موږ تباه یو

موږ تباه یو غالباً، چې له ننه ټیک دیارلس کاله وړاندې د پوهنتون په لومړي صنف کې به وم په خوشحال مینه کې د محمد ص مسجد کې د نورو محصیلینو په څېرمې ۲۰ فصده امتحان ته آماده ګې نیوله، ګورم چې یو بدخشانۍ همصنفې مې هم په مسجد کې ناست دی، روغبړ مې ورسره وکړ، تر لږ ځنډ وروسته یې کړل ((مصورجان شما از کجا هستي)) ماویل زه دې وردګو یم، ویل خو!خو! ((زبان مادري تان پشتو است)) ماویل هو. له واره یې وضیعت تغيرښکاره شو او راپه ګونډو شا، ویل یې ولا! ((ما از دست امې پشتونا تا بینې آمدېم))، ما فکر وکړ چې ولا کوم څوک یې حتمې ور وژلي یا یې بله کومه ناپړیته ورسره کړې. چې ومې پوښتا هیڅ دلیل یې نه درلود بس له دلیل پرته همدې خبرې ته تمبه وا چې د افغانستان رسمې ژبه دې درې شي او موږ اکثریت یو او ... باور وکړی که یې زه په خبره پوهېدم چې ده ملګری مې څه وایې او مطلب یې څه دی، خو له جوماته په راوتو وتو کې پوه شوم چې ولا لکه چې تعصب همدې ته وایې.
 
بله ورځ په پوهنتون کې څه قیصه شوه، بس زموږ یو بل همصنفي چې د غزنې د اندړو وا ټول پښتانه محصلین یې راټول کړل او له یو بل محصل سره یې د جنګ تابیا ونيوله، پوښتنه مې ترې وکړه ولې جنګ کوو؟ ویل یې چې ها غه پلانې محصل پښتنو ته په بده سترګه کتلې.
 
د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزې ټاکنې روانې وې، ډاکتر عبدالله عبدالله زموږ پوهنتون ته راغۍ ګورم چې صنف کې یوازې پښتانه شاګردان شته نور ټول د کنفراس خونې ته د ډاکتر عبدالله عبدالله وینا ته ناست دي. یو همصنفۍ مې چې اوس په ملې فوځ کې د جنرالۍ تر رتبې رسېدلی او د کاپیسا د کوهستان وو صنف ته راغۍ او په ډېره بی ادبانه لهجه یې و ویل چې ((کدام تاجک ماجک خو ده صنف نمانده که به سخنان رهبر ګوش نه کند) ما ورته کړل چې ځه چې موږ هم درسره ولاړ شو ویل یې (( تکت شماها سرخ است نمې توانید به سخنان رهبر ما ګوش کنید)).
 
په پوهنتون کې مې دری کاله مسلسله لیلیه نه وه آخر یو محصل چې د بدخشان ولایت وو او ډېر مسلمان سړی وا راته ویل یې چې او بیادر ((تو امې عریضه ایتان را به درې نوشته کو کاکا یې ما همرای عبیدالله فریار که ریس لیلیه ها است شناخت دارند ممکن عریضه شما که به پشتو نوشته مې کنید اونجا نه چله)) همدا وو چې په درې مې نوشته کړه او بلآخره “چلید” او لیلیه شوم.
 
ملان مو په خوله چيغې وهي چې تعصبګر مسلمان، مسلمان نه دی بلکه د اسلام له دایرې وځي، خو د مکې مکرمې په حرم کې مې د افغانستان د حجاجو له یو معلم پوښتنه وکړه چې دا لاره چېرته تلې ده ویل یې ((بیادر ما به پشتو نمې فهمیم))، ما ورته کړل چې خیر دی مرسته راسره وکړه ویل یې ((برو بیادر تو ازکجا هستې))! ماویل از افغانستان هستیم ویل یې ((به زبان مسلمان ګف بزنید))! مطلب یې درې وه بس توبه مې وایسته ما ویل خو.
 
بس په همدې ډول ټول روان یو؛ نه مو خدای په یاد دی، نه مو عبادت په یاد دی، نه حلال پیژنو، نه حرام پیژنو، نه منکر پيژنو نه مو خپلو اعمالوته پام دی او نه مو خپلو کړو وړو ته بس چې خوښه مې شې همغسې یې پرمخ وړو. په ټوله کې کوښښ کوو چې اسلامي احکام او لارې چارې خپلو اعمالوته برابرې کړو نه خپل عملونه هغو لارو ته.
 
په دفتر کې تر کار شروع کولو پورې او همدا اوس په ټول افغانستان کې شاعران مو دتعصب شعرونه وایې، مشران مو په یوه نه یوه فلمه تعصب ته لار برابروي، سندرغاړي مو په خپله خوښه سرشمېرنه کوي کله وایې پښتانه زیات دي کله وایې تاجکان زیات دي او کله څه کله څه... وزارتونه مو په قومونو وېشلي بس باید د فواید عامې وزارت کې ټول هزاره ګان کار وکړي، په ملې امنیت کې باید تنها پنجشیریان مقرر شي، همدا یوه معقوله د ټولو افغانانو په خوله ده چې که وردګ وي مقرر دې شي؛ په ملې دفاع وزارت کې خو هسې هم ټول لغمانیان، شاړي او تاجکان مقرر دي، جهوری ریاست کې هم تعصب روان دی بس ټول تاجکان یې وشړل او له سره پښتانه مقرر دي. او ځینې نورې داسې خبرې دې ویجاړ وطن کې زمزمه کیږي چې له تعصب پرته نور هیڅ نه دي. عجیبه یې لاداده چې اوس په درواغو هم تعصب ویل کېږي بس در پسې وبه تړي چې پلانۍ متعصب دی، ځینې به بیا تعصب کوي وایې به زه مې خپل حق غواړم، ځینې به بیا تعصب ته خلق رابولي او یوشمېر خو بیخې د تعصب په بنا وینې تویوي ... استغفرالله.
 
موږ ولې داسې شوو؟ موږ ولې داسې کړو؟ موږ ولې داسې خبرو ته زړه ښه کوو، موږ ولې داسې لنډ لنډ فکرونه کوو، موږ ولې ملي نه شوو، زموږ فکرونه ولې نه ملې کیېږي، موږ ته ولې بدې لارې ښې ښکارې، موږ ولې له نورو زده کړه نه کوو، موږ پښتانه ولې یو غیر پښتون او تاجکان یو غیر تاجک مشر نه شو زغملای، موږ ته ولې پښتو او درې تر اسلام لوړه ښکارې، موږ ولې فکر کوو چې موږ ښه تاریخ لرو، موږ ولې د تېرو ارزیابي نه شو کولای، موږ ولې څوځله یوه ناکامه طرحه بیا بیا تکراره وو، ...، بس زړه مې پړق چوې! ټولې ولې ولې په موږ کې دي. هرڅوک چې استدالا کوي چې تعصب بل چا راوړی اشتباه کوي، هرڅوک چې وایې جنګ پرموږ تپل شوی حافظه یې سم کار نه کوي، هرڅوک چې وایې زموږ د وروسته پاتې کیدو لامل بیسوادې ده ځان ته بازې ورکوې ځکه چې دا هیواد سیواد لرونکو وران کړ. موږ هرڅه په خپله کوو؛ تعصب موږ کوو، جنګ موږ کوو او موږ په خپل ځان تپلی ځکه خو موږ وژل کېږو، موږ خپله خپل ځانونه بیسواده کوو ځکه د هیواد د نیمو وګړو له سیواد لرونکو نرو اوښځو زړونه تور دي، فکر وکړی هره د تعصب خبره له سیواد لرونکو راوځي نه له نورو.
 
مسلمانانو، ځوانانو، افغانانو او د دې خاورې ملنګانو! دا وطن نور ړنګ دی، دا هیواد تاسو ته اړتیا لري، دا هیواد نور د پرهرونو زور نه لري، دا هیواد نور په اور لاهو دی، د وران کارو هغه که دې دوست وي که دوښمن په خوله یې نور مه کوی، خپله فکر وکړی چې دا هیواد څنګه آباد کړو، خپله لاس په کار شی تعصب پرېږدی، هغه خبرې چې تعصب ته ورته وي په جدې توګه ترې اجتناب وکړی، باور وکړی هر متعصب شخص خپل وجدان ته حجالت دی، دا هیواد په تعصب په والله که آباد شي. په یاد مو وي چې متعصب شخص کله هم د دې وطن د درد دوا نه شي کېدای. که تعصب، همداسې روان وي لرې نه ده چې هیواد به لوټې لوټې، تیت په تیت پروت او موږ به تبا وو.