د «خبر» په نوم کتاب چاپ شو


د « خبر» په نوم د ژورنالېزم نوی کتاب چاپ شو.
دغه کتاب چې افغان ژورنالېست او لیکوال نذیراحمد سهار لیکلی د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی.
په کتاب کې چې ۱۵ څپرکي او ۲۲۰ مخونه لري د خبر لیکلو پر لارو چارو، اوسمهالی خبر او اړوندو نورو مسایلو بحث شوی.
لیکوال د ژورنالېزم په برخه کې له معتبرو سرچینو کار اخیستی او ژورنالېستیک مطالب یې په روانه پښتو تشریح کړی دي.