
حضرت صبغت الله مجددي د سولې شورا د نوي مشرتابه په پېژند غونډه کې عبدالله د ملي امنیت رئیس معرفي کړ او اجرائیه ریاست یې یو نا اشنا نوم وباله. دا د ولسمشر غني د حکومت تر پیل څه باندې یو کال وروسته، چې عبدالله ځان په کې په وچ زور او د امریکا په مداخلې سم نیم شریک کړ، په دې اړه تر ټولو صریح لفظ دی، چې کارېږي. هسې په ټولنیزو شبکو او عامو مجلسونو کې هر سړی په دې اړه خبره کوي، خو حضرت صېب یې ټول شف شف ورته شفتالو کړ.
اجرائیه ریاست د اوسني ولسمشر د ټولو قانونمداریو او د قانونیت د تابعیت د چیغو با وجود د هغه له یوه ګرم، پر طرفداره او له ولسي ملاتړه برخمن کمپاین وروسته له اساسي قانونه د هغه لومړۍ سرغړونه وه. په اصل کې اجرائیه ریاست په افغانستان کې د ولسمشر غني لخوا د قانون ماتونې یا قانون ته د نه پاملرنېیو داسې بنسټ دی، چې روانې ناقانوني سرچینه ترې اخلي او په هېڅ صورت دفاع نه شي ترې کېدلای.
د ټاکنو د نهايي پایلو تر اعلان یوازې څو ورځې وړاندې ولسمشر یو ډله ځوانان، چې لیکنې کوي او په کمپاین کې یې د هغه ملاتړ کړی و، ور وغوښتل او له عبدالله سره یې د ائتلاف خبره ورته وکړه. په دې ډله کې که څه هم ډېرو د ویلو لپاره څه درلودل او ددې پرېکړې په اړه اندېښمن و، یوازې دوو ملګرو ته د خبرو وخت ورکړل شو او نور په دې نامه رخصت شول، چې حکومت به سل په سلو کې د قانون په رڼا کې چلېږي او هیڅوک به هم د کمپاین پر مهال د ښاغلي غني لخوا د وړاندې شویو اصولو خلاف کار نه شي کولای. په هغې غونډه کې د ولسمشر تر ټولو ستره اندېښنه د عبدالله د هغو نارو سورو په اړه وه، چې ویل به یې په کابل کې د وینو ویالې بهوي او له خپلو رایو دفاع کوي.
ولسمشر که څه هم خپلې خبرې وکړې او ملګري یې رخصت کړل، خو ډېرو دا په زړه کې وساتله، چې مشره د سیاسي واک لومړی ګام دې ناسم دی. هماغلته ولسمشر ته ددې ور یادول په کار و، چې اجرائیه ریاست د شمالي ټلوالې په نامه د افغان سیاست د عام او تام نازولي ګروپ ۱۳ کلن خوب و، چې متاسفانه د هیواد د ځوان نسل د تر ټولو ستر امید (ښاغلي غني) لخوا پوره شو. ډېرو به د پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرې اورېدلي وي، چې وايي د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو له پایلو د ډرامې جوړول د اجرائیه په نامه ریاست رامنځته کولو په موخه و او هم دا چې په تېرو ۱۳ کلونو کې به د ټلوالې ټولې هڅې لیدل شوې وي، چې په افغانستان کې باید سیستم صدارتي شي او واک ووېشل شي.
ددې هڅو او کار تر ټولو ستر لامل دادی، چې شمالي ټلواله ډاډمنه ده په اوسني سیستم کې د هیواد لومړی مقام، چې ولسمشرۍ ده د رایو له لارې نه شي ګټلای او دوېم مقام هم چې دولسمشر لومړۍ مرستیالي ده، له دې امله، چې ټلواله تل خپل کاندید لري او هېڅ هوښیار کاندید یې هم په داسې صورت کې، چې رایې ورنکړي دوی ته نه شي ورکولای، ددوی له لاسه وځي له همدې امله دوی ټول په زیان کې کېږي او د هیواد له مشرۍ څخه یې لاس لنډېږي. په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر غني یوه هوښیاري دا وه، چې له ټلوالې یې څوک خپل مرستیال نه کړ، ځکه دا کار پخوا ولسمشر کرزي پرته له دې، چې د لومړي مرستیال له لوري کومه بسته د رایو خپله کړي، کړی و، چې د لومړۍ مرستیالۍ ترڅنګ اپوزیسیون هم دوی ته پاتې و.
اوس که صدارتي نظام نه رامنځته کېږي او اجرائیه ریاست هم نه وي، د حکومت تر ټولو نازولې برخې ته دوه لارې پاتې کېږي، یا به په ټاکنو کې خپل کاندید نه دروي او د پیاوړو کاندیدانو لومړۍ مرستیالۍ به ګټي، چې دا یې په سیستم کې د قانوني بقا ښه لار ده او د اپوزیسیون چانس به هم ترې اخیستل شوی وي او یا به هم خپلواک کاندید لري، چې کله به هم ټاکنې ونه ګټي.
دامهال، چې ولسمشر غني ددوی له ډلې هر چاته څومره امتیازات ورکړي، هغومره یې د خپلو پلویانو او ایتلافیانو حقونه ضایع کړي دي، له همدې امله هر سړی اوس دې ته شېبې شماري، چې د اجرائیه ریاست پر سر د اساسي قانون لویه جرګه راشي او دا نا قانونه پوست له منځه ولاړ شي.
د ولسمشر غني لپاره تر ټولو ښه داده، چې په قانوني لحاظ د جرګې جوړېدو امکانات برابر کړي، د خلکو استازو ته حق ورکړي، چې دغه په یوه خاص هدف رامنځته شوی پوست له منځه یوسي او حکومت په هغه ډول چې شعار یې ورکاوه یو لاس او له یوه مرکزه اداره کړي، هغه مهال به د هیواد موجوده ستونزو ته هم ښه رسېدنه شوې وي او هغه پلانونه او اهداف به هم ښه عملي شوي او لاسته راغلي وي، چې ولسمشر یې په سوچ کې دی.