
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ په سختو شرایطو (باد، باران، لمر، واوره، ګرمي او یخني)کې د هېواد په ښارونو، لویو لارو، کلیو، دښتو، غرونو او سرحدونو کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو خلکو د دفاع په موخه ویښ او بیدار وي او د ” خدای، وطن، دنده“ د سپېڅلو شعارونو په پاللو او پر ځای کولو بوخت دي. ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه سره له دې چې د امکاناتو او تجهزیاتو له پلوه ګڼې اړتیاوې او نیمګړتیاوې لري، ځکه له یوې خوا له بې رحمه دښمن سره په جګړه اخته دي او له بل پلوه یې امکانات محدود دي، خو د دې باوجود هم دوی په لوړ مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي او برحقه مبارزه کوي، ځکه چې د دوی انګېزه ملي او د دوی مبارزه سپېڅلې ده. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو وړتیاو له برکته په سیمه کې د پیاوړو امنیتي او دفاعي ځواکونو په توګه وځلېدل، ځکه چې دوی ډېرې سختې ورځې او شپې شاته پرېښودلې او په پوره بریالیتوب یې د نا امنۍ ټولې پېښې اداره کړې، ځکه د دښمن د ګڼو بریدونو او وحشتناکو چاودنو پر وړاندې د سپر په څېر ودرېدل، نه یوازې چې دښمن ته یې غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړل، بلکې هغوی یې ووژل او نور انسانان یې د هغوی له شر او ترهګریزو فعالیتونو څخه خوندي کړل. د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو، مبارزو او سرښندنو له برکته افغانستان له خپل ډېر سخت حساس او ازمایښتي پړاو څخه په بریاليتوب راووت، ځکه د ۲۰۱۴ م کال په را رسېدو او له افغانستان څخه د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته له ټولو سره د افغانستان د بقا پوښتنه او اندېښنه وه او اکثرو به له ښه یا له بده نېته دا تبصرې کولې، چې نظام به وشړېږي او افغانستان به د سیمې د هېوادونو د سیالۍ په ډګر بدل شي او یا به یې هم خدای مه کړه دوی په خپلو کې سره ووېشي، ځکه دوی د خپلو اتلو او مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه، وړتیا، زړورتیا او اتلواله یا بې باوره وو او یا یې په لوی لاس دوی کمزوري معرفي کول. مګر تېر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دښمن د بریدونو، چاودنو او ترهګریزو فعالیتونو پرمهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپله وړتیا او زړورتیا نه یوازې خپلو هېوادوالو بلکې نړۍ ته ثابته کړه، ځکه چې دوی په هر ځای او سیمه کې پر وخت د دښمن د دفعه کولو او ځپلو په موخه ځانونه ورسول او هر چېرې چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې هم رسېدلي دي، نو په لږ وخت کې یې سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې، د دښمن نوغی یې اېستلی دی او عامو خلکو ته د تلفاتو د اوښتلو مخنیوی یې کړی دی. همدارنګه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېر کال کې د عملیاتو نوښت په خپل لاس کې واخیست، ځکه چې د هېواد په اکثرو سیمو کې دوی له دفاعي حالت څخه جنګي او تعرضي حالت ته لاړل. په اکثرو سیمو کې یې د دښمن د اوسېدو او تګ راتګ لارې په نښه کړې، هلته یې د دښمن پر ضد غلچکي او تصفیوي عملیات ترسره کړل او په دغو بریالیو بریدونو او عملیاتو کې یې د دښمن ډېر شوم پلانونه تر عملي کېدو دمخه شنډ کړل او د هغوی ګڼ جنګیالي یې له منځه یووړل. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې ملي انګېزې چې د هېواد او هېوادوالو دفاع ده او همدارنګه د خپلو سپېڅلو شعارونو ”خدای، وطن، دنده“ له مخې د دښمن پر وړاندې خپله مبارزه کوي، ځکه د دوی لاره حقه لاره ده او د دوی مبارزه برحقه مبارزه ده، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو مبارزو او اتلولیو د لا ښه ترسره کولو لپاره د افغانستان د ملت پراخ ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه څومره چې دغه ملاتړ پراخ وي، نو همغومره دوی په قوي مورال او روحیه د دښمن پر وړاندې جنګېږي. د افغانستان بېلابېلو اقشارو (قومي مشران، علما، متنفذین، مېرمنې، ځوانان، سیاستوال، پانګوال، کسبګر او مدني فعال) ته ښایي، چې په یو غږ د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د دوی قوي ملاتړ اعلان کړي، له دوی سره نږدې اړیکې وپالي، وخت پر وخت یې له حال او ستونزو څخه ځانونه خبر کړو، ځکه د هېواد د همدغو اتلو او رښتینو بچیانو له برکته موږ په ډاډ عادي ژوند کوو، خپلې ژوند چارې پرمخ بیایوو، خپل ځان او اولادونه خوندي ګڼو او هره شپه په ارامه ویدېږو، ځکه موږ په همدې ډاډه یووچې د هېواد په لوېشت لوېشت کې د هېواد رښتیني اتلان هره شیبه زموږ د امنیت او خوندیتوب په موخه ویښ او بیداره دي. د حکومت د مشرتابه د هلو ځلو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښښندنو له برکته د نړۍ ګڼو هېوادونو له افغانستان سره خپلې اقتصادي او نظامي ژمنې تازه کړې او افغان حکومت ته یې ډاډ ورکړ، چې نړۍ به تل د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا، تجهیز او روزنې په موخه همکاري وکړي، ځکه دوی د داعش او ترهګري له تهدید څخه په وېره کې دي او د دغو نړیوالو تهدیدونو او خطرونو د دفعه کولو او له منځه وړلو لپاره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه مهمه بولي، ځکه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګري پر وړاندې د جګړې او مبارزې عملي او بریالۍ تجربه لري، نو که چېرې د نړۍ هېوادونه په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې بشپړې کړي، نو باور دی چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ترهګري او داعش تهدید ډېر ژر له سیمې څخه ورک کړي. نو موږ ټولو ته ښایي چې خپل ملي اتلان یانې امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایو، دوی ته د مبارزې پیاوړې روحیه ورکړو، پر دوی وویاړو، د دوی د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړو، د دوی مېړانه او مبارزه یاده کړو او دوی ته دا ډاډ ورکړو، چې د افغانستان ولس هره شیبه د دوی تر څنګ ولاړ دی او د دوی د هرې اړتیا او ستونزې پرمهال به هېوادوال دوی ته د مرستې لاس ورکړي.