په ټولنیز ژوند کې د ښځو ونډه

  ښځه د لوی خدای )ج( هغه مخلوق دی، چې د بشر د لارې لوی لوی او ستر منورین، مخور، په کارپوه او داسې سیاسي او مهمې څیرې یې نړۍ ته ورکړې دي، چې حتا د کایناتو ژوند کولو ته یې تغییر ورکړی. له ښځو سره هر ډول ناوړه، تبعیضي او بد چلند اسلام ډیر پخوا غندلی او منع کړی دی. داسې چې کوونکي یې د اسلام له اصولو سره سم ګناهګار ګڼل کیږي. په هغه وخت کې چې انسانانو خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، نو اسلام دا کار منع کړ او ښځو ته یې د ژوند کولو، مینې او ژوند جوړولو حق ورکړ. د اسلام په راتګ سره نه یوازې د دوی وحشیانه وژنه منع شوه، بلکې د انسان په سترګه ورته وکتل شول. د نړۍ نامسلمان هیوادونه ډیر وروسته په دې پوه شول، چې ښځه هم بشر دی، تر دې چې لږ څه وړاندې کلونه یو شمیر لوېدیځو هېوادونو ښځې ته د بشر په سترګه وکتل؛ که نه نو ډیری لوېدیځو هیوادونو ښځه د دوهم انسان په توګه پیژندله؛ یعنې د دوی په اند نارینه په هر څه کې اول او لوړ مقام درلود، لومړی ستر او مهم حقونه نارینه وو ته رسیدل او بیا به پاتې شونې د هغوی (ښځو) په برخه وو. دا چې اوس یې لوېدیځه  نړۍ پرمسلمانانو په پخو ټکلو خالونه وهي، دا نو د مسلمانانو سستې ده که نه په اسلام کې هیڅ ډول کمی نه شته. لویدیځوال اوس په دې پلمه چې د ښځو حقونه خوندې کوي، ډیری مسلمان هیوادونه یې تر خپل هر ډول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ... او حتی جنګي فشارونو لاندې راوستي.
موده وړاندې  مو په کرنې وزارت کې د جندر په برخه کې یوه ډیره ښکلی غونډه درلوده، غونډې ته له پنځو وزراتونو د جندر دبرخې کارکوونکې راغلي وو. د کرنې وزارت خورا ښکلي معلومات وړاندې کړل چې دښځو په تیره بیا دهغو ښځو چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي په تولنیز ژوند کې یې دهغوی هر ډول رول ډیر ښه تر بحث او څیړنو لاندې نیولی وو او په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. په هغه معلوماتو کې چې د کرنې وزارت وړاندې کړل هیښه وونکي وو او که یو څوک په ټولنه کې دښځو په رول باندې یوه دقیقه هم سوچ وکړي، نو دا به راسره ومنې چې د افغانستان او حتی د ټولي نړی ده ټولنو په روزنه کې د ښځو رول له پامه غورځول له بشر سره ستره جفا ده. د بزرګری په ټولومراحلو کې چې د ځمکې له هموار کاری بیا د حاصلاتو تر راټولولو او ترلاسه کولو پورې دښځو رول دسړو په پرتله دوه پر دریه (3/2) برابر دی، یعنې که ټوله بزګري په دریو برخو و ویشل شي نو ښځې یې دوه برخې زحمت ګالي. دا تعداد زه ځکه تایدوم چې زه هم د افغانستان له داسې یوې سیمې څخه یم چې دا کار په عملي توګه په خپلو سترګو وینم. دپټیو هموارول، د تخم شیندل، په یوفصل له یوې میاشتې بیا تر یوه کاله پورې اوبه لګول، د نبات روزنه چې خوی (خیشاوه یا له اصل نبات څخه د هرزه ګیاوو شکول) هم ورکې شامل دی، د نبات ریبل یا جمعه کول، په هره معنې له نبات یا کروندې څخه حفاظت که هغه له هر ډول خطر سره مخامخ کیږي، د نباتاتو دانه ټولول یا څپر کول، دانې له شګو او هرزه ګیاو پاکول ترڅو ژرندې یا میده کولو ته تیار شي، دمیده شوو دانو کندو کول او که د انسانې خوراک نوي نو حیواناتو ته یې تیارول، له اوړه کولو او کندو ته اچولو وروسته دهغه خوراک ته تیارول او بلا نوري مرحلې چې پکې تر سره کیږي ټول د مظلوم جنسیت یا ښځې په برخه رسیدلي دي؛ که په سلو کې یې سل فیصده ښځې نکوي نو په یادو کارونو کې به حتماً له خپل خاوند او یا نورو نارینه وو سره په پوره توګه همکاري کوي.
په باغ داری کې هم دښځو همدا حال دی، ښځې نیالګې ته له ځای جوړولو بیا د میوې تر اخستلو پورې په ونه کې دمیوې دساتلو، تربیه کولو، اوبولو، د میوې راټولولو، د هغه د وچولو او حتی بازرته د خرڅلاو دتیارولو مسولیت د هغوی پرغاړه وي، خو کله چې دا ټول کارونه تر سره کړي نو بیا خپل خاوند او یایې بل دکور سرپرست چې نارینه وي هغوی خوارانو ته د اړتیا په وخت کې هم د دوایی پیسې نه ورکوي او راز راز بهانې ورته کوي، حا دا چې زحمت به ټول همدوی ایستلی وي. په ځینو وختونو کې خو داسې هم شوي وي چې په خپل لاس لاټولې شوې میوې یې خاوندان ښځو ته د خوراک لپاره هم نه پریږدي او چې ښځو څومره زحمت ایستلی وي نو نارینه یې په خپله ښه کوي.
دا لړی په افغانستان کې په ټولو برخو کې دهغوی خوارانو سره روانه ده، په مال داری کې هم دا حالت دی، دحیواناتو روزل او دهغو محصولات راټولول چې په څومره زحمت سره کیږي هم دښځو په واسطه سره تر سره کیږي. خو چې کله د محصولاتو د خرڅولو او یاهم د خوړلو وخت راشي نو واکداري له نارینه سره شي او ښځې ته د توت اهمیت هم نه ورکول کیږي. دا یو کره او معلوم ظلم دی، د دې ظلم مخنیوی نه په دولت کیږي او نه په بله کومه ډله؛ د دې ظلم مخنیوی یوازې او یوازې د خلکو په باسواده کولو، د بیلابیلو ټولنو له لوري دخلکو او په ځانګړې توګه دښځو عامه پوهاوي او د بیځایه او بیکاره عنعناتو د منځه وړلو لپاره په صادقانه مبارزې سره کیدای شي. خو فکر مو وي چې دښځو سره د تبعیضي چلند په مخنیوي کې باید هدف یوازې له مخلوق سره د ښه چلند نیت او د ټولنې سالمه روزنه وي چې په دې سره به مو د لوی متعالی خدای (ج) رضا او مرسته هم لاسته راوړې وي.
دپورته ټولو ناخوالو او مردارو دودونو او ظلمونو په له منځه وړلو کې اوسنې او یا پخواني دولت دواړو دزړه له تله کومه هڅه نه ده کړې، نه یې د ښځو محصولاتو ته په زغرده د هغوی د خرڅلاو کوم مالوم مارکیټ جوړ کړ او نه یې هم په پریمانه توګه د هغوی روزنې ته کوم مکانیزم جوړ کړی. که یې یو څه کړي هم وي نو د یو نمایشې فلم او یا سندرې تر در وازو یې محدود کړي، کله نا امنې بهانه کوي او کله هم بد رواجونه، کله دبودیجې له نشتوالی سر ټکوي او کله بیا له اداري فساده. اوسنی دولت باید د ښځو ټولو روا او مشروع فعالیتونو ته په سیستماتیکه توګه وده ورکړي، د بی ځایه رواجونو په له منځه وړلو کې دې د ملاامامانو او مخورو رول له پامه نه غورځول کیږي، د دې کار لپاره دې په منظمه توګه په هر ولایت کې په میاشت کې یوځل غونډې وکړي او ناسم رواجونه دې د اسلام له نظره وغندي. رسنۍ او ځینې خپلواکه ټولنې دې په ښارونو او کلیو کې د اسلام د مقدس دین مطابق د دبدو رواجونو پر ضد تبلیغات وکړي ترڅو ټولنې ته عامه پوهاوی ورسیږي. دولت دې د ښځو محصولاتو ته په داسې توګه بازار موندنه وکړي چې له ښځو سره مخامخ او لاس په لاس دپیر او پلور معامله تر سره شي، دښځو تولیداتو ته دې په نړیوال بازار کې بازار موندنه وشي، د ښځو تولیدات دې په داسې یوه پر ځان بسیا پروسه بدل کړل شي تر څو د کورنیو په اقتصادې حالت کې د ښځو ونډه له ورایه جوته شي. خو دا کار یوازې هله کیدونکی دی چې ښځو ته د باکیفیته تعلیم زمینه د افغانستان په هر کونج کې برابره شي او بس.