هغه عادتونه چې ستاسې ناکامي حتمي کوي


لومړۍ برخه
د «ټوماس اوپانګ» لیکنه
ستاسې ورځني عادتونه ستاسې تعریف دی چې تاسې څوک یاست. تاسې په عملي ډول هغه څه یی چې ترسره کوی یې.
د وینسټل چرچل په وینا:« بریا منزل او ناکامي وژونکې نه ده. بریا دا ده چې د دې دواړو شمېرلو ته دوام ورکړئ.»
که تاسې په ماضي کې هېڅکله له ناکامۍ وروسته د پورته کېدو هڅه نه وي کړې، تر هغه څه چې فکر یې کوی پياوړي یی.
که په دې وروستیو کې له ماتې سره مخ شوي وی او لا هم نه وی پورته شوي، خبره د لارې په پیدا کولو کې ده. تل له ستونزو د وتلو یوه لاره شته. تاسې یوازې دا لاره تر اوسه نه ده پیدا کړې، له همدې کبله خپلې پلټنې ته وام ورکړئ.
دا پيدا کړی چې ولې او څنګه تاسې په ستونزو کې ګیر یی. ځان له موقتي ژورو را وباسئ.
د خواشینۍ خبره دا ده چې ډېری خلک د خپلو ناکامیو په اړه له فکر کولو ډډه کوي. په پایله کې دوی له خپلو خوبونو لاس په سر کېږي او پر هغو پروژو کار دروي چې د دوی لپاره مهمې دي او په دې توګه په نارضایتۍ کې ډوبېږي.
هر څوک له ناکامۍ وېره لري او دا یوه اجتناب ناپذیره تجربه ده؛ خو دا ستاسې مسئولیت دی چې څنګه بدلون رامنځته کوی.
ځان مه سرېښوی! تاسې ستاسې ناکامي نه یی.
لاندې د ډېرو هغو عادتونو له ډلې یو څو دي چې ستاسې ناکامي حتمي کوي.
لومړی: د پلان نه شتون
که پلان ولری په ژوند کې د بري ډېر چانس لری. حتمي نه ده چې ستاسې پلان دې ډېر بشپړ وي. ریښتیني نړۍ کمال ګرا ته جایزه نه ورکوي، بلکې هغو ته یې ورکوي چې یو کار ترسره کړي.
تاسې باید تل د هغه څه په اړه چې غواړی ترلاسه یې کړی فکر وکړی او په راتلونکي کې د هر وخت لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړئ.
پلانونه مو باید یوازې ځانګړي، د اندازې وړ او په وخت پورې محدود وي. مبهم او ناڅرګند پلان مه جوړوئ.
که مو پلانونه د اندازه کولو وړ نه وي تاسې به د وخت ضایع کولو ته لېوال شی.
د ښو او چټکو پایلو لپاره د مهالوېش له مخې کار وکړئ.
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ