
د روهي وېبپاڼې د خبر پر بنست پنجاب له ډيورند خط څخه راديخوا د افغانستان په خاوره کې نه يوازې خپل تاسيسات پيل کړي دي، بلکې همداسې يې څه کم دوه لکه فوځيان ځای پر ځای کړي دي. که څه هم چې د پنجاب دوښمني پای نه لري، خو دا د خپل دول يو بې ساری نوی يرغل دی چې زموږ په ولس کېږي.
د پنجابي فوځيانو د ځای پر ځای کېدلو لپاره هېڅ د منښت وړ دک و دليل نشته، خو داسې ښکارېږي چې دوی خپلو شومو موخو ته د رسېدلو پر پلان دومره په چټکۍ کار کوي چې افغان ولس او دولت يې له ډېرې وارخطايۍ څخه غفلت او بې پروايۍ ته اړ کړي دی. تر ټولو اندېښمنوونکی د مفکر منځينه (مخنث) سياست دی چې يوازې او يوازې د غليم په ګټه او د افغان ولس په ضرر پرېوځي. د نړۍ د دويم مفکر مغز د کرزي تر پوچ هغه چې هيلري کلنټن د مخدره موادو روږدی (معتاد) ګڼه، هم خام وخوت. د ښاغلي کرزي سياست که هر څومره ماشومانه هم وو، خو کله ناکله يوه ترخه خبره او يو توند ګام يې هم اوچتوه.
پنجاب په خپلو راکټي يرغلونو سربېره اوس داسې ښکارېږي لکه د يوه پراخ هر اړخيز يرغل پلان چې ولري او دا هم په داسې حال کې چې د سولې، طالبانو د مهارکولو او له افغان دولت سره د نويو اړيکو نارې وهي. آيا پنجاب په ريښتيا غواړي چې ترهګري له منځه يوسي، طالبان سولې ته مجبور کړي او له افغان دولت سره ښې اړيکي ولري؟
د پنجاب اويا کلن تاريخ دا زباد کړي دې چې مسلمان، د عقل او ضمير خاوند ترې د خير تمه نه شي کولای، نو پوښتنه اوس دا راپيدا شي چې افغان ولس او دولت څنګه او په څه ډول د سولې په خبرو کې پنجاب ته دومره امتياز ورکوي چې وکولای شي هر هغه څه چې زړه يې وي، په افغان دولت او طالبانو وتپي.
که څه هم چې طالبانو تل تر تله له پنجاب څخه د بشپړې خپلواکۍ داوه کړې ده او کوي يې، خو د ملا عمر وژن، د طالبانو خپلمنځي جګړې او د پنجاب وروستۍ وينا چي طالبان به هرو مرو سولې ته حاضروي، نه يوازې د طالبانو په خپلواکۍ يرغل وو، بلکې د هغوی په زرګونو شهيدانو، د شهيدانو په کورنيو، د دوی په پت او عزت يرغل وو. پنجاب د خپلو ګټو لپاره طالبان داسې وکارول لکه په نامه مجاهدين او بيا يې داسې وځپل، داسې يې بې پته او بې عزته کړل چې نن افغان مؤمن ولس ته په لوړو سترګو نه شي کتلای.
بې له شکه چې سوله يو الهي حکم دی، د دين، وطن، پت او عزت د خوندي کولو لاره ده، خو که سولې ته د طالبانو لخوا په خپله تياري ښوول شوې وای، نه يوازې به د تاريخ په زرينو پاڼو کې ثبت وای، بلکې يو ستر الهي حکم به يې هم پر ځای کړی وای. خو افسوس چې طالبان داسې خلک نه دي چې له الهي حکم سره سم پند واخلي، فکر وکړي او د الله ج په لاره کې له خپلو شخصي ګټو او د غليم د ډالرو له جوال څخه ځان لرې وساتي. هو، دا به د تاريخ په زرينو پاڼو کې ثبت شي چې طالبانو پنجاب ته تر انګريزانو ډېر خدمت وکړ.
د ډيورند له کرښې سره د پنجابي فوځونو ځای پر ځای کول د افغانستان د مظلوم ولس پر ستوني پښه اېښوول دي، په پت، عزت او خپلواکي يې يرغل دی. د همدې لپاره له الهي حکم سره سم، نه يوازې افغان دولت، بلکې طالبانو ته لازمه ده چې خپل ټوپک د پنجاب پر خوا ور واړوي .