څنګه په امت کې مړه شوې اسلامي روحیه راژوندی کړو؟

 
الحمدلله و الصلاة والسلام على رسول الله وبعد:
دین، او په تیره بیا اسلام په ټولیزه توګه په اوسنۍ نړۍ کې د هغو خلکو په مینځ کې چې روشنفکران ګڼل کیږي په ښه نه یادیږي. دین ته یا یوازې د رهبانیت او ځاني عبادت کولو په سترګه کتل کیږي لکه څنګه چې نور زیاتره ادیان همداسې دي د مثال په ډول عیسوي دین چې یوازې په کلیسا پورې محدود دی. همدا الهام زموږه هغو په نوم علماوو هم له کلیسا اخیستی دی او جومات یې یوازې د ځاني عباداتو او مراسمو ځای ګرځولی دی. او یا هم دین ته د یوې وحشي عقیدې په سترګه کتل کیږي چې په وسیله یې خلک د افراط لور ته بوتلل کیږي، د داسې دین واضح مثال یهودیت دی. دوی د ټولو غیر یهودي خلکو وژل روا بولي چې همدا الهام بیا هم زموږه تش په نوم ځینو علماوو له یهودیته اخیستی دی، او د اسلام یو مهم رکن جهاد د یهودانو د جنګ په څیر کاروي خو شته داسې خلک هم چې ریښتینی جهاد کوي او د الله نصرت ورسره دی.
دین څه شی دی؟
ویل کیږي چې دین عربي کلمه ده، چې د اطاعت، منلو، عبادت، عادت ،قانون او په داسې نورو دې ته ورته معنا ګانو راغلی دی، خو داسې هم ویل شوي دي چې دین سانسکریتي کلمې چې په اوستا کې راغلې ده دئنا اړول شوې بڼه ده، چې د روحي ځانګړنو او وجدان په مانا دی او د دې کلمې ریښه بیا (دا) بلل کیږي چې په سانسکریت کې د تفکر په مانا ده ، همدا د دئنا کلمه د خدایي ځواک ، له بدو څخه د ښو پیژندل ښودل شوي.
همدارنګه که د مدنیت د کلمې ریښه دین شي نو بیا د ښاري کیدلو چې د عصري کیدلو یا پرمختګ کولو معادل دی مانا ورکوي.
 دا کلمه د لاتیني religionemمرادفه ده چې پاکو څیزونو ته د احترام او یا خدایانو ته د احترام په مانا ده. چې د دې کلمې ریښه هم re-lego  ده چې re  د بیا ځلې او lego د لوستلو او یا په احتیاط سره فکر کولو په مانا دی.
دې ته په کتلو سره داسې مفهوم اخیستلی شو چې دین د یوې ټولنې هغه منل شوي ارزښتونه، باورونه، قوانین، عادتونه، او عبادتونه دي چې د خدای لخوا را استول شوی بلل کیږي، د انسان عقل یې مني، احترام ورته لري ، او دفاع ترې کوي داسې چې انسانان ښو او ګټورو کارونو ته رابولي او له بدو څخه یې منع کوي. همدارنګه د انسان ځینو پوښتنوته ځواب وایي د بیلګې په توګه؛ موږ له کومه راغلي یو؟
د پورتنيو ټولو ځانګړنو لرونکی دین یوازې اسلام دی خو په نورو ادیانو کې ځینې ځانګړنې شته او ځینې نه، چې له دې څخه داسې درک کولای شو چې د ټولو دینونو سرچینه یوه ده، او بیا پکې د انسانانو په لاس د ځینو اغراضو له مخې تغیرات راغلي دي. حتی بې دینان هم دا ادعا کوي چې ټول دینونه سره ورته دي.
 
 
اسلام څه شی دی؟
اسلام مصدر دی چې په لغت کې غاړې ایښودنې، په امن او سلامتیا کې داخلیدلو،سپارلو یا سپارښتنې او د مسلمانانو دین ته وايي.
په شریعت کې په خپله رسول الله په یو حدیث شریف کې تعریف کړی دی. چې مفهوم یې داسې راځي. د مبارکې کلمې ویل، د لمانځه ادا کول، د زکات ورکول، روژه نیول، او حج ادا کول دي، چې په فقه کې د اسلام د پنځو بناوو په نامه هم یادیږي.
یانې د عقل کارونې، احترام او عبادت، مرستې، روغتیا، او ورورولۍ دین. نو ایا دا یو بشپړ قانون ، اصول، او په نړۍ کې د سوکاله ژوند کولو لاره او نظام ندی؟
ځواب به یې هو وي، نو بیا ولې موږ بله لاره ولټوو چې موږ داسې بشپړ نظام لرو؟
ځواب به یې دا وي چې موږ باید بله لاره ونه لټوو.
دا چې موږ په دې قانع شولو چې د خلاصون هغه که دنیوي وي او یا اخروي یوازینۍ لاره همدا ده، نو زموږ مسئولیت دا دی چې لومړی یې زده کړو او بیا یې نورو ته د رسولو کوښښ وکړو. که اسلامي تاریخ ته ځغلند کتنه وکړو نو همداسې شوي وو، زموږ پخوانیو دا دین زده کړی ؤ او نورو ته یې رسولی ؤ خو لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه نور ادیان د مغرضو خلکو له لوري تحریف شوي وو او همداسې د دې دین د تحریف او یا له مینځه وړلو کوښښ هم شوی دی، که څه هم د دې مبارک دین تحریف امکان نلري، خو د دین په له مینځه وړلو کې دښمنان تر ډیره حده بریالي شوي دي او د کامل دین روحیه له مینځه تللې ده چې راژوندي کول یې ترټولو اړین دي چې دا به هم زموږ په ګټه وي او هم د ټول بشریت په ګټه.
څنګه دا روحیه راژوندۍ کړو؟
پیچلی سوال دی، خو مجمل ځواب لري؛ زده کړه او ښوونه، دعوت او جهاد! لکه څنګه چې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې کړي وو. په زده کړه او ښوونه کې د دین ټول ارزښتونه هم دیني او هم اخروي راتلی شي چې په لنډه توګه یې موږ او تاسو شرعي علوم( چې پکې د ژوند کولو هر اړخیز اداب که هغه ټولنیز دي او که فردي، یا هم د انسانانو سره دي او یا هم له نورو موجوداتو سره ،حقوق ،عبادات او نور دنیوي او اخروي مسایل راځي) سیاست، اقتصاد او نور علوم دي چې د انسانانو د ژوند د اسانۍ، سوکالۍ او پرمختګ سبب ګرځي. چې په دې سره دین ښودل کیږي او ښه والی یې خلک پیژني. دوی بیا دا فکر نه کوي چې دین یوازې رهبانیت دی او یا هم وحشت.
له دې سره سره دعوت یا بلنه چې په دوو ډولونو یې ویشلی شو د مسلمانانو د دین فهم ته رابلنه. موږ باید خلکو ته د دین ښیګڼې بیان کړو او د دین اصلي څیره چې د ناپوهانو او بدو اشخاصو لخوا پرې خاورې شیندل شوي خلکو ته ښکاره کړو، او هغوی په دې قانع کړو چې دا د پرمختګ، مدنیت او انساني فطرت مطابق یوازینی نظام دی. خلک دې ته راوبولو چې دا ټول زده کړي او خپل مسئولیت ته یې متوجه کړو. همدارنګه د خپل دعوت له لارې د دښمنانو او شیطانانو څیرې بربنډې کړو تر څو یې خلک وپیژني او مخ توري شي. او له دې وروسته دوهم ډول دعوت یانې د غیر مسلمانانو دعوت اسلام ته، د هغوی سره د مناظرو له لارې بحثونه وشي او پر دې قانع کړل شي چې دا یوازینی انساني قانون دی.
خو که چا زموږ د دې کارونو د مخنیوي هڅه کوله نو هغوی ته د تورې څوکه وښودل شي چې سپیڅلی جهاد دی؛ موږ باید په دې پاکه لاره کې د ځان له قربانۍ او د دښمنانو چې د انسانیت دښمنان بلل کیږي د له مینځه وړلو څخه ډډه ونه کړو. هغوی چې کلونه کلونه له شیطاني مبارزې وروسته تقریبا په دې بریالي شوي دي ترڅو زموږه پاک دین بدنام کړي او د نابودۍ کندې ته یې ورنیږدې کړي. موږ باید د خپلې هراړخیزې مبارزې او جهاد په مټ د هغوی د هر راز مبارزې مخه ونیسو.
و ما علینا الا البلاغ.