
بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی خدای تعالی ډیر شکر او احسان دی چې دهیواد په کچه مو یو ستر نسل د علم او معرفت دستارونه او پړونې پر سرکوي. یو وخت داسې وو چې دا کسان په شمار وو او کیدای شي په هر دیار کې به یو یا تر یوه لږ څه زیات وو چې دا پړوني او دستارونه به یې په سرول او دا چې علم او معرفت د الله تعالی یوه فریضه ده نو په ټولنه کې به دهغوی ډیر احترام کیدو؛ خلقو به په ښه سترګه ورته کتل او د ټولو هغو چې د علم او معرفت په خوند به پوه وو افتخار به یې وو. د نوي نظام د راتګ له زماني تر اوسه دا کسان شکر دی ډيریږي او ورځ تربلي مو وطن روښانه کیږي. په معمولي توګه هغه کسان چې د علم پر ګانه سمبال وي؛ د وطن د آبادۍ، معتبر ژوند، خلقوته د خدمت، انسانیت ته د وفاداره پاتیکیدو، سړیتوب او خورا رڼه او تازه ذهنونه ورسره وي په همدې حال کې؛ د روغو ذهنونو، ښه صحت، د مسایلو د آسانه حلولو، ستونزوته د مناسب او وړ لارې پیداکولو او روغي عقیدې خاوندان وي.
اوس چې د هیواد په کچه مې له هر پوهنتون او نیمه عالي زده کړو څخه هیواد وال فاریغیږي په جاموکې نه ځایږم، هوس مي لوړ شي او د ښې راتلونکې هیله راته پیداشي. وایم، که خدای کول هیواد به مې جوړیږي، له سیالانو سره به سیال کیږي، ستونزې به مو حلیږي، سوله به راځي، له پردیو او بدو مزدورو به مې هیواد وال خلاصیږي؛ او بالاخره سترې سترې، او خورا ګلالي هیلي مې په ذهن کې راټوکیږي.
خو یوه ستونزه مې له ذهن نه دا هرڅه په هوا کړي او رایاد شي چې ای خدایه! دا ښکلي او دنګ، د علم پر ګانه سمبال هیواد وال به مې بیا د کوم شپنه دروازه ورټکوي، کوم غوړمال به له لمنې نیسې، کوم یو ته به په انتظار وي ترڅو میټینګ یې خلاص شي، له کومه یوه به د خیر تمه کوي، کوم یوه ته به وایې چې خیر دی ماته خو دنده را پیدا کړه.
اې نویو را فارغو شوو ځوانانو!
ستاسو ضمیر ژوندی دی، ستاسو احساس تر ډېرو هغو چې اوس په دندو دي پاک او سپیڅلی دی، تاسو یاست چې ښه کار به کوی، تاسو ته دا هیواد سترګې په لار دی، تاسو به یاست چې د هیواد راتلونکې به په لاس کې نیسی، تاسو یې کولای شي؛ هیڅ د وارخطایی او تشویش څه نه شته، تاسو به حتمي دندې پیداکوی او تاسو به د هیواد راتلونکې تظمینوی. خو ځوانه زما دا لاندې څو وړو خبرو ته هم غوږشه:
لومړی:
هیڅ مه مغروره کیږه، له خپل لیاقت او شته مهارتونو سره وړ خپل ځان ته دنده ولټوه، دا منم چې د دندې دپیدا کولو له پاره واسطې او شناخت ته اړتیا شته خو هیله ده ډیره تکیه ورباندې ونه کړي هسې نه چې خدای ناخاسته راتلونکې دې په همدې سره جام شي.
دويم:
له هرڅه دمخه ځان ته دښو اخلاقو او قوي کړنو موقع برابره کړه، ځکه تر هرڅه دمخه به ستا هرڅه د اخلاقو او قوي کړنو په تله تلل کیږي که دې دا دواړه روغ کړل نو پوه شه چې هیواد دې د آبادی او بالآخره سمسورتیا په لوري تللو ته چمتو کړ.
درېیم:
خپلې خلصې سوانح یا سی وي مو داسې جوړه کړه چې حجم یې تر یو یا دوو ورقو ډیرنه وي، کوښښ وکړه چې په انټرنټ کې ټولې هغه دندې چې اعلانیږي تر خپلو سترګو تېرې کړي او سی وي دې د همغه ادارې یا کمپنۍ له غوښتنو سره سمه په داسې حال کې ترتیب کړې چې هیڅ دروغ دې نه وي پکښې لیکلي. دا اړینه نده چې ته دې هرې دندې ته مټې را ونغاړي بلکه په آرامو اعصابو او پوره توجه او دقت دخپلې خوښې چې ځان پوره پرې لاسبری درته ښکاري یوې دندې ته ځان نوماند کړه.
څلورم:
په دې هیڅکله مه شرمیږه چې دیو داسې څه په اړه چې خپله پرې یا سم نه پوهېږي او یاهم ورسره لږ بلد یې له یو چا پوښتنه وکړي، بلکه مشوره او دیو کار په اړه پوره معلومات ترلاسه کولو له پاره پوښتنه کول د ځان عادت وګرځوه، نو هیله ده چې که چېرته ځان نوماندول غواړې دهمغه ادارې یا کمپنۍ په اړه پوره معلومات ترلاسه کړې ترڅو په مخامخ مرکه کې له ستونزو سره مخ نه شی.
پنځم:
دمخامخ مرکې له پاره ځان سم چمتو کړی ترڅو ځان هدف ته ورسوي، کوښښ وکړی په مخامخ مرکه کې اوتې بوتې ډیرې ونه وایاست او تکراري خبره خو له سره نارواه ده. که په مخامخ مرکه کې په سوال پوه نه شوي له دې چې غلط ځواب ورکړي تر دې دا ښه ده چې له مرکچې دسوال د تکرار غوښتنه وکړی ترڅو مو سوال په ښه توګه ځواب کړی وي. هیره مو نه شي چې له مخامخ مرکي مخکې له خپلو خپلوانو یا انډیوالانو سره هرڅه سم تمرین کړی.
شپږم:
اوس نو انشا الله تاسو دکارځای ته ورسیدی او خپل هیواد او خلقو ته دخدمت کولو پلان ترتیب او د دندې د لایحې مطابق مو خپل پلان په سمه او قانوني توګه پلۍ کړی. یو شي ته مو باید پام وي چې اداري فساد، چغلي، غیر قانوني کړنې، اخلاقي بدمرغۍ، لټي، د نن کار سباته پریښوودل، ځان نامسوله خو باصلاحیته احساسول، او نورې ورته کړنې مو د کار په ځای کې وجدان در وژني، روان مو ځپي او کله به هم خدمت ونه شی کړای بلکه د خدمت پرځای به مو ځان او هیواد له یو ستر ناورین سره مخ کړی وي، هیله ده له دي بدو کړنو ځان وژغوری.
په ټول هیواد کې د تلپاتې سولې او داسې ورځې په تمه چې هر سواد لرونکی او بیسواده وګړی مو په کار ګومارل شوی وي.