ایا خپل مسوولیتونه مو پېژندلي؟

  ټولنې او ولسونه د حکومتونو او همدارنګه حکومتونه د ټولنې او ولسونو پروړاندې ځانګړي مکلفیتونه او مسوولیتونه لري. یانې لکه څنګه چې حکومت د قانون له مخې خلکو ته د ژوند د اسانتیاو او د زده کړې، روغتیا، امنیت، انکشاف او نورو برخو کې د خدماتو د وړاندې کولو مکلفیت لري، نو همداسې خلک د دغو حقونو او اسانتیاو په بدل کې د حکومت پر وړاندې ځینې مسوولیتونه لري، چې باید سم او پر وخت یې پرځای او ترسره کړي. د بېلګې په توګه حکومت په دې مکلف دی، چې خلکو ته روغتون یا ښوونځی جوړ کړي، خو په مقابل کې خلک هم په دې مکلف دي چې یاد روغتون او ښوونځی خپل شخصي ملکیت وبولي او د خپل شخصي مال په توګه یې بشپړه ساتنه وکړي او هیڅوک پرېنږدي چې ښونځي ا او روغتون ته کوم زیان واړوي. په افغانستان کې ستونزه داده، چې هر یو په نورو نیوکو ته تیار ناست دي او تر بل هر کار ورته همدا پر نورو نیوکې اسانه ښکاري، خو فردي مسوولیتونه یا خلکو تراوسه نه دي پېژندلي او یا یې په ترسره کولو کې ناغېړی  او بې پروايي کوي. ډېر کله به مو لیدلي وي، چې د ځینو ستونزو، تېروتنو او ناورینو پرمهال خینې کسان حکومت، چارواکو او نورو ته د مسوولیتونو د سم نه ترسره کولو له امله د ملامتیا ګوته نیسي، مګر هیڅوک نه فکر کوي او نه هم چا له ځانه دا پوښتنه وکړه، چې په دغسې حالاتو کې د ده فردي مسوولیت څه شی دی او یا یې خپل فردي مسوولیت څومره ادا کړی دی؟ حتی ځینې افراد چې دغه مهال د خپلو فردي مسوولیتونو د ترسره کولو او نه ترسره کولوپه هکله وپوښتې، نو د ځان د سپیناوي په موخه شل او سل پلمې کوي. د بېلګې په توګه په یوه سیمه کې لویه لاره، پل او یا کوم بل ټولګتی ځای ویجاړ شوی دی، هر څوک چې له هغې لارې او سیمې تېرېږي، نو د حکومت او مسوولینو د ملامتیا په هکله تبصرې کوي، هغوی په غلا، فساد، د مسوولیت په نه ترسره کولو او بې پروایي تورنوي، خو هیڅوک دا نه وایي چې د یادې لارې، پل او ټولګټي ځای د ساتنې په برخه کې د ده خپل مسوولیت څه شی دی او یا یې په دې اړه خپل مسوولیت څومره ترسره کړی دی؟ ډېرکله به په ښار او واټونو کې د موټرو د ګڼه ګوڼې او د لارو د بندښت له امله متوجه شوي یئ، چې ځینې موټر چلوونکي د نورو په غیر قانوني توګه په پردي لاس ورځي او یا ترافیکي اشارې نه مراعتوي، خو که ورته ووایې، چې دا کړنه دې غیر قانوني ده، نو په ډېره مسخره به یې درغبرګه کړي، چې په یو ګل نه پسرلی کېږي، یو زه که قانون هم مراعت کړم، نو ګټه یې څه ده؟ همدغه بې پروایي زموږ د ټولنې اساسي ستونزه ده، ځکه که چېرې زموږ ښاریان او هېوادوال دا واړه واړه مسایل مراعت کړي ، نو ګټه به یې په لومړي ګام کې په خپله خلکو ته ورسېږي، ځکه چې مامورین به پر وخت خپلو دفترونو، ناروغان به پر وخت روغتونونو او هټیوال خپلو هټیو او دوکانونو ته ورسېږي. یانې باور دی چې د ډېرو هغو ورځنیو ستونزو مخه به مو نيولې وي چې هره ورځ ترې هېوادوال ځورېږي. همدارنګه ډېر کله په ځینو سیمو، کلیو او یا لویو لارو کې مشکوک خلک لیدل کېږي، چې غیرقانوني کړنې ترسره کوي، مګر د سیمې خلک یې پر وړاندې بې تفاوته دي، دغه مهال د خلکو مسوولیت دادی چې مسوولې ادارې او اشخاص باید پرې خبر کړي، تر څو د هغوی د ناوړه کړنو مخنیوی وکړي. که چېرې خلک د مشکوکو افرادو او اشخاصو د لیدلو پرمهال امنیتي مسوولینو ته پر وخت خبر ورکړي، نو د دې کار څو ګټې دي، لومړی دا چې مشکوک خلک به ونیول شي. هغوی به د خپلو اعمالو جزا وویني او بیا به دغسې کړنو ته زړه ښه نه کړي، د یو ناورین، چاودنې ، انسان تښتونې، د خلکو د لوټ او کومې بلې بدمرغۍ مخه به ونیول شي او تر ټولو مهمه دا چې موږ به د خپلې ټولنې او خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړی وي. نو موږ ټولو ته ښایي چې له حکومت څخه د خدماتو او اسانتیاو د غوښتنې تر څنګ له حکومت او مسوولینو سره په ځینو مواردو کې مرسته وکړو او په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړو، ځکه چې دا کار هم زموږ، هم زموږ د خلکو، ټولنې او په لویه کې د ټول هېواد په ګټه دی. څومره چې خلک له حکومت او مسوولینو سره همکاري ډېره کړي، نو همغومره به مو حکومت بریالی او ټولنه سوکاله وي، ځکه هغه مهال به بیا ورانکاري او ترهګرې ډلې ورانکاریو او ترهګریزو فعالیتونو ته زړه ښه نه کړي، هغه مهال به نو دوی یوازې له حکومت او امنیتي بنسټونو څخه نه بلکې له خلکو او ولس څخه هم په وېره کې وي. کله چې ولس د حکومت او ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیتونه وپېژني او سم یې ترسره کړي، نو هم به د حکومت او ولس تر منځ شته واټن له منځه لاړ شي، هم به د دوی تر منځ همغږي، خواخوږي او همکاري زیاته شي او تر ټولو مهمه لا دا چې هغه مهال به ورانکاري او ترهګریزې ډلې د اوس په څېر د ولسونو په منځ او کلیو کې د اوسېدو او پټېدو ځای ونه لري. ترهګرې، جګړه مارې او ورانکارې ډلې به بیا هغه مهال د خلکو له وېرې په غرونو کې هم ځای ونه لري او همدارنګه به حکومت هم د ولس په ډاډ او همکاري د دوی پر ضد پر وخت او لازم اقدامات وکړي، چې هم به یې حکومت او هم به یې ولس له شر او زیان څخه په امن شي. لنډه دا چې خلکو ته ښایي، لومړی د ټولنې او حکومت پر وړاندې خپل مسوولیتونه او مکلفیتونه درک کړي او بیا یې ښه او پر وخت ترسره کړي او نور هم د خپلو مسوولیتونو ترسره کولو ته وهڅوي. دغه مهال بیا دوی حق لري چې په هر چا د مسوولیتونو د نه ترسره کولو له امله څرګنده نیوکه وکړي او ملامت یې وبولي.