتې وو، د مالي سیستم لپاره د نړیوال بانک دغه تجربه کار پخوانی کارکوونکی په دې نیت رامخې ته شوی و چې افغانستان له نړیوالو سیستمونو سره اشنا کړي. د ده نوم ډاکټر اشرف غني احمدزی و او په داسې حال کې چې د کابل هر څه د یوه ځانګړي ځواک او لوري په اشاره څرخېدل، د خپلسرو معاش خورو او ملي شتمنیو د لوټونکو پر وړاندې ودرېد.
اشرف غني د خپل دغه دریځ پر مټ د افغانانو په تېره بیا سمونپالو او ځوانانو تر منځ ځانګړی ځای پیدا کړ، ده که څه هم تر لنډ وزارت وروسته بیا په کابینه کې د پاتې کېدو چانس ونه موند، خو طرحو، خبرو او کاري سابقې یې د خلکو زړونه خپل کړي وو. په ۲۰۰۹ کال کې د افغان ننني سیاست د مخکښ او تر ټولو چالاک لوبغاړي حامد کرزي په موجودیت کې ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېد، د ده د ټاکنو تر ټولو ستر شعارونه د کرزي پر وړاندې دا وو چې ګني کرزی د جنایتکارانو او زورواکاو ملاتړ لري او په دې ډول یې هېواد د سمون پر ځای د څو زورورو د خوښې پر لور روان کړی دی. هغه مهال ده د ځینو لویو جنګ سالارانو په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته لیکنې هم وکړې.
په ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې تر ناکامۍ وروسته اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د سمونپالو له پراخ ملاتړ او د حامد کرزي په نه شتون کې د پښتنو له ځانګړي حمایت سره را مخې ته شو او په پایله کې یې ارګ ته لار ومونده. نوموړي چې په خپلو کمپایني غونډو کې د پخوا په څېر له پخوانیو جنایتونو او بدو کړنو سره مخالفت ښوده، په سر کې د عبدالرشید دوستم په مرستیالۍ خپل یو پخوانی اصل چې له جنایتکارانو سره یې هېڅ نه لګېږي، تر پښو لاندې کړ، خلکو له هماغه وخته ویل چې ډاکټر غني دغه ځل بل لوري ته روان دی او اصول یې د له یاده وتلو په حال کې دي، خو ځینو نورو به د هېواد د قومي جوړښت او رایو د ټولګو خپلولو په موخه دا د ده یو ځیرکانه تصمیم باله، له دې او نورو ټولو ستونزو سره سره ولسمشر رایه وګټله او د حکومت مشري یې واخیسته، خو بیا هم د یوه ستر اصل په ماتولو سره ده دغه ځل تر ټولو لومړی د اساسي قانون پر ضد چې په ټاکنو کې یو کاندید بریالی بولي، له خپل سیال عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړ او په زور او زېر یې د حکومتي واک سم په نیمه وېش سند لاسلیک کړ، په دې کې هم خلکو له دې امله څه ونه ویل چې ګني ملي ثبات وساتل او د یوه لوري د بغاوت مخنیوی وشي.
د کار په لومړیو اونیو کې یې د پخواني نظام ټول والیان او وزیران لومړی سرپرست او بیا له دندې لرې کړل، خو په داسې حال کې چې د کمپاین په وخت کې یې مخامخ نوم اخیست، د بلخ پیاوړی والي عطا نور لرې نه کړای شو او تر اوسه په داسې حال کې چې د مرکزي ادارې تخریب هم کوي پر دنده پاتې دی. ددې ترڅنګ یې یو زیات شمېر مقرریانې، چې ده یې صلاحیت درلود او ولس یې په اړه یوازې او یوازې دده پرېکړه منله او غوښتله د واک د شریک عبدالله لخوا رد شولې.
بیا یې په افغان داخلي جګړو کې د یوې داسې څېرې ته چې بدې کړنې یې د هر افغان په ذهن کې پاتې دي او نوم یې عبدالعلي مزاري دی، د ملي وحدت د شهید لقب ورکړ. د دې تر څنګ یې مختلفو داسې کسانو ته اعزازونه او رتبې ورکړل چې ولس یې له صحنې د ايستلو لپاره اشرف غني ته رایه ورکړې وه او ملاتړ یې کړی و.
تېره ورځ یې بیا بامیانو ته په یوه سفر کې په داسې حال کې چې د هماغه ملي یووالي شهید پلویانو یې پر وړاندې د نفرت شعارونه ورکول، د دغه ولایت هوايي ډګر یې د هغه په نوم کړ. دا په داسې حال کې ده چې په کابل او نورو سیمو کې تر دې وړاندې ګڼ نور ځایونه له پخوا د هغه په نامه دي. د دې موضوع تر څنګ ولسمشر لا هم د خپلې هغې کابینې پر وړاندې چوپه خوله دی چې په خپله یې د معرفۍ پر مهال د کړنو سل کلن پلان ترې وغوښت او ورته کړل یې چې که په دې سلو ورځو کې بریالي نه شي، له دندو یې لرې کوي، دی له خپل مهم اصله چې جدیت او ښه کارکرده ګي ده، پر شا شو او دا دی په داسې حال کې چې نږدې ټولې دولتي ادارې فلج دي، د هېڅ کوم بې کفایته وزیر پر وړاندې ګام نه پورته کوي.
پورتنیو او تر څنګ یې زرګونو نورو ټکو ته په کتو او د افغانستان په تاریخ کې د تېرو شوو واکمنانو د مخینې له مطالعې په ښکاره معلومېږي چې نوموړی د بل هر مشر خلاف څومره په بېړه له خپلو اصولو د تېښتې په حال کې دی، هغه چې ولس ورته د تمې تر ټولو غټه سترګه اړوله او په هېواد کې یې د قانونیت، جدیت او سمون بنسټګر باله، نن پر دې هر څه پښې ږدي او د ځان ساتنې او حکومت ساتنې لپاره د هغو مجرمانو د حمايې په لټه کې دی چې ولس یې له شره ده ته پناه ور وړې وه.
نه پوهېږو چې ولسمشر غني تر دې پېر وروسته هم په افغان سیاست کې د لوبېدو او بیا کانديدۍ نیت لري که نه؟ که یې نه لري روان حالت د ده لپاره تر ټولو ښه دی که څه هم ولس تر بد بدتره شو، خو که د بیا را مخکې کېدو نیت لري، یو څوک دې دا د دوستۍ مشوره ورکړي چې د خدای لپاره دومره هم له خپلو اصولو مه تښته چې سبا دې بیا څوک پر رښتیا خبره هم باور ونه کړي.
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه