پر پاکستان باور د وخت ضایع ده

 
د نړۍ ټول هېوادونه سولې ته اړتیا لري، پرته له سولې هېڅ کوم پرمختګ شونی نه دی، سوله خلکو ته ژوند ښیي، سوله خلکو ته ارامي بښي، سوله ټولنې ته سکون وربښي، سوله یو الهي نعمت دی، سوله پرمختګونه رامنځته کوي، سوله هېوادونه او ټولنې ژغوري او بلاخره سوله د هر چا غوښتنه ده.
افغان ولس له تېرو درېیو لسیزو را په دې خوا سخت د سولې تږی دی چې د ډېریو کسانو دا تنده تر مرګه ماته نه شوه، دوی د سولې په ارمان له دې نړۍ سترګې پټې کړې او تر وروستیو سلګیو یې د سولې کلمه په ژبه وه. دا چې ولې د دې مظلوم ولس اوښکې څوک نه وچوي؟ علتونه یې یوازې او یوازې نړیوالې او سمییزې ګټې دي چې ښه بېلګه یې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان او غربي هېوادونه په خاصه توګه امریکا ده. پاکستان تل دا هڅه کړې چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې په ښکاره او پټه مداخله وکړي، دا چې ولې مداخله کوي غواړم څو مهمو ټکو ته اشاره وکړم:
ـ پاکستان ځکه نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي چې تر اوسه د ډیورنډ کرغېړنه کرښه په رسمیت نه ده پېژندل شوې، دوی تل دا فکر کوي چې که په افغانستان کې سوله راشي نو دویمه ورځ به افغان پوځیان تر اټک را تېر وي، ځکه دوی پوهېږي چې که افغانان قدرت ته ورسېږي او په هېواد کې  یې سوله حاکمه شي نو لومړی کار به یې د ډیورنډ د خلکو ژغورل وي چې تر دې دمه له هر ډول پرمختګه په شا پاتې دي.
ـ پاکستان تل له افغان حکومته د کونړ سیند د اوبو غوښتنه کړې، دوی غواړي د کونړ اوبو ته یو معیاري بند جوړ او د برېښنا په برخه کې ترې ګټه پورته کړي، چې له نیکمرغه افغان حکومت د دوی دا ډول غوښتنې رد او په بدل کې یې قربانیو ته چمتو دی.
ـ د پاکستان بله مهمه غوښتنه د افغانستان بهرنی سیاست دی. پاکستان غواړي د افغانستان په بهرني سیاست کې بشپړه ونډه ولري.
د پاکستان له دې غوښتنو سره سره اوس یو ځل بیا افغان حکومت پاکستان ته د سولې راوستو لاس اوږد کړی، افغان حکومت د تېر په شان یو ځل بیا په پاکستان باور کړی چې دا هېواد به له افغان حکومت سره د سولې په راوستو کې مرسته کوي. زه فکر کوم چې په پاکستان باور کول به هسې د وخت ضایع کول وي، پاکستان تل ژمنه کړې ولې په خپل ژمنه کې ریښتینی نه دی پاتې شوی. نولس ځله تېر ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته سفرونه کړي او موخه یې یوازې په افغانستان او سیمه کې سوله راوستل وو، ولې متاسفانه چې کومه پایله یې نه درلوده.
د نوي حکومت په جوړېدو سره پاکستان یو ځل بیا له ولسمشر غني سره ژمنه وکړه چې د افغان سولې کوربه توب به کوي او وسلوال به له حکومت سره د سولې مېز ته حاضروي. غني پاکستان ته سفر درلود او د دې سفر یوازنۍ موخه په افغانستان کې سوله راوستل وو، پاکستان هم ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره به په دې برخه کې ریښتني ګامونه اوچتوي. کله چې د سولې رسمي خبرې پیل شوې، لومړۍ ناسته د اسلام اباد په مري کې وشوه، افغانان هم ډېر خوښ برېښدل او باور یې درلود چې ولسمشر غني به دوی ته سوله راولي، په رسنیو کې پرې ډېر بحثونه وشول، د هر افغان په ژبه د سولې وېیه خوره وه، خو متاسفانه له لومړنۍ ناستې دوه ورځې نه وې تېرې چې په شاه شهید کې یوه ستره خونړۍ غمیزه رامنځته شوه او د دې پېښې قربانیان زیاتره افغان عام ولس و چې په خواږه خوب یې ساه واخیستل شوه.
افغان حکومت د دې پېښې پړه پر پاکستان واچوه او پاکستان یې د دې پېښې مسؤل وباله، که څه هم پاکستان د افغان حکومت دا ډول تورونه رد کړل ولې افغان چارواکو ټینګار کاوه چې د دې پېښې مسؤول پاکستان دی. یوه اونۍ لا نه وه تېره چې پاکستان د ملا عمر د مړینې خبر خپور کړ، کله چې دا خبر افغان چاروکو واورېد نو لا پر پاکستان بې باوره شول، ځکه پاکستان په یوه داسې وخت کې د ملا عمر د مړینې خبر خپور کړ، له افغانن حکومت سره لومړنۍ ناسته شوې وه. بلاخره طالبان په څو ډولو ووېشل شول هغه هم د ای اېس ای په خوښه.
اوس چې افغان حکومت بیا له پاکستان سره د سولې په خبرو غږیږي ماته بابیزې ښکاري، ځکه لومړی دا چې پاکستان طالبان په څو ډلو وویشل او اوس د پاکستان خوښه ده، هره ډله چې د دوی په ګټه کار کوي هغه به له افغان چارواکو سره سولې ته کېنوي، بل دا چې پاکستان هغه کسان چې غوښتل یې له افغان حکومت سره سولې ته کېني له منځه یووړل چې ښه بېلکه یې ملا منصور اخوند دی.
په اسلام اباد کې کومه ناسته چې شوې فکر نه کوم د طالبانو استازیتوب وکړي، دویمه غونډه په کابل کې هم همداسې وګڼه، ځکه د بهرنیو چارو وزیر د تېر په شان یو ځل بیا پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د سولې مېز ته حاضر شي.
زما په اند نور په پاکستان باور کول هسې خوشې او بېځایه د وخت ضایع ده، افغان حکومت دې په خپله هڅه وکړي څو وسلوال طالبان هغه طالبان چې واقعا سوله غواړي د سولې مېز ته حاضر کړي.
په پوره درنښت.