
تاوتریخوالی له کورنیو پیلېږي او په ټولنه کې پالل کېږي، نو اساسي چاره یې په کورنیو کې پکار ده. اساسي چاره یې هغه مهال کېدلی شي، چې په لاملونو یې دقیق فکر وشي، خو د تاوتریخوالي تشخیص او چاره ځکه اسانه ده چې لاملونه یې ډېر څرګند دي. د بېلګې په توګه بې سوادي، بې وزلي، د پوهې د کچې ټیټوالی، د زیاتو اولادونو لرل، ماشومانو ته ارزښت نه ورکول، د ماشوم روزنې په برخه کې بې پروایي او دېته ورته ګڼ نور لاملونه د کورنیو د تاوتریخوالي اساسي لاملونه دي، نو که چېرې د دغو لاملونو ځېلې او رېښې وچې شي، نو تاوتریخوالی به هم ورسره ورک شي، خو که یې د لاملونو د له منځه وړلو چاره ونشي، نو ټولنه به مو همداسې له تاوتریخوالي څخه کړېږي. سره له دې چې په تېرو پنځلسو کالو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره پرېمانه مالي مرستې وکړې، چې د دغو نړیوالو مرستو ډېره برخه د بې سوادي له منځه وړلو، د پوهې او معلوماتو د کچې زیاتوالي او د زده کړو ترویج ته ځانګړې شوې وه، خو درېغه چې د فاسد نظام او مفسدو چارواکو له لاسه یادې مرستې پرځای ونه لګېدلې او په دې برخه کې افغانستان ګڼ هغه چانسونه او فرصتونه له لاسه ورکړل، چې په پېړیو پېړیو یې د بیا برابرېدلو هیله نشي کېدلی. خو د دې باوجود یوازې په بهرنیو مرستو تکیه کافي او د ټولو ستونزو حل لاره نه ده، د دې لپاره باید په خپله کورنۍ، مشران، د جوماتونو ملا امامان، مسوولین او په لویه کې حکومت لاس پکار شي. که چېرې میندې او پلرونه د خپلو اولادونو سالمې روزنې ته پام وکړي. همدارنګه لویان له خپلو ماشومانو سره نرم او سوله ییز چلند وکړي. د ماشومانو خوښه وپالي، هغوی ته ارزښت ورکړي، غوښتنې یې واوري، اړتیاوې یې درک کړي، سالمه روزنه ورکړي او همدارنګه د جوماتونو ملا امامان میندې، پلرونه او د کورنۍ نور غړي د ماشومانو له حقونو خبر کړي اود اسلامي لارښوونو په رڼا کې یې له ماشومانو سره په نرمۍ چلند کولو ته وهڅوي، نو که له کورنیو څخه د ماشوم پر وړاندې تاوتریخوالی بېخي ورک نشي، نو باور دی چې پام وړ بدلون او کموالی به په کې راشي. همدارنګه کله چې د میندو، پلرونو او د کورنیو د نورو لویانو د معلوماتو او پوهې کچه لوړه شي. دوی له ماشومانو سره د نرم او سوله ییز چلند او سالمې روزنې په اړخونو او ښېګڼو پوه شي، نو دوی به د خپلو اولادونو سالمې روزنې ته پاملرنه ډېره کړي. د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دویم ځای ښوونځي دي او ښوونځیو ته ځکه پام پکار دی، چې ماشوم په شپږ یا اوه کلنۍ کې ښوونځیو ته ځي. په ښوونځیو کې اکثر ښوونکي له ماشومانو سره توند چلند کوي. د شوخي، د درسونو د نه زده کړې، غیر حاضري، ناوخته ورتګ او نورو مواردو پرمهال زده کوونکي رټي، سپکوي او وهي یې. دلیل یې دادی چې ښوونکي هم د همدې ټولنې زېږنده دي او په کوچنیوالي کې له دوی سره همداسې توند چلند شوی دی، ځکه نو د نورو پر وړاندې توند چلند ورته بېخي عادي او حتی خپل سالم حق اېسي. په ښوونځیو کې د تاوتریخوالي دویم لامل د ښوونځي د خونو او یا د ښوونکو کموالی دی، ځکه چې د اکثره ښوونځیو ادارې د ټولو زده کوونکو لپاره کافي خونې او یا ښوونکي نه لري، نو له همدې امله په اکثرو ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر له سلو څخه زیات دی. د دغومره ګڼو ټولګیو د زده کوونکو اداره کول د ښوونکو لپاره سخت وي، نه یوازې اداره کول یې سخت دي، بلکې زده کوونکي هم په دغومره ګڼ شمېره ټولګیو کې ښه او باکیفیته زده کړه نشي کولی. په ښوونځیو کې د زده کوونکو پر وړاندې د ښوونکو د توند چلند دریم لامل د زده کوونکو د اداره کولو او روزلو د ډېرو پخوانیو لارو پالل دي، ځکه چې افغان ښوونکي لا هم د زده کوونکو د اداره کولو او ښې روزنې لپاره یوازې لښته، تهدید، قهر او جزا ورکول کافي بولي او همدغه وسیله یې تل د زده کوونکو د اداره کولو لپاره کارولې ده. اکثر ښوونکي د شاګردپاله ، فعاله او باکیفیته زده کړو او د زده کوونکو د روزلواو اداره کولو له نویو لارو څخه بې خبره دي، لکه هغوی دا نه دي تجربه کړي چې د ټولګي شوخ زده کوونکي لومړی تشخیص کړي او بیا ځینې داسې دندې او فعالیتونه ور وسپاري، چې هم یې نور ټولګیوال له شر او شوره خوندي وي او هم له شوخیو څخه را واوړي او خپلو درسونو ته توجه وکړي. په زده کوونکو عملي فعالیتونه ، جوړه ییز او ګروپي کارونه چې عموماً د زده کوونکو د اداره کولو، روزنې او ښې زده کړې لپاره ډېر ګټور دي په ټولګیو کې نه عملي کېږي. خو که ښوونکي لومړی د خپلو ټولګیو تر ټولو شوخ زده کوونکي تشخیص کړي او بیا یې د ټولګي په داسې برخو کې کېنوي چې د ښوونکي تر سترګو لاندې وي او تل یې په اسانه وڅارلی شي، نو ښوونکي به دېته نه اړ کېږي چې د یو یا څو زده کوونکو د شور او شوخیو له امله ټولو ته جزا ورکړي او یا توند چلند ورسره وکړي. د دې تر څنګ په لویه کې حکومت او د پوهنې وزارت باید ښوونځیو او ښوونکو ته جدي دستور ورکړي او د زده کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي دودیزې لارې بندې کړي او پرځای دې یې سمې او بدیلې لارې چې هم د زده کوونکو د ښوونې لپاره ګټور وي او هم د روزنې لپاره هغه دې تطبیق او پلې کړي. سره له دې چې په اصولو کې حکومت او د پوهنې وزارت د زده کوونکو پر وړاندې توند چلند، د هغوی وهل، رټل او سزاګانې ورکول ناسم بولي، خو لا هم په ښوونځیو کې دا چاره دوام لري او لا هم ښوونکي د شوخیو، غیرحاضریو او د درسونو د نه زده کولو له امله زده کوونکي رټي، وهي او بېلابېلې جزاګانې ورکوي، چې د ښوونکو دا کار نه یوازې د زده کوونکو د سالمې روزنې لامل نه کېږي، بلکې زده کوونکي له زده کړې او ښوونځي زړه توري کېږي، د کمترۍ په احساس اخته او د عقدو ښکار کېږي، چې په لوینې بیا د خپلو دغو عقدو د اشباع لپاره له نورو سره همداسې له تاوتریخوالي ډک چلند کوي. بله دا چې دغه وړ زده کوونکي له ښوونځیو څخه ځانونه پټوي، سهار یا غرمه له کوره د ښوونځي په نوم او پلمه راوځي، خو د ښوونځي ټاکلی وخت په کوڅه ، بازار او نورو ځایونو کې تېروي، چې هم یې روزنه خرابېږي او هم په دروغو روږدی کېږي، ځکه چې ښوونځي ته د ښوونکي له ډاره نه ځي او د کورنۍ غړو او لویانو ته هم له ډاره دروغ وایي چې ښوونځی ته تللی دی. بالاخره ښوونځی او زده کړ ې په نیمه کې ترې پاتې کېږي، ژوند یې بدمرغه کېږي، چې ممکن دغه بدمرغي یې یو وخت په ټولنه او نورو خلکو هم بد اغېز ولري او د ده د ناسمو کړنو له امله متضرر شي. خو که د پوهنې وزارت مسوولین د ښوونځیو ادارو ته په لومړي ګام کې جدي دستور ورکړي او ښوونکي د زده کوونکو له وهلو، رټلو او هغوی ته د جزا ورکولو څخه منع کړي او تر څنګ یې په ټینګار دا هم ورته ووایي چې که په هر ښوونځي کې ولیدل شول، چې د شوخیو، درسونو د نه زده کړې او غیرحاضریو پرمهال زده کوونکي رټل کېږي، وهل کېږي او بېلابېلې جزاګانې ورکول کېږي، نو هغه مهال به د ښوونځي اداره او ښوونکی دواړه ملامت وګڼل شي او هغه مهال به بیا دوی د خپلې ملامتیا سزا ګالي او دا سزا هم ممکن کسر معاش، نغدي جریمه او یا بل هر هغه څه چې د پوهنې وزارت یې مناسب بولي ورته وټاکل شي، نو که حکومت او مسوولین په ښوونځیو کې د زده کوونکو پر وړاندې د ښوونځیو د ادارو او د ښوونکو توند چلند جدي او دایمي وڅاري، نو باور دی چې په اسانه به یې مخه ونیول شي. خو که په کورنیو او ښوونځیو کې د ماشومانو او زده کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه ونشي او د ماشومانو پر وړاندې له توندۍ ډک چلند په نرم او مهربان چلند بدل نشي، نو ټولنه به مو تل د اوس په څېر په بېلابېلو بڼو او په هره برخه کې د تاوتریخوالي ښکار وي او د دغو بې پامیو او بې پرواییو له لاسه به مو د اوس په څېر تل ټولنه زیان ويني. لنډه دا چې د تاوتریخوالي چاره اسانه او د کورنیو، ملا امامانو، ښوونکو ، لویانو او مسوولینو په لږ پاملرنه کېدلی شي. که چېرې دا هر یو په خپله ساحه کې د ماشومانو او زده کوونکو کړو وړو ته پام وکړي او د تېروتنو او ناسمو کړنو پرمهال د هغوی د رټلو، وهلو او سپکولو پرځای هغوی په نرمه او خوږه لهجه متوجه کړي، وې هڅوي، خپلې تېروتنې ته یې ور پام کړي، د خپل ناسم کار په پایلو او اغېزو یې پوه کړي، نو باور دی چې ماشومان او زده کوونکي به بیا هغه تېروتنه تکرار نه کړي. کله چې ماشومان او زده کوونکي سالم وروزل شي، نو بیا به مو ټولنه د تاوتریخوالي له ټولو بدمرغیو او پېښو څخه د تل په څېر خوندي وي.هغه مهال به نه شخړې او ګیلې وي، نه به چاودنې او وژنې وي او نه به هم ورانی او دربدري وي، بیا به نو له خوښیو او خواخوږۍ ډک انساني ژوند وي او هغه مهال به بیا ټول د ژوند په اصلي خوند او مانا پوه شي، نو له همدې امله د تاوتریخوالي چاره مهمه او اړینه ده.