هغوی چې سوله نه غواړي

    سولـــــــه کې یوو ښاد، پایو به ازاد ستر زموږ مراد خدای، ولس، هېواد   سوله الهي نعمت او د ژوند او انسانیت دویم نوم دی. له سولې پرته ژوند ناشونی دی او له سولې مه واره انسانیت بې مانا دی. د سولې دښمنان د خدای د نعمتونو ناشکران ، د انسانیت او قانونیت تر ټولو ستر دښمنان دي. دا سمه ده چې طالب، ترهګر، جنګسالار، مافیا، غاصب او د پردیو لاسپوڅی د سولې اصلي دښمنان دي، خو له حکومت څخه دباندې، د حکومت په داخل او ان د سولې په شورا کې  هم ډېر داسې څرګند او ناڅرګند افراد، ډلې او ټپلې شته چې سوله نه غواړي. خو دا په دې مانا نه ده چې  هغوی د سولې له اړتیا او ارزښته بې خبره دي. هغوی هم د سولې اړتیا احساسوي او هم یې په ښېګڼو او ګټو پوهېږي، خو دوی هم د یتیمانو په څېر  په ورانو شیدو کې  خپل خیر لټوي او له وېشه په تالا خوښ دي.  دوی په خپله له سولې نه وېرېږي، بلکې دوی له دې وېرېږي، چې که سوله راشي، نو موقفونه، مقامونه او ګټې به یې له لاسه ووځي. دوی په خوله سوله سوله نارې وهي، خو عملاً په ښکاره او پټه د ناامني او تاوتریخوالي د هڅولو او د سولې د بهیر پر وړاندې د ستونزو او خنډونو د ایجادولو هڅه کوي. ځکه دغو افرادو، ډلو او ټپلو د جګړو په لسیزو کې د ناامنیو، وژنو، غلا، لوټ، اختلاس، قاچاق، انسان تښتونې، باج اخیستلو، غصب او نورو نامشروع لارو څخه  پرېمانه جایدادونه او شتمنۍ پیدا کړې دي. دوی پوهېږي چې سوله راشي، نو قانون به واکمن، شفافیت به ترویج او عدالت به تامین شي. دغه مهال به نو حتماُ له دوی څخه د دوی د جایدادونو او شتمنیو په هکله پوښتنې ګرویږنې کېږي او په پایله کې به دوی ملامت، غله، لوټمار، غصبونکي وپېژندل شي، جایدادونه به یې ضبط، شمتنۍ به یې کنګل او دوی به په خپله زندانیان او محاکمه شي، ځکه دوی ته خپل اعمال ورمعلومېږي او خپل سیوري په اوبو کې ویني. دوی له ودانې څخه په ورانه خوشاله دي او پخه یې په زړه خوړلې او منلې، چې که سوله راشي، وطن په کرار ، ژوند او حالات عادي وي، نو بیا به یې څوک د خیرک ادې هم ونه بولي او اوسنۍ ارګا بارګا به یې یو په یو له لاسه ووځي. دغه وړ کسان په حقیقت کې تمثیل کوي، یانې په ظاهره، خبرو او ویناو کې ځانونه د سولې اصلي ناجیان، د ولس رښتیني خواخوږي او د دین واقعي پتنګان معرفي کوي، خو په عمل کې دوی د دې خاورې ، خلکو او ټولنې تر ټولولوی دښمنان دي، ځکه چې دوی تل د خلکو د تېرېستلو هڅه  او د دوی له باورونو څخه ناوړه ګټه کوي. حکومت ته پکار دی، چې تر ټولو لومړی د همدوی چاره وکړي، ځکه چې دا د لستوڼي ماران تل د ناورینونو او تراژیدیو د رامنځته کولولامل کېدلی شي. دا د افغانستان هغه سخت زړي او سرسخته دښمنان دي، چې نه یې په خپلو خلکو رحم کېږي او نه یې هم په خپل هېواد زړه درد کوي. هغوی چې سوله نه غواړي، همدوی په حقیقت کې د افغانستان لوی دښمنان دي، ځکه دوی نه یوازې د هېواد د امنیت لپاره لوی ګواښ بلل کېږي، بلکې همدغه افراد، اشخاص، ډلې او ټپلې په حقیقت کې د پردیو او بهرنیو ترهګریزو ډلو او د افغان دښمنه هېوادونو افزار او وسیلې دي، چې تل یې په افغانستان کې د خپلو ناولیو او ناوړه موخو د ترسره کولو په موخه په ډېره اسانه کاروي. که چېرې افغان حکومت د شفافیت او حساب ورکولو د اصلونو تطبیق ته پام وکړي، نو دغه افغان دښمنه څرګندې او ناڅرګندې څېرې ډېرې په اسانه تشخیص کېدلی شي. حکومت دې د دوی اړیکې او عایداتي سرچینې وڅاري او ډېر په اسانه به د سولې او د افغانستان د دښمنانو اصلي او بدمرغې څېرې وپېژني. که حکومت د دغو افرادو او ډلو په مهارولو لاس پورې کړي، نو باور دی چې افغان ولس به له اوسنیو ورپېښو ستونزو او بدمرغیو څخه ډېر ژر خوندي شي. لنډه دا هغوی چې سوله نه غواړي، هغوی ته ژوند بې مانا دی، هغوی انسانیت او عاطفه نه پېژني، هغوی سخت زړي او بې رحمه دي. هغوې د خپل ولس او هېواد دښمنان دي، نو د افغان، افغانستان، انسانیت او سولې د دغو دښمنانو چاره پکار ده او دا چاره چې څومره ژر وشي، نو همغومره به مو ژر د بدمرغۍ او بدبختۍ مخه نیولې وي.