
د هېواد په دننه او بهر کې ټولو ګرانو وطنوالو،دولتي چارواکو،لیکوالو او ژورنالیستانو ته دکوچني اختر د رارسیدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم ،خدای دی دغه کوچنی اختر په هېواد کې دتل پاتې سولې او ملي پخلاینې سمبول او پیل وګرځوي،همدرانګه دلوی خدای ج په دربار کې لاسونه لپه کوم چې ( ستاسو ترسره کړې عبادتونو،روژې او نیکۍ په دغه مبارکه میاشت کې چې د دوزخونو دروازې دمومنانو پرمخ بندی او دجنت دروازې پرانیستل شوې وي قبولی کړي) .
په اخرکې یوځل بیا تاسو ټولو ښاغلو او اغلو ته دکوچنی اختر مبارکي وایم، او دغه داختر مبارکې ورځې او ښې شیبې درته دخپلو فامیلونو او کورنیوسره په خوشحالیو کې غواړم.
په هېواد کې دتل پاتې سولې په هیله
محمد حلیم فدایي
دمیدان وردګ ولایت والي