د کار او کورنۍ ترمنځ توازن


د نیلي اکالپ لیکنه
لومړۍ برخه
د څلورو اولادونو د مور په توګه زه خپله د کورنۍ او نوي پیل کړي کاروبار ترمنځ د توازن ساتلو په برخه کې له ننګونو سره مخ وم. نوی کاروبار په جدیت کار غواړي. له جدي پام پرته هغه په خورا چټکۍ د ماتې پر لور تللی شي. کورنۍ هم همداسې درواخلئ. ښه نو داسې هم شونې ده چې تاسې د خپل نوي کاروبار او کورنۍ ترمنځ توازن وساتلی شی؟ کاملا دغه کار ممکن دی.
په حقیقت کې داسې مهارتونه شته چې کاروباریان او والدین یې زده کولی شي.
د لاندې پنځو مهارتونو پر مټ تاسې د نوي کاروبار او کورنۍ ترمنځ توازن ساتلی شی:
لومړی: د ماشومانو وضعیت ته په کتو مو وخت تنظیم کړئ
تر ټولو وړاندې باید دا ومنئ چې په یوه وخت کې په خپله ماشومان او کاروبار نه شی چلولی. پر یوه وخت د څو کارونو ترسره کول په حقیقت کې داسې تګلاره ده چې تاسې په لوی لاس تر یوه فشار اچوونکي وضعیت وروسته ځان له بل سره مخ کوی. په دغه حالت کې به ستاسې ماشومان رنځېږي، کاروبار به مو له ستونزو سره مخ او تاسې به هم رنځور وی.
له دغه وضعیت څخه د راوتلو لار دا ده چې ستاسې کورنۍ له تاسې سره مرسته وکړي. د ژوند ملګری مو هغه مهال چې تاسې پر خپله سوداګرۍ او کاروبار تمرکز کوی، باید ټولې هغه دندې چې ستاسې مسئولیت و، د بېلونو له پرې کولو د ډوډۍ تر پخولو پر غاړه واخلي.
دا هم مهمه ده چې خپل اولادونه په دې پوه کړی چې دا یو ټیمي کار دی او دوی هر یو باید د خپل سن مطابق ونډه په کې واخلي.
دویم: له اولادونو سره مو ښه وخت تېر کړی
دا مهمه نه ده چې تاسې څومره له خپلو اولادونو سره پاتې کېږئ، څه شی چې مهم دي د وخت کیفیت دی.
څو ځله به مو دا خبره اورېدلې وي؟ ایا دا خبره ریښتیا ده؟ مطالعاتو ښوودلې چې دا ریښتیا ده او سخته هم نه ده چې هغه حس کړی.
یوازې په کور کې پاتې کېدل په هېڅ صورت د دې معنا نه لري چې والدینو خپل وخت له اولادونو سره تېر کړی. محض حضور هم له اولادونو سره په فعالیت کې د برخې اخیستو ځای نه شي نیولی.
یو له هغو دلایلو چې له مخې یې تاسې سوداګرۍ ته مخه کړې ښايي ډېر انعطاف وي. تاسې به بلاخره هغې ته ورسېږی؛ خو اړتیا نه شته چې د کاروبار په لومړیو ورځو کې دې دغه کار وکړئ. له همدې کبله په کاري چاپيریال کې د ډېر وخت پاتې کېدو له کبله پر ځان مه غوسه کېږئ. د دې پر ځای دا ومنئ چې ستاسې بوخت کاري مهالوېش ستاسې د ژوند برخه ده او ډېر تمرکز مو پر هغه وخت وکړئ چې له اولادونو سره یې تېروی. دا ښايي ګډه مطالعه، یو ځای د ډوډۍ خوړل، لوبې او یا هم پر یوه پروژه کار وي.
نور بیا...
 
سرچينه: هميانۍ