د خوست د نظامي شورا خبرتیا

 
درنو خوستمېشتو !
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .
څرنګه چې تاسو خبر یاست دخوست ولایتي ادارې ټوله  رهبري شپه او ورځ پدې هڅه کې ده چې  دخوست د متدین ولس لپاره یو ډاډمن ،سوله ایز او خوندي چاپېریال رامنځته کړي ، ترڅو دخوست پتمن اوسېدونکي وکولی شي  بشپړ هوسا او ارامه ژوند ولري .
درنو خوستمېشتو !  دا چې خوست ښار   اوسني نفوس او سوداګریزو چارو ته په کتو سره خورا کوچنی دی  نو د همدې هدف لپاره دخوست په نظامي شورا کې فیصله وشوه چې  ټول هغه بې اسناده او کانټينري موټر چې  د هرچا سره شتون ولري باید د دلوې یا سلواغې میاشتې د (۱۰) مې نېټې وروسته  یې په هېڅ صورت سره  ښار ته داخل نه کړي ترڅو زموږ او ستاسو ښار د موجوده ګډوډیو او زیات ازدهام  څخه خلاص   او وکولی شو چې په ښار کې ښاري نظم او ټرافیکي قوانین په ښه توګه رعایت کړو.
له همدې کبله ټولو امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې ده چې د ټاکل شوې نېټې وروسته هېچاته ددې اجازه ورنه کړي چې  بې اسناده موټر دخوست ښار ته داخل کړي.په همدې اساس نظامي شورا د خوست د مېړاني ، غیرتي ، په وطن او قانون مین  ولس  څخه په ډېر درنښت هیله کوي چې د دلوې له ۱۰ تاریخ  وروسته  ښار ته د بې اسناده موټرو له ننوتلو ډډه وکړي ، ترڅو  د امنیتي ځواکونو لخوا قانوني چلند سره مخامخ نشي .
همدارنګه د پکتیا او پکتیکا ولایتونو سره په ګډه پوله ټولو مېشتو امنیتي چیک پاینټونو ته لارښونه شوې چې خوست ولایت ته د نورو ولایتونو څخه د نویو بې اسنادو موټرونو د  راواردولو په مخنیوي کې اړین ګام واخلي او هېڅوک پرې نږدي چې دغه ولایت ته کانټينري موټر راولېږدوي .
نظامي شورا په هغو کسانو چې خوست ته د تجارت په موخه  بې اسناده موټر راولي غږ کوي چې له دې وروسته ددغه کار څخه په کلکه  توګه ډډه وکړي کنه نو دامنیتي ځواکونو لخوا به د جدي قانوني  غبرګون سره مخامخ شي  او بیا به هېڅ د شکایت حق نه لري .
په درنښت
دخوست ولایت نظامي شورا
۱۳۹۴-۱۰-۲۷