د کار او کورنۍ ترمنځ توازن/ دویمه برخه

 
دویمه برخه او وروستۍ برخه
درېیم: ځان ته کرښې وټاکئ
دا یو نو ټول په تاسې پورې اړه لري. سره له دې چې پورته مې د بوختیا او پر خپل کاروبار د تمرکز پر مهال د ماشومانو د با کیفیت خیال ساتلو په اړه ځینې مشورې درلودې؛ خو دلته د ځینو سرو کرښو یادونه کوو چې تاسې نه شی ترې تېرېدلی. د روخصتیو، د ښوونځي د کنسرټونو او د سترو لوبو په څېر ځینې کارونه دي چې باید مېس یې نه کړی. له دې سرو کرښو تېرېدل نه ستاسې او نه هم ستاسې د کورنۍ په ګټه دي.
ځینې وخت تاسې باید کورنۍ ته لومړیتوب ورکړی او له ټول سخت کار او پلان جوړولو سره سره کار باید تاسې ته وخت درکړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې تاسې ورته جدي اړتیا لری.
تاسې نه شی کولی ټول عمر پر کورنۍ د یوازیني هغه انتخاب په توګه حساب وکړی چې تل له تاسې سره سازش کوي.
څلورم: دمه وکړئ
د کورنۍ او کاروبار ترمنځ توازن ساتل ښايي د ډېرو لپاره یوه ستره ننګونه وي. تاسې ښايي ځینې وخت خپل ژوند له ملګرو یا هغه ایډیال ژوند سره پرتله کړی چې یو شمېر وېبلاک لیکوونکي یې خلکو ته ښيي او فکر وکړی چې ټولو ته مو شا کړې ده.
د دغه کار نه کول ستونزمن دي او حتما بد کار هم نه دی. دا ښايي تاسې ته ګناه ښکاره شي؛ خو د خپل ژوند په اړه په نقادانه بڼه فکر کول بد کار نه دی.
په متواتر ډول دا ارزول چې تاسې چېرې یاست او له هغو سټندرډونو څومره فاصله لری چې په خپله مو ځان ته ټاکلي ښه خبره ده. له همدې کبله یوازې دې ته اړتیا لری چې پوه شی څه وخت دمه وکړئ او ځان ته استراحت ورکړئ.
دا په یاد ولرئ که تاسې پر ځان تر اندازې ډېره نیوکه کوی، له فلج کېدو او سټرس سره مخ کېدای شی، نو له همدې کبله ځان ته په خپله ماتې مه ورکوئ.
پنځم: کاروبار مو کورنۍ چاره کړئ
د کاروبار طبعیت ته په کتو مو هڅه وکړئ چې هغه کورنۍ چاره کړئ. ستاسې د کورنۍ د غړو عمر ته په کتو هغوی په کاروبار کې ښکېلولی شئ. دغه کار یوازې د دې لپاره چې تاسې له یو بل سره وخت تېر کړی مهم نه دی؛ بلکې ستاسې ماشومانو ته د کاروبار داسې مهارتونه ورښيي چې په راتلونکي کې دوی هم بریالي کاروباریان شي.
سرچينه: هميانۍ