د ننګرهار ننۍ خونړۍ  پیښې په اړه د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د خواشینۍ پیغام.

 
وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا.
د ننګرهار دردمن ولسه!
خواشیني یم، چې یوځل بیا د څو انسان دښمنه اشخاصو د غیر انساني کړنو له امله د غم په تغر ناست یو کوم، چې جلال اباد ښارکې یې د بې ګناه انسانانو په قتلولو انسانیت وژلی دی.
د ننګرهار د ولایتي شورا استازي ښاغلي عبید الله شینواري کورکې د ۲۷ تنو هیوادوالو  مرګ ژوبلهيو غېر انساني عمل دی، ددېوحشي اوانسانیت څخه لیري عمل  له املهد بې ګناه افغانانو په وژلو سخت دریدلی یو او ځان په دې غم کې شریک ګڼو.
زما غمجن ولسه!
راځئ نور د ظلم پر وړاندي په ګډه ودریږو د خپل ژوند خوندیتوب او حق غوښتنې لپاره مبارزه وکړو، څو د ټولو انسان دښمنه عناصرو د وحشت او جنايتونومخه ونیول شي او په یو خوندی چاپیریال کې خپل ژوند له هرډول ستونزو په امان تیر کړو.
۲۴/۹/۱۳۹۴
ورځ یکشنبه
په درنښت
د میدان وردګو والي حیات الله حیات