
مطبوعاتي اعلامیه
لوګر، افغانستان نيټه: ۱۴/ مرغومی/۱۳۹۴
لوګر له پخوا راهیسې د ملي يووالي یو سمبول ولایت دی، دلته هر څوک او له هرې ډلې او مذهب سره تړلي ولسونه په خورا مینه او خوښۍ سره له کلونو راهیسې ژوند کوي. په لوګر کې شعیه، سني، هندو پښتون او... قومونو کلونه او پیړۍ ګډ ژوند ګړی، یو د بل په ژبو خبرې کوي. د قومونو تر منځ خیښي او دوستي د یو بل په ژبو پوهیدل یې ښې بیلګې دي. افغانان پنځه زره کاله مخکې وروڼه وو او پنځه زره کاله وروسته به هم وروڼه وي. خو متاسفانه په وروستیو کې ځینې شرخوښي، امتیاز غوښوتونکي او موسمي رټل شوي کسان او کړۍ کوښښ کوي د تعصب او کرکې دا اور اوس په ولایتونو، کلیو او بانډو کې هم بل کړي او له دې لارې امتیاز تر لاسه کړي. په لوګر کې هر قومي سمتي او ژبنی یا حزبي غږ ددې ولایت د سوکالۍ؛ نه بلکې د تباهۍ پیلامه ده.اوس یو شمېر خلک په بېلابېلو نومونو هڅه کوي، چې د دې مېړني ولس ترمنځ واټن رامنځ ته کړي يانې اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي. د همدې ډلې لکۍ دا دی له اجرائیه ریاست څخه راووته، تېره ورځ یې له اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله سره کتلي دي او په لوګر کې یې د نفاق د اور د بلولو په پار ناسته کړې او سره سلا شوي دي. زیار مدني ټولنه د یوه مدني خوځښت په توګه په ټولو لوګریانو غږ کوي، چې د دې شریرو خلکو هر ډول ناستې پاستې تحریم کړي او د ولسونو د سوکالۍ په خاطر سره لاسونه ورکړي، زیار مدنی ټولنه د مدني او فکري خوځښت په توګه د لوګر، لوی غر، لوکرانا، سګاوند، ګلنګار او عینکو تاریخي اصل ته په کتو سره د لوګر غیور، میړني او مجاهد ولس ته ډاډ ورکوي، چې هېڅوک هم نه شي کولای دا مجاهد او علم پروروه ولس سره بېل کړي یا د ځان په خاطر قوم، سمت یا ژبه وسیله وګرځوي.
پتمنو لوګریانو: د دوی موخه زموږ بېلول او ځانته اېلول دي؛ خو ان شاالله د لوګر میړنی ولس یې دې ارمان ته ځکه نه پریږدي، چې لوګر کې ولسي ورورولي پیاوړې ده او وي به. زیار مدني ټولنه ډاډه ده، لکه څنګه چې ولسونو له کلونو راهیسې خوږ او خوشحاله ژوند کړی همداسې به خپل ژوند ته لا دوام ورکړي. همدارنګه اجرائیه ریاست چې ځان د حکومت پنځوس سلنه شریک بولي که د هېواد د آبادۍ لپاره هلې ځلې نه کوي؛ نو دا شیطانتي کارونه دې هم پرېږدي، ځکه چې ولس اوس په هرڅه پوهېږي او د چا په خبرو او مکارانه کړنو نه غولېږي. هغه چې له دفتره، د ویاند او سلاکار له خولې یې د تعصب، کرکې، سمتپالنې او ژبنۍ عقدوي خبرې راوځي او هرات د ایراني تمدن او ګران افغانستان ته د خراسان نومونه ورکوي له هغوی د ملي یووالي په نوم ژبنیز انډول غوښتل په خپل قاتل د قتل قضاوت کول دي. دوی ته زموږ خبرداری دادی چې ولس نور ازمویل شوي نه ازمویي او له ولسمشره او ځایي ادارو غوښتنه کوو، چې د داسې
شریرو څیرو مخه ونیسي، ځکه دوی د لوګر په نفاق کې خپلې ګټې لټوې او د لوګر د سمون کومه اجنډا ځکه نلري چې له کابل او خپلو کورونو په لوګر کې ولس ضدې پروژې پلې کوي.
یو وار بیا د لوګر پتمن ولس مخاطب کوو: پتمنو لوګریانو د وخت حساسیت ته په کتو سره باید د شریرو او اجیرو ښکار نشئ ځکه، دوی به شرارت په لوګر کې کوي خو معاملې به پرې په مرکز کې کوي او که سخته راشي بیا نو پاسپورت په جیب کې هرې خواته تښتیدای شي خو تاوان به موږ کړی وي.
په درنښت
د زیار مدني ټولنې دارالانشا
لوګر، افغانستان