
مه کار کوه مه زحمت کوه مه خوله تویوه مه زده کړه کوه، مه د چا لور زده کړې ته پریږده مه د چا خور زده کړي ته پریږده، مه خپله پرمختګ کوه مه بل پرمختګ ته پریږده، مه قانون مراعت کوه مه بل پریږده چی قانون مراعت کړي، یوه لویشت ځمکه باندي ورور وژنه خو سرحدونو کی د ګاونډیان هوایي اډي جوړوي قاسم خان د ګوشته کی پاتي وي نجیب الله دی انګورو اډه کي، په قراردادونو کی ملیونونه ډالر وهه خلک به خپل کار کوی سرک به خپل کار کوی پل به هم خپل کار کوی، سرکار یی غم نه خوری کوڼ او ړوند عالم یی کولی نه شی، بل احمد شاه راتللی نه شی د پخوانی په قدم تللی نه شو بل غازی راتللی نه شی پخوانی ساتلی نه شو، په چا چی باور کوو هغه بی باوره شی په باور هم اوس باور کولی نه شو، غل به غلا موړ نه شو سیاستوال به چوکۍ موړ نه شو قومندان په قومندانۍ موړ نه شو خو عسکر په عسکرۍ کی مړ شو تر څو به دا دوام کوي او ملت به تر څو ورته سلام کوي.
خاوری به یی پین کی خاوری به یی شین کی
له دی خلاصون په کار ده یو سم قوی اپوزیسون په کار ده، کار کول غواړی خولی تویول غواړی، همت په کار اچول غواړی، حوصلی ته ضرورت ده سمی فیصلی ته ضرورت ده، داسی خو نه کیږی چی قرار کینه یا فرار کینه یو څه به کوی څه به ورکوی، څه به ساتی څه به خوری یا یی لږ یا یی ډیر، اوریدلی به مو وی لږ خوره تل خوره ډیر خوره ګندیر خوره.
سترخوان کی فرق خو دا نه شو چی هر شی خوره ورته ګوره مه چی د چا ده زما که ده که ستا ده حرام ده که حلال ده خو خیټه ډکوه بیا تشوه، پردۍ مرنډا خوره پردۍ فانټا خوره بردي لوبیا خوره، سترخوان کی فرق څنګه راشی په کوم سترخوان یی چی خورو تر اوسه هغه سترخوان لا موږ نه شو جوړولی په پردی سترخوان یی خورو، کوم چیلیمچی کی چی لاسونه مینځی هغه زموږه لا نه ده فقط لاسونه مو خپل دی او او به مو خپلی دی دا هر څه خو په خپله نه کیږی وخت نیسی زخمت غواړی همت غواړی خوشله غواړی پوهه غواړی، سترخوان کی فرق داسی راخی چی تل یی وخوره ښه یی وخوره د دی هیواد سبزی وخوره د دی هیواد کچالو وخوره د دی هیواد لوبیا وخوره ددی هیواد الو وخوره ددی هیواد بانجو وخوره د پردۍ میښی له غوښی درته ښه ده وزن به د کم شی فکر به د زیات شی علم به د زیات شی کار به د روان شی ځمکی به ابادی شی ځمکی به خړوبی شی خپل حاصل به زیات شی د بل حاصل به کم راوړو په ځان به باوری شو په کار به باوری شو په هیواد به باوری شو، ددی هرڅه لپاره به تشه ګیډه ګرځوی په کچالو به هم صبر کوی په الو به هم صبر کوی په ګوپي به هم صبر کوی که ښه سترخوان لری نو له ګاونډی سره به یی هم شریکوی بل مسکین سره به یی هم شریکوی تر څو چی موږ کی دا احساس پیدا نه شی ددی کار اساس پیدا نه شی نه سترخوان کی فرق راځی نه په موږ کی فرق راځی تر څو چی د ټولو سترخوان کی خواړه یو شان نه شی دسترخوان کی فرق نه راځی.