د وینا پر ازادۍ برید وحشت دی

  د وینا ازادي د وګړو اسلامي، انساني او قانوني حق او د بشری تمدن لویه لاسته راوړنه ده، دا ازادي هغه وخت خپل مفهوم او ارزښتپیدا کوي، چې وګړي له وېرې او اندېښنې پرته خپل نظریات او افکار بیان کړي. انسان ازاد خلق شوی دی او د اسلام سپېڅلي دين او د هېواد اساسي قانون خلکو ته یو لړ ازادۍ او حقونه ورکړي دي، چې په هغو کې یو هم د وینا د ازادۍ حق دی. هر فرد کولای شي چې د وینا له ازادي څخه په ګټه اخیستنې د نورو په هکله په ازادانه توګه خپل فکر، نظر او احساس څرګند او بیان کړي، خو په دې شرط چې دغه ازادي او وینا یې د نورو حیثیت، شخصیت او ازادي متضرره نه کړي.  د وینا ازادي نه یوازې دا چې کومه ستونزه نه پېښوي، بلکې برعکس ګڼې ښېګڼې او ګټې لري. لکه کله چې د وینا ازادي وي، نو خلک د خپلو افکارو او نظریاتو د څرګندولو پرمهال د ډار او وېرې احساس نه کوي.  هر څوک له ډار او وېرې پرته خپل نظر نورو ته څرګندولی شي. د انسان شخصیت ښه وده کوي، انسان د دروغو ویلو ته نه اړ کېږي. د افغانستان اساسي قانون او د رسنیو قانون  د وګړو د وینا د ازادۍ حق تعریف کړی دی او له همدې امله د طالبانو له ماتې وروسته په هېواد کې ګڼې رسنۍ رامنځته شوې، چې هره ورځ د مهمو پېښو او مسایلو په اړه ازاد بحثونه کوي. سره له دې چې له دغې ازادۍ څخه په تېرو څو کالو کې ناوړه ګټه واخیستل شوه، ځکه چې شخصیتونو، بنسټونو، ارزښتونو، خېلونو او پرګنو ته په کې سپکاوی وشو. ځینو رسنیو د افغانانو ملي ګټې او ارزښتونه وننګول، بې بنسټونه تورونه یې ولګول. کرکې، نفرت او تعصب ته یې لمن ووهله او په دې ډول یې د ډېرو حیثیت وګواښه او په دې برخه کې ډېره د ملامتیا او یا په اصطلاح د وینا له ازادۍ څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او سرغړونې ګوته تر ډېره طلوع تلویزون ته نیول کېږي. خو د دې ټولو باوجود د طلوع تلویزون په کارکوونکو برید د وینا پر ازادۍ برید دی، دا د حقایقو او واقعیتونو په بیانولو برید دی. هیڅوک حق نه لري چې بې موجبه یو څوک په مرګ وګواښي او یا یې له محاکمې پرته په خپلسري ډول ووژني. مګر طالبانو چې تل یې په هېواد کې تاوتریخوالي، وژنو، چاودنو او بریدونو ته لمن وهلې او د ډېرو هېوادوالو ژوند یې ورڅخه اخیستی دی، د کندز د ښار له سقوط وروسته لومړی طلوع تلویزون کارکوونکي په مرګ وګواښل او بیا یې تېره چهارشنبه په پلازمېنه کابل د دارالامان سیمه کې د یاد تلویزون د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید وکړ، چې له امله یې د یاد تلویزون اوه تنه کارکوونکي شهیدان او ګڼ نور ټپیان شول. د طلوع تلویزون پر کارکوونکو برید په هېواد کې په پراخه توګه وغندل شو او دغه برید د وینا پر ازادۍ او د هېواد پر اساسي قانون برید وګڼل شو، خو وسله وال طالبان چې هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري او همېشه دغه وړ وژنې ترسره کوي هغوی ته دا بې تفاوته ده. د طلوع تلویزون چلوونکو او ځینو مغرضو او ناراضو افرادو او اشخاصو چې اوسني حکومت کوم مقام او امتیاز نه دی ورکړی، نو له همدغه فرصت څخه په استفادې په حکومت او د هېواد په امنیتي بنسټونو کلکې نیوکې وکړې او ویل یې چې حکومت ولې د طلوع تلویزون کارکوونکو ساتنې ته جدي پاملرنه نه ده کړې.  په دې کې شک نشته چې په هېواد کې ستونزې زیاتې دي، امنیتي بنسټونه مو هره ورځ د دښمن پر وړاندې جنګېږي او د دوی ځینې بریدونه او دسیسې شنډوې، نو په دغسې یو بد حالت کې ناشونې اېسي چې حکومت دې په دې وتوانېږي چې د هېواد په هره ګوښه کې هره لویه او وړه پېښه پر وخت تشخیص کړي او مخه یې ونیسي. ځکه چې د افغانستان دښمنان دومره مکار دي چې هر وخت خپلو څېرو او ترهګریزو فعالیتونو ته بدلون ورکوي، نو له همدې امله یې تشخیص او پر وخت چاره کول یو څه ستونزمن دي، سره له دې چې امنیتي مسوولین هره ورځ هڅه کوي، چې د ورانکارو او ترهګریزو بریدونو او فعالیتونو مخه ونیسي. له دندو ګوښه شوي، له حکومته شړل شوي او د شخصي ګټو په سر ناراضي او یا د پخواني حکومت مفسد چارواکي دې د افغانستان د شهیدانو په وینو سوداګري نه کوي او د هغوی له شهادتونو څخه دې د خپلو شخصي عقدو د اشباع او د ځان د مطرح کولو په خاطر ګټه نه کوي. له ټولو هېوادوالو مو هیله داده چې د افغانستان د شهیدانو او د جګړې د قربانیانو شهادتونو او سرښندنو ته دې درناوی وکړي. د هغوی پر مظلومیت دې وژاړي او د حکومت او امنیتي مسوولینو د غندلو پرځای دې د افغانستان دښمنان او د دغو فجایعو او جنایتونو ترسره کوونکي وغندي، تر څو هغوی په راتلونکي کې د دغه وړ بې ګناه او عامو خلکو له شهیدانولو څخه لاس واخلي او خپل ترهګریز فعالیتونه پرېږدي. همدارنګه رسنیو ته هم ښایي چې خپلې خپرونې او فعالیتونه د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې تنظیم کړي. د وینا د ازادي په نوم د نورو حیثیت، مقام او شهرت زیانمن نه کړي، بې بنسټه مسایل دې نه خپروي، په نورو دې تورونه نه پورې کوي، جهت دې نه نیسي، خپله ازادي او بې طرفي دې وساتي او لکه څنګه چې د وینا د ازادۍ حق ځانته تعریفوي او خوندي یې بولي نو همدغسې دې د نورو ازادۍ او دغه حق ته درناوی وکړي او هیله ده چې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او د دوی ژوند ته د ارزښت ورکولو په موخه دا کار وکړي. د قوانینو پر بنسټ د بیان ازادي  باید مسولانه وکارول شی. د نورو حیثیت،  د امنیت او ټولیز نظم ساتلو او ټولیزو اخلاقو ته باید جدي پاملرنه وشي. یانې داسې څه باید خپاره نه شي، چې د نورو د سپکاوي او یا د هغوی د قهر او نفرت لامل شي.