
په پخوا زمانو کې به، چې کوم کس غوښتل د یوه کارمند په توګه په کومه اداره کې وګمارل شي او خپلو هېواد والو ته د خدمت جوګه شي، نود دې له پاره به یې خورا لوی او غټ کتاب لټا وه، څو په کې یو څه زده کړي او په ازموینه کې لاس بری وي. هغې ادارې به هم له خپلو اصولو سره سم د بست له پاره چې مخکې له مخکې به د اړوندې ادارې په پلان کې د هغه له کارې لایحي سره سم موجود و، اعلان ته وسپاره، یو لوی شمیر غوښتنلیکونه به ورته ور ورسیدل او ادارې به هڅه کوله چې مدبر، باشخصیته، پوه او مجرب کسان پیدا کړي، څو د خپلو اصولو له مخې ترې ازموینه واخلي. تر سختو شرایطو وروسته به ازموینه واخستل شوه، درې یا تر درې زیات کسان به د مخامخ مرکې له پاره په ګوته شول او بیا به مخامخ مرکه د ادارې له ټولو اصولو او قوانینو سره برابره تر سره او یو وړ شخص به په دنده وګمال شو. ټول هغه بیچاره ګان چې د لومړنۍ ازموینې له پاره به شارت لیست شوی وو، هر بیګا به یې لوی لوی کتابونه، معلومات، انترنت او ... کتل ترڅو پوښتنې په ښه توګه حل کړي او مخامخ مرکي ته شارت لیست شي. هره یوه به دا چورت واهه چې که دا پوښتنه رانه وکړي څه ځواب به ورکوم او که دا رانه وکړي څه؟ بالاخره به د کاندید یوڅه زده هم شول او یو څه پوښتنې به یې حل هم کړې، خو بخت به د هغه چا ویښ و، چې تر ټولو یې ډیرې، ښې او دقیقې پوښتنې حل کړې وې.
دا مهال د کارمند ګمارنې په پروسه کې لومړی په پلان کې هیڅ بست موجود نه وي او که وي هم، نو په فرمایشي ډول اعلانیږي، په فرماشي ډول سره اسناد جمع کیږي، په فرمایشي توګه د ازموینې کمیټه جوړیږي او کمیټه هم د خدای (ج) هیله پریږدي او د بنده کوتک تر کوت، بس فرمایشي پوښتنې جوړې کړي او هرڅوک چې د کمېټې خوښ او په څنګ کې ښه زوروره واسطه لري، بس همغه ته پوښتنې ورکوي او کامیابیږي. په دې بل اړخ کې دا اوسني ځوانان چې بست اعلان شي او یایې کوم بست ته زړه وشي، ټوله شپه چورتونه وهي، چې کوم وکیل ووینې او کومې خوا ته منډه وکړي. بس نو چې سهار شي شین چای وڅښي، موزې په پښو کړي، کله ها وکیل ته ځه او کله دې وکیل ته، چې د وکیلانو تر وس هم تیره شي، نو بیا کله ها وزیر ته ورځه او کله دې ته، خو چې له دې ټولو تیره شي، بیا نو له زوره کار اخلي او د اړوندې ادارې رییس یا مسوول ته اخطارونه ورکوي. کله کله بیا په ټولو هغو واسطو او زورونو مقرر شي، چې غیر قانونی لاره یې ورته لکه د کانکریټ غوندې همواره شوی وي، نو بیا یو شل ورځی په خپل کور کې د دې په خاطر تیروي چې ستړیا یې رفع شي. کله چې دنده په رسمي توګه پیل کړي نو بیا یې ته د دوی کار کردګۍ ته ټینګ شه، ته به ورته وایې چې شین دی، دوی به وایې زه خو صیب تکه تور وینم.
افغان هېواد مشره، وزیرصاحبانو، معین صاحبانو، والي صاحبانو او نور هغو کسانو چې د هیواد یو نه یو ډول برخلیک مو په لاس کې دی؛ د لوی الله له پاره نور په دې کړیدلي ملت زړه سوی وکړی. هغه کس چې په واسطه مقرریږي په والله که د دې وطن په درد ولګیږي، په زخمونویې پټۍ نه شي لګولای، په هیڅ وجه هغوی د دندې او مسوولیت په کیسه کې نه دي، هغوی نه یوازې خدمت نه کوي بلکې د فساد ستر ستر لاملونه همدوی دي. درنو! تاسو حق حقدار ته سپارلی شی هیله ده حق حقدار ته وسپاری. که تاسو کار اهل کار ته وسپاری، هیڅوک ګیله نه شي کولای او بالاخره هیڅوک نه غواړي خپل خر د بل له آس سره برابرکړي. هیله ده دا وړاندیز ومنی ځکه چې اوس په مستقیم ډول ډیری وګړي د وکیلانو، وزیر صاحبانو، معین صاحبانو، ریس صاحبانو او بالاخره زورورو په واسطه په داسې ډول مقرریږي، چې بیا یاد زورور هیڅ اصول په پام کې نه نیسي او چې کله یو څوک د زور په واسطه مقرر شي نو بیا د ملت هیڅ پروا نه کوي.