هغه عادتونه چې ستاسې ناکامي حتمي کوي/ دویمه برخه

دویمه او وروستۍ برخه
دویم: له هڅې وېره
تاسې یوازې په هغه وخت کې هڅې ته وام ورکولی شی چې لومړی ګام پورته کړی. د ناکامۍ پر وېره غلبه د بریا پر لور لومړی ګام دی. همدا نن د خپلې وېرې مغلوبول پیل کړئ او په دې توګه لومړنی هغه کار ترسره کړی چې باید ترسره شي. هېڅکله د پیل لپاره فرصت له لاسه مه ورکوئ.
« دا مهمه نه ده چې څومره تېروتنې او څومره ورو حرکت کوی، تاسې اوس هم تر هغو وړاندې یی چې پیل یې نه دی کړی.» انتوني رابینز
درېیم: ژر منصرف کېدل
په ژوند کې څومره د خپلو هیلو د تعقیب لپاره مقاوم یی؟ د بریا یو مهم راز دا دی چې پر خپل شک غالبېدل زده کړی. موږ ډېری له خپل شوق او شور څخه ژر منصرف کېږو.
هر بریالی کس چې نن یې تاسې وینی د ویلو لپاره د مقاومت یوه کیسه لري. په دې برخه کې د ابراهم لېنکلن تر کیسې ښه مثال نه شي پیدا کېدای.
هغه د ۲۱ کلونو و چې په سوداګرۍ کې ناکام شو. د قانون یوه مسابقه یې په ۲۲ کلنۍ بایلوله. په ۲۴ کلنۍ بیا په سوداګرۍ کې ناکام شو. د ۳۴ کلونو و چې ګانګرېس ته بریالی نه شو. په ۴۵ کلنۍ یې سنا ته د تګ هڅه ناکامه شوه. په ۴۷ کلنۍ د ولسمشر مرستیال لپاره بریالی نه شو؛ خو بلاخره په ۵۲ کلنۍ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر شو. له پرله پسې ناکامیو سره سره لېنکلن له خپلو هڅو لاس پر سر نه شو.
بریا ته د رسېدو په برخه کې د مقاومت هېڅ بدیل نه شته. تر څو چې له هرې ماتې وروسته بیا هڅه کوی، په اصل کې هېڅ ناکام شوي نه یی.
څلورم: بې باوري
که تاسې پر هغه څه چې ترسره کوی یې باور نه لری، یو وخت به حتما له هغې منصرف شی. که پر هغه څه چې ترسره کوی یې د باور کولو لپاره دلیل نه لری، ستاسې ټولې هغه هڅې به ضایع شي چې په دې برخه کې یې کوی.
د ذهن ناخود اګاه باورونه پر هغو هڅو چې د کاري ژوند لپاره یې کوی ډېر اغېز لري. که تاسې د خپل کار لپاره یوه بریالۍ پایله نه وینی، نه شی کولی چې ځان مو نورو هڅو ته چمتو کړی.
پنځم: پلمې جوړول
هر وخت د دې لپاره چې یو کار نه ترسره کېږي دلیل موجود وي. خلک بېلابېلې لارې درته تشریح کوي چې دوی ولې یو کار نه دی ترسره کړی. تاسې چې کله پلمه کوی، نو په سادګۍ وایی:« زه ځان نه شم کنټرولولی.» خو اصل کې خبره دا ده چې تاسې د ځمکې پر سر یوازینی کس یی چې پر خپلو اعمالو او پرېکړو کنټرول لری. پلمې جوړول تاسې له خپل فردي ځواک څخه بې برخې کوي.
خلک ډېر کله د یوه ناڅرګند شي له کبله پلمې کوي. یو شمېر نور بیا له بدلون، غبرګون او خجالت څخه وېرېږي. وېره تاسې د راحت په سیمه کې کلابندوي او دا په یاد ولری چې په دې سیمه کې د جادویي پېښو رامنځته کېدل امکان نه لري.
تاسې کولی شی د پلمو جوړول بند کړی، په دې شرط چې په خپل ژوند کې د وېرې ټولې لارې بندې کړی. له نن وروسته له ځان سره ژمنه وکړی، کله چې له ماتې سره مخ کېدی پلمه به نه کوی. ماتې ته مو د ننګونې په سترګه وګورئ، له هغه زده کړه وکړئ او خپل حرکت ته دوام ورکړئ.
پلمې مو حواس شني او پر ځای باور راټیټوي.
زه باوري یم چې تاسې دا نه غواړی په ځانګړي ډول په داسې حالت کې چې نړۍ ته د ښوودلو لپاره یو شی ولری.