د خبریال مډال او زموږ زوال!

محمد حلیم فدایي، د وردګو مخکینی والي
 
د خبریال ډاټ کام ویبپاڼي له اړخه د ۳۴ والیانو ترمنځ د مډال اخیستلو سیالۍ په لاره اچول شوېده او عنوان یې ده چې ((بریالي والي ته د سرو زرو مډال ورکړه)) هرڅوک چې انټرنیټ ته لاس رسی لري کولای شي په یو کلیک یو څوک د مډال څښتن کړي. دا چې څوک چاته رایه ورکوي، دا د هغوی خپل حق دی.
داسې ښکاري چې د بلخ والي محترم عطامحمد نور تر نورو دمخه ده او په دوهمه درجه کې د ننګرهار والي ښاغلي ګل آغا شیرزی دی. زه په دې تبصره نه کوم چې چاته رایه ورکړي او چاته ییمه ورکوي، ځکه هر یو افغان دی او زموږ د سترګو تور دی. اما هغه څه چې ډېر مهم دي دادی چې دخبریال ډاټ کام دا کار د ستایلو وړ دی ځکه چې دا د ټاکنو او رايې اهمیت په ګوته کوي. په ټاکنو کې چې د ولسواکۍ د زعامت، قیادت او سیاسي واک ته د رسېدو یوه اساسي لار ده، سرونه شمېرل کېږي،نه عقلونه. نو که چېري د اکثریت دعوه لري او یا غواړي څوک سیاسي واک ته ورسوي نو پهراتلوونکو ټاکنو کې په پوره زور او شور سره ګډون وکړي. ټوپک وغورځوي او په رایه ځان واک تهورسوي. نن د ویبسایټ یو کلیک یو د مډال خاوند کوي او بل نه. که غواړو چې ټول د مډالونو څښتنانشو، نو کم ترکمه  سر له همدا نن څخه د خپل ولس د ويښتابه، د ټاکنو او رايي د اهمیت او تذکرواخیستلو لپاره هم ځان، هم کورنۍ، هم خپل ولس تیار کړي.
د افغانستان اساسي قانون هر چاته حق ورکړیدی په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل د خوښي مشر و ټاکي.  راځي تاریخ پر ځان تکرار نکړو، په نورو له تکرار شوي تاریخي پېښو څخه زده کړه وکړو. او که دا نشو کولای، دا اوس چې ۳۵ کاله زموږ په کور، کلي او ولس څه روان دي، او څه چې پر موږ تکرارېږي، دا خو تکرار نه کړو، له همدې خو زده کړه وکړو.
راځي دا سیاست او تګلاره پرېږدو چې خپل حق له نورو غواړو اما په خپله یې نه داچې له نورو څخه نه غواړو، بلکې خپل هم ورڅخه محروموو، نور راځي حق واخلو.
 
سیاسي واک او سوکاله ژوند د مظلوم اکثریت حق دی. ځیني دا حق د ټوپک له لاري غواړي، ځیني یې د سیاسي مخالف د ملامتولو له لاري، ځیني یې د اسلام او جهاد تر نامه لاندي غواړي، ځیني یې د خاموشي او سکوت له لاري، ځیني یې د فتواوو له لاري، ځینې د ترګنیو د پاللو له لاري، ځیني یې د شکایتونو او ګیلو له لاري، ځیني د بهرنیانو د فشار له لاري، ځیني یې د معاملو له لاري، ځیني په یوه او بل نامه غواړي، ځیني یې د افغانانو د وژنو له لاري!
په فېسبوک کې د ځېنو پښتنو انټرنیټوالو تبصرو ځورولم. ددوي له تبصرو څخه د تربګنۍ، اختلاف، خیلونو او سمتونو بوی او خوند له ورایه څرګند وو، اما برعکس دري ژبي وروڼه د خپل مشر په وړاندې ټول یوه خوله وو. زموږ والو خو به کله کله دري ژبو ته هم خوله ور اچولې وه. توپېر یې دادی چې د هغوی د مشرانو پلویان په ستراتیژیکو مسایلو کې یو دي او موږ نه دا چې په ګډو ستراتیژیکو ګټو کې اختلاف نلرو، بلکې د تاکتیکونو اختلاف د ستراتیژیکو ګټو څخه قربانوو!
تجربه او تاریخ ښيي چې موږ تل له ناکامو او ازمویل شویو لارو څخه حق غوښتي، هلته مو هم حق نه دی اخیستی.
زده کړه داده چې راځي حق واخلو.  داخیستلو تر ټولو مهمه، اسانه، ارزانه، معقوله، انساني، ملي او اسلامي لاره په سوله اییز ډول په ټاکنو کې له ټولو رواجونو او زړو فکرونو څخه پورته د نر او ښځې ګډون دی. ددې لپاره لومړی باید زموږ نر او ښځې د افغانستان د تابعیت تذکرې واخلي، دوهم، د ټاکنو کارت واخلي، دریم، خپل ټول نوي ماشومان چې زېږول کېږي هغوی فورا ثبت کړي او بالاخره د ټاکنو په ورځ د یوه ولسي حشر او ولسي تړون په ډول په ټاکنو کې ګډون وکړي او هغه څوک چې ستاسو خوښ وي رایه ورکړي. 
دلته شاید ځیني دا اعتراض وکړي چې که موږ ټاکني وکړو نو بهرنیان وجود لري، زموږ نتایج به راڅخه پټ کړي او دهغوي تر چتر لاندي ټاکني سمي نه دي، نو له نظامي لارو څخه دا کار پر مخ بیايو او ددوی په اصطلاح جهاد کوو!
تاریخ ښيي چې موږ که جهاد کړیدی او که مو انقلاب، که مو له نظامي لارو څخه نظامونه چپه کړي، یا مو بدل کړیدي، دا هم د بهرنیانو تر ملاتړ او چتر لاندي ول. او دا کار مو څو ځله کړیدی او نتایج یې هم نورو وړي دی. موږ په کې دا ګټه کړیده چې فکرونه او سرونه مو په کې وژلې دي!!. آیا دا به معقوله نه وي چې یو ځل ټاکنو ته هم خلک پرېږدو او دا کار څو ځله تکرار کړو، په ځانګړي ډول په هغو سییمو کې چې نا امنه دي. که یې فرضا نتایج د نورو په ګټه هم شي ((کوم چې ډېر محال دی او دا کار تل امکان نلري)) کم تر کمه سرونه او فکرونه خو به مو په کې ژغورلي وي!
همدا ټاکني دي چې په ولایتي شورا، ولسوالۍ شورا، شاروالۍ شورا، ولسي جرګه، مشرانو جرګه او حکومت کې خپل سیاسي نفوذ ثابتولای شي. کله چې مو هلته خپل اصلي او ريښتیني ملي استازي واستول بیا چې د څه زړه غواړي هغه کولای شي. بیا اساسي قانون هم بدلولای شي، وزیران هم ردولای او تاییدولای شی، والیان، ولسوالان هم سمولای شی، د نظام ډول هم جوړولای شي، قوانین هم اصلاح کولای شی او له سوله اییزي معقولي لاري خپل مظلوم اکثریت ته له بدبختیو ، جګړو او وژنو څخه ژغورنه هم ورکولای شي.
په تېرو ټاکنو کې ما ډېر داسي لوستې کورنۍ ولېدلي چې د کور د مشر په ګډون د کور ټولو غړو یې رایه نه وه ورکړي، اما شکایت یې دا وو چې پښتانه له نظام څخه تجرید شویدي، په لوړو زده کړو کې، په ملي اردو کې، ملي پولیسو، ملی امنیت، او ... کې ونډه نلري. اما دا پوښتنه څنګه ده چې دهمدې دعوه ګر او مدافع وکیل په دغه تجرید کې څومره غیر شعوري ونډه وه او ده؟!
زموږ د ولس لوی مډال به داوی چې په راتلوونکو ټاکنو کې په ټول قوت او له خپلو ټولو انساني منابعو څخه ګټه پورته کړو، کنه زموږ د ولس به تل زوال په برخه وي.  د مډال او زوال په دغه څغاسته کې د مساجدو امامان، د حجرو ملکان، د کلیو خانان، د مدني ټولنو مشران، ځوانان، د ښوونځیو مدیران او معلمان، پوهان، لیکوالان او ژورنالسټان مهم نقش لوبولای شي.
زه په پوره ډاډ ویلای شم چې زموږ د ملت د عروج او زوال کیلې زموږ په خپل لاس کې ده او دا کیلې ستا او ستا د کورنۍ رایه ده. اما داسې امکان نلري چې بل په خپله کیلې خپله دروازه خلاصوي او  تا خپله کیلې په سلهاوو پوښونو کې پوښلې ده او په تبرګې قلف خلاصوي، بیا ته سلامت او هغه بل ملامت ده.  که دا کیلې همداسې وساتي او په خپل وخت کې یې ونه کاروي، بیا به وروسته دومره زنګ وهلې وي چې کیلې به لري، اما کارولای به یې نه شي او همدا به ستا زوال وي، ځکه په خپل کور کې به پردی یي!
راځي سر له نن څخه زموږ او ستاسو ولسي کمپاین او د انټرنیټ کمپاین همدا وی چې راځي: ((بریالي ولس ته د سرو زرو مډال ورکړو، او دا مډال به د راتلوونکې سالم قیادت، زعامت او استازو په بڼه وي)).
یوه هېله: که زما دا لېکنه ستا د ارزوګانو څرګندویه وي، نو لطفا یې له نورو سره  پرته له دې چې له کومې ویبپاڼي سره رقابت وکړي، په ټولو هغو وسایلو چې په واک کې یې لري شريکه کړه!