د ګوانتانامو زندان د بندولو لپاره د لاريون خبرتيا:

سلامونه او نېکې هیلې!!
روغتیا او سلامتیا مو د لوی رب له دربار څخه غواړو!
لکه څرنګه چې خبر یاست د جنوري په میاشت کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقوقو سازمانونه، د بشرپالنې استازي، د مدني ټولنو غړي، او مختلف سیاسي او ټولنیز سازمانونه د ګوانتانامو د بدنامه زندان د بندېدو اعتراضونه کوي، دا ځل په افغانستان کې هم د "ګوانتانامو وتړئ" تر سرلیک لاندې اعتراض د یو لړ مدني، سیاسي حرکتونو او د بندیانو د کورنیو لخوا په لار اچول شوی تر څو دغه برحقه داعیه چې د افغانستان ولس یې له ډېره پخوا لري دلته هم پورته کړل شي، نو له تاسو څخه په ډېر درنښت هیله کوو چې په خپل راتګ سره زمونږ  اعتراض ته په انعکاس ورکولو  د افغانستان د ولس غږ د نړیوالو تر غوږونو رسولو راسره مرسته وکړئ او د بشرپالنې او انسانیت حق اداء کړئ.
 
وخت نېټه:
راتلونکې شنبه د جنورئ ۲۳مه د سهار لس بجې.
 
د اعتراض ځای:
 د امریکا سفارت ته څېرمه د عامې روغتیا واټ
 
درنښت
د افغانستان د جګړې ضد سازمان