
اسلامي حکومت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په لومړي هجري کال د اسلامي دولت د تاسیس ډبره کیښوده، چې تر سپین بیرغ لاندې یې د خدای بنده ګانو په پوره سوله ، آرامۍ او پرمختګ کې ژوند کاوه، انسان د ریښتیني انساني معیار خواته بلل کیده او انساني مساوات یې شعار ؤ. په داسې حال کې چې په اروپا کې خلک په شک کې وو چې ایا ښځه انسان دی او که نه؟ خو دغې نظام ښځې ته دېر لوی مقام ورکړ تر دې چې ښځه د اسلام د خلیفه عمر فاروق په مخکې پورته شوه او ورته یې وویل چې حق نلري د ښځې د مهر لوړه اندازه وټاکي. په هغه وخت کې د بشر د حقونو د علمبردارانو پلرونو یوازې اشرافو ته د زده کړې او ښه ژوند حق ورکاوه چې په مدینه کې تور، سپین، غلام او بادار د عبادت لپاره په یوه صف کې دریدل او په یوه ټولګي کې یې د اسلام له سترو اشخاصو زده کړې کولې.
ښځې د عایشې په څیره، غلام د بلال په څیره، بیوزله د ابوهریره په څیره ، مسافر د سلمان او صهیب په څیرو، مالدار د عثمان په څیره او همدارنګه مهاجر او ځایي اوسیدونکو ټولو په یو ډول زده کړه کوله او د الهي رحمت سره یې انسانانو ته سوکاله ژوند زیری ورکاوه.
هغه وخت چې روم او فارس د خلکو شتمنۍ لوټلې او په خپلو خزانو کې یې ساتلې دغه د سپین بیرغ نظام مالدارانو ته د بیوزلو د لاسنیوي امر وکړ او د زکات نظام یې جاري کړ، د بیت المال دروازه خلاصه وه او هر چا ترې خپل حاجت پوره کاوه... که دا ښیګڼې بیانوو نو ډیر کاغذونه به پرې تور شي او یا هم تور شوي دي.
تور بیرغ هغه بیرغ ؤ چې د انسانیت دښمنانو به د انسانیت په ژغورندویه پوځونو کې رپانده لیداو تل یې د بري زیري راوړل. که به نن له چا سره جنګیده نو سبا به یې همدا دښمنان د دوستانو په جامه کې تر لاندې راټولیدل او دا ارمان به یې په زړونو کې ؤ چې کاشکې دا بیرغ په ټوله نړۍ ورپیږي.
دابیرغونه له لومړي هجري کال څخه تر ۱۳۴۲ هجري کاله پورې د اسلامي دولت نښه وه او بیا په ۱۳۴۲ هجري کال کې د مصطفی کمال په لاس چې ترکان یې اوس خپل پلار ګڼي ښکته شو. یعنې کابو ۹۲ کاله مخکې. دا چې لاملونه یې څه کیدای شي وروسته پرې رڼا اچوو.
د اسلامي نړۍ حکومت د ۱- ۴۱ ه پورې ځلانده دوره وه چې په مکمله مانا د اسلام انځور ؤ. چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ژوند او له هغه څخه وروسته د هغه د راشده خلفاوو دور ؤ.
د ۴۱ څخه تر ۱۳۲ هجري پورې د بني امیه کورنۍ واک د خپل ځان حق کړ چې د اسلامي حکومت جوړونې اصول پکې تر پښو لاندې شول.
له ۱۳۲ څخه تر ۶۵۶ ه پورې عباسي کورنۍ خلافت وکړ چې په دوو دورو ویشل کیږي؛ لومړنۍ دوره چې د ۱۳۲هجري څخه تر ۲۳۴ پورې وه چې د علومو، ساینس او د وخت د ټکنالوژۍ طلایي دوره بلل کیږي او دوهمه دوره چې له ۲۳۴ څخه تر ۶۵۶ پورې د ضعف او انحطاط دوره وه چې بالاخره د هلاکو لخوا د بغداد په نیولو پای ته ورسیده او د بغداد د کتابخانې دومره کتابونه یې د دجلې په دریاب کې وِغورځول چې د اوبو رنګ د کتابونو د لیک د رنګ له وجې تور واوښت.
له۶۵۶ څخه ۱۳۴۲ پورې د ملوک الطوایفی او عثماني خلافت دورې وې چې د مصطفی کمال اتاترک په لاس د مسلمانانو وروستۍ مرجع هم له مینځه لاړه.
د دې زوال لویه وجه له حقیقي اسلام څخه د حکومتونو لیرې کیدل، قومي تعصبات او د ملتونو چوپتیا وه.
کله چې مسلمانانو دخپل تمدن په اوج کې ژوند کاوه اروپا د جهل او بیلابیلو فسادونو په اور کې سوځیده، رومي امپراطوري په وار د شمال د قبایلو لخوا ګواښل کیده او په ځلونو یې ښارونه لوټل شوي او سوځول شوي وو. ویل کیږي چې دوی به په کال کې یو یا دوه ځلې ځان مینځه او داسې عقیده یې درلوده چې دا خیري یې د صحت لپاره ګټور دي ویښتان یې هیڅ نه اصلاح او یا منظم کول. د علم ګراف پکې صفر ؤ او حتی ځینو قبایلو یې په اشارو خبرې کولې او کومه ژبه یې نه درلوده. محارم پکې حلال وو او ښځې د انسان له ډلې نه شمیرل کیدې پاچاهانو او حاکمانو به ټول رعیت د ځان مال ګاڼه او د ځمکې او یا مال په ډول به یې یو پر بل پلورل. په ډول ډول خرافاتو یې عقیدې درلودې لنډه یې دا چې هر ډول فساد پکې اوج ته رسیدلی ؤ.
ایبیریا ټاپووزمه(اسپانیا او پرتګال) او د مسلمانانو حکومت:
د ایبیریا ټاپووزمه چې موږ یې په اسلامي تاریخ کې د اندلس په نامه پیژنو او اوسنی هسپانیه او پرتګال تشکیلوي په شپږمه هجري پیړۍ کې د ګوتي(قوط) قبایلو لاس ته ولویده او رومیان يې له هغه ځایه وشړل. ګوتیان بت پرستان وو چې د وخت په تیریدلو سره یې فرهنګ په لاتیني هسپانویانو کې مدغم شو او مسیحي دین یې ومانه همدارنګه یې ژبه لاتیني شوه. دوی د پخوانیو رومیانو په څیر حکومت کاوه او د زور او ظلم څخه یې کار اخیست.
د ګوتیانو وروستۍ او شپږدیرشم پاچا رودریک (لذریق) ؤ چې پخوانی پاچا غیطشه (تیزا) یې وواژه او خپله پر تخت کیناست. له ظلم څخه یې خلک پرتنګ راغلل او ځینې مشران یې د اموي دولت لخوا د لویدیځې افریقا فاتح او والي موسی بن نصیر رض ته وتښتیدل تر دې چې ریدریک د خپل یوه سپه سالار پر لور تیری وکړ، هغه هم موسی بن نصیر ته پناه یووړه او دی یې دې ته وهڅاوه تر څو په هسپانیا حمله وکړي. موسی بن نصیر د وخت له خلیفه ولید بن عبدالملک څخه اجازه وغوښته او له هغه وروسته یې په ۹۲ه کال د رجب په میاشت کې خپل پیاوړی جنرال طارق بن زیاد له اووه زره کسانو سره هسپانیې ته په لیږلو مامور کړ، طارق د کښتیو په وسیله له هغې آبنا څخه چې اوس د جبل الطارق یانې د ده په نوم یادیږي تیر شو او په هغه ځای کې پلي شو چې اوس هم د ده په نامه یادیږي، له هغې وروسته یې خپلې کښتۍ او خواړه وسوځول، لومړۍ یې د مدینة الخضراء ښار ونیوه د سهار لمونځ یې هلته ادا کړ او بیا قرطبې(کورودابا) په لور پر مخ ولاړل. د لذریق د پوځ قوماندان هغه ته په لیک کې ولیکل: له داسې چا سره مخ یم چې نه پوهیږم د اسمان خلک دي که د ځمکې!
طارق د طلیطلې په لور حرکت پیل کړ په داسې حال کې چې د پوځ شمیر یې ۱۲۰۰۰ تنه ؤ د ۹۲ هجري کال د روژې په ۲۸ مه پریکنده جګړه د رباط په سیمه کې ونښته چې اته ورځې یې دوام وکړ، په اتمه ورځ صلیبي لښکرو ماته وخوړه او ریدریک له ویرې دریاب ته ټوپ وکړ او ووژل شو چې بوټان او آس یې مسلمانانو په خټو کې وموندل.
د اندلس له فتحې سره سم د اسلام رڼا په دغه هیواد کې خپره شوه او چې تر ۹۹ هجري پورې د هسپانی زیاتره سیمې فتح شوې، او اسلامي لښکرې د پیرینه له غرونو واوښتې چې په فرانسه او سویس کې صلیبیان ویرې واخیستل.( د یادونې وړ ده چې اوس په فرانسه کې د مسلمانانو نجونو حجاب په بازارونو کې په زور لیرې کیږي او عزت ته یې درناوی نه کیږي)
مسلمانانو په اندلس باندې څه دپاسه اته سوه کاله حکومت کړی چې په وسیله یې اسلامي تمدن فرهنګ او علوم اوج ته رسیدلی وو. دا حکومتونه په لاندې دورو ویشل کیږي.
· ۹۵- ۱۳۸ ه پورې د اموي خلافت تر سیوري لاندې د والیانو حکومت
· ۱۳۸- ۴۲۲ ه د اندلس اموي دولت
· ۴۲۲- ۴۸۴ه ملوک الطوایفی
· ۴۸۴- ۵۴۰ د مرابطینو دولت
· ۵۴۱- ۶۳۳ه موحدینو دولت
· ۶۳۶- ۸۹۷ه په غرناطه کې د بني احمر دولت
په ۱۳۲ ه کې د عباسیانو په لاس د امویانو له سقوط وروسته د اموي کورنۍ یو غړی عبدالرحمن بن معاویه افریقا ته وتښتید او په ۱۳۸ کال کې یې د اندلس د مسلمانانو له داخلي ګډوډیو ګټه پورته کړه او هلته یې د یوه قوي دولت بنسټ کیښود. او له ده څخه وروسته لسو تنو پرله پسې حکومت وکړ چې پکې دریم عبدالرحمن د اندلس خلافت اعلان کړ او ځان ته یې د امیرالمومنین لقب ورکړ. چې په پای کې د دوی د وروستیو خلفاوو د بې لیاقتۍ او ضعف په سبب او د ځینو حاکمانو د قدرت طلبۍ د شوق په سبب ورو ورو ځینو حاکمانو خود مختاري اعلان کړه چې په پای کې په ۴۲۲ه کې ابو حزم بن جهور د اموي دولت سقوط اعلان کړ.
د اموي دولت له سقوط وروسته ۲۶ بیلابیل کوچنی دولتونه په اندلس کې رامنځ ته شول چې یو له بل سره به یې د خپل قلمرو د پراختیا لپاره جګړې کولې او دې کار مسیحیانو ته دا فرصت ورکړ تر څو بیا راپورته شي او له مسلمانانو څخه د ځمکو په نیولو پیل وکړي چې په دې سره طلیطله د مسلمانانو له لاسه ووتله. چې په ۴۸۴ ه کې د اندلس ځینو علماوو په مراکش کې د افریقا د مرابطینو د اسلامي دولت له امیر یوسف بن تاشفین رح څخه وغوښتل چې د اندلس د مسلمانانو مرسته وکړي نوموړي د زلاقې په جګړه کې مسیحیانو ته عبرتناکه ماته ورکړه او وروسته دا دولت تر ۵۴۰ه پورې له مسیحیانو څخه د اندلس ساتونکی شو، خو په ۵۴۱ کې په مراکش کې د موحدینو په لاس وپرځول شو او د اندلس حکومت او ساتنه هم د موحدینو ترلاس لاندې تر ۶۳۳ هجري پورې وه چې په څنګ کې یې خود مختاره دولتونه هم وو خو مسیحیانو يو په بل پسې له مینځه وړل؛ داسې چې کله به د دوو اسلامي دولتونو تر مینځ جګړه وه نو مسیحی دولت به په پټه له هر یوه د پلوۍ لاپې وهلې او د جګړې اور به یې تازه کاوه کله به چې دواړه دولتونه کمزوري شول نو بیا به یې پرې یرغل کاوه په دې مانا چې د برتانوي امپراطورۍ تفرقه واچوه او حکومت وکړه شعار یې عملي کاوه. چې بالأخره په ۶۳۶ه کې په غرناطه کې د مسلمانانو وروستۍ حکومت د بني احمر د کورنۍ تر حاکمیت لاندې پاتې شو او تر څه دباندې دوه نیمو پیړیو پورې یې له مسیحیانو سره ډغرې ووهلې، دوی ځکه وکړای شول دومره وخت مقاومت وکړي چې د اندلس له نورو برخو څخه هم د مسیحیانو د ظلم او ستم څخه مسلمانان مهاجر شوي وو. خو بالآخره په ۸۹۸ه کال کې ابو عبدالله محمد د اندلس وروستی مسلمان پاچا د مسیحي پاچا فردیناند او د هغه ملکې ازابیلا سره د یوه تړون په ترڅ کې د الحمرا شاهی ماڼۍ کیلي ګانې تسلیم کړې چې دا دردوونکي صحنه یوه اروپایی انځور ګر انځور کړې ده.
له غرناطې له نیولو وروسته مسیحیانو میشتو مسلمانانو ته دوه لارې پریښودې مرګ یا نصرانیت او او په زرګونو اسلامي کتابونه یې وسوځول.
د مسیحیانو لخوا د اندلس د بیا نیولو بهیر د رکونکیستا په نوم یادیږي.
د اندلس اسلامي تمدن او د سقوط لاملونه:
اندلس د مسلمانانو له فتحې وروسته علمی، اقتصادي او اجتماعي پرمختګ پیل کړ او خپل اوج ته پکې ورسیده چې ډیر زیات علما یې د اسلامي علومو، اقتصاد، ساینس او نورو برخو کې وروزل او همدارنګه پکې د نساجۍ، معمارۍ او نور فنون خپلې لوړې څوکې ته رسیدلي وو، په داسې حال کې چې نوره اروپا د علم دښمنه کلیسا او وحشي قبایلو تر ولکې لاندې په تیارو کې ډوبه وه.
د اندلس د دولت د سقوط لاملونه په لنډو ټکو کې د مسلمانانو له اسلامي مقدساتو لیرې کیدل او ټولنیز فساد، د خلکو او حکومتونو تر مینځ فاصله، قدرت طلبي او د شتمنیو راټولولو شوق، د کلیسا د ځریو پټ فعالیتونه او د امت مفسدول، بې اتفاقي، د کلیسا کامیاب سیاست، پوځي کمزوري. قومي او کورني تعصبات وو.
استشراق ټولنه:
د اندلس سره د استشراق د ټولنې د ژورې اړیکې له امله اړینه ده چې دلته ورته کتنه وکړو. دا د اسلامي شرق په اړه د تحقیقاتو اروپايي بهیر دی او د پیل نیټه یې د اندلس د اسلامي دولت پر مهال ګڼل کیږي.
• لومړني موسسین یې:
راهب جبردي اورلیاک؛ اندلس ته ولاړ هلته یې علوم زده کړل، نوموړی لومړنی پاپ دی.
د طلیطلې د اسقفانو رییس په ۱۱۳۰م کال امر وکړ چې عربي ساینسي کتابونه دې ترجمه شي.
اسشراق د غرب لومړنۍ علمي ګام دی او د غرب د اوسني تمدن مبدا ده. د اندلس سقوط د اسلامي نړۍ د لویې علمي ماتې پیل او د غرب د علمي تمدن لومړنی ګام دی.
سره لدې چې کلیسا په زرګونو کتابونه په اندلس کې وسوځول خو په زرګونو یې بیا د کلیسا په خوندي خونو کې پټ کړل چې د استشراق د ټولنې لخوا وخت وژباړل شول، همدارنګه په اسلامي نړۍ د ۱۹ پیړۍ د غربي استعمار پر وخت هم له اسلامي خاورې ډېر کتابونه غلا شوي دي.
اسلامي نړۍ:
نن ورځ په نړۍ کې ۸۲ خود مختار او نیمه خود مختار اسلامي هیوادونه شته.
په ۱۹ پیړۍ کې د اندلس د علمی تمدن له وجې د وخت په ټکنالوجۍ سمبالو اروپایي سرمایه دارانو او کلیسا له یوې خوا د خپل تجارت د بازارونو موندلو، د ځمکې لاندې د کانونو راایستلو او ځمکو لاندې کولو هوس همدارنګه له بلې خوا عقیدوي تعصب په اسلامي نړۍ رادانګلو ته اړ ایستل دا له دې وجې چې مسلمانان له اسلامي احکامو لیرې شوي د قومي تعصباتو، او قدرت طلبیو په بنسټ په خپل منځي جګړو کې ښکیل وو او د یو بل مرۍ یې غوڅولې. د عثماني امپراطورۍ له سقوط وروسته اسلامي نړۍ خپله وروستۍ مرجع له لاسه ورکړه که څه هم یوه ضعیفه مرجع وه.
په داسې حال کې اروپایانو د اندلس څخه غلا شوو علومو، او ټولنیز ژوند ته پراختیا ورکوله چې اسلامي نړۍ د اروپا د جهل دورې ته ورته د قومي حکومتونو تر واک لاندې وه.
چا د اسلامي نړۍ د اتحاد غږ پورته نه کړای شو او که چا دا غږ پورته کړ نو مرۍ یې په یو نه یو ډول خپه شوه.
تر دې چې نن ورځ اسلامي نړۍ په ۸۲ بیلابیلو حکومتونو ویشل شوې ده چې دا دولتونه زیاتره له یوه اوبل سره د دښمنیو په اور کې سوځي او د غربي کلیسا، سرمایه دارانو او یهودي کنیسا د فکري او فزیکي تاړاک لاندې ژوند کوي.
ننۍ اسلامي نړۍ د اندلس په پرتله هم له لوی ګواښ سره مخ ده، ځکه چې د فزیکي پوځونو سربیره له استعماري دولتونو سره له حده خطرناکې وسلې شته،له بله پلوه نړیواله کلیسا او کنیسا یو لاس دي، همدارنګه یې نړیواله میډیا په لاس کې ده چې ورځ په ورځ اسلامي افکار وژني او پراخه فکري استعمار یې په لاره اچولی، په اسلامي نړۍ کې د دوی په زور داسې حاکمان ګمارل شوي چې د دوی په امر هر کار سر ته رسوي یا هم له دین څخه د ناخبرۍ او ناسم درک له وجې او یا هم د ګوډاګي طبعیت له وجې.
ولې ځیني اسلامي حرکتونه بریاليتوب ته نه شي رسیدای؟
د عثماني خلافت له سقوط وروسته ځیني اسلامي حرکات پیل شول لکه اخوان المسلمین، حزب التحریر، د قفقاز اسلامي حرکتونه، په افغانستان کې اسلامي امارت، د تبلیغ جماعت، اسلامي خیریه حرکتونه، د اسلامي دعوت حرکتونه، او بالاخره د اسلامي دولت په نوم ډله (کیدای شي ځیني یې د پردیو په لاس د اسلام د بدنامولو لپاره هم جوړ شوي وي خو موثق معلومات د دې په اړه نشته، موږ یې دلته یوازې د ظاهري شعارونو له وجې نومونه راوړي دي.)
که هر څنګه وي خو دوی ولې اسلام بریالیتوب ته نشي رسولی؟ دا ځکه چې د دوی حرکتونه لکه څرنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حرکت ؤ ندي؛ په دې مانا چې هغه صلی الله علیه وسلم د الله په امر له هر اړخیزو امکاناتو کار اخیست او د انساني معیار څخه یې یوګام هم بهر نه ایښود، چې مقصد یې خاص د الله رضا وه، له همدې امله هغه حرکت زړونه فتح کول او د لوی الله نصرت ورسره ؤ.
خو اوسني حرکتونه له هر اړخیزو امکاناتو څخه ګټه نه اخلي، ځینو یې یوازې د ژبې په وسیله دعوت ته ملا تړلې، ځینو یې یوازې د جهاد رکن را اخیستی او زیاتره وخت داسې هم پیښ شوي چې انساني کرامت ته پکې احترام ندی شوی، ځینې یې یوازې سیاست او یا هم د نامشروع سیاست له لارې غواړي اسلام راژوندی کړي.
خو تر څو چې د واقعي او کامل اسلامي دین د کړنلارې په اساس پر مخ ولاړ نشو بریالیتوب ته نشو رسیدای.
و مکروا و مکرالله و الله خیر الماکرین، نصر من الله و فتح قریب.