د لمر او طلوع نیوز تلویزیوني شبکې  ژورنالستیکي سرغړونې په غبرګون د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر اعلامیه

 
 
۱۰/۱۰/۱۳۹۴
ورځ پنج شنبه
رسنۍ په دیموکراتیکو نظامونوکې مهم رول او ځانکړی ارزښت لري کوم، چې نن سبا د څلورمې قوې نوم هم ورته ورکول کیږي.
د میدان وردګو ولایتي اداره د افغانستان د اساسي قانون چوکاټ کې د ټولو نافذه قوانینو منلو او تطبیق ته په بشپړه ژمنتیاخپلې چارې ترسره کوي.
ددې ولایت د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسولین د بیان ازادۍ   او مطبوعاتو ارزښت  ته په کتو ژمن دي، چې د قانون په ایجاب  رسنیو او خبریالانو سره معلوماتو ته د لاسرسي قانون سره سم معلومات شریک کړي.
زموږ هیله داده، چې رسنۍ او خبریالان دې هم خپلې ټولنې چارې  له قانون سره سمې  د ژورنالیزم سپیڅلي مسلک د اصولو  رڼا کې له هرډول تعصب، تیري، نا مسلکیتوب او بې غورۍ پرته په څرګند ډول د حقیقت په هنداره کې ترسره کړي.
د رسنیو درنو استازو!
په ډیرې خواشینې سره، چې د لمر او طلوع نیوز تلویزیوني شبکې  له لورې له قانونه په ښکاره سرغړونې او د ژورنالیزم د ټولو اصولو خلاف د میدان وردګو ولایت په اړه د جدي میاشتې په ۷ او ۸ نیټه د روانې اوونۍ د دوشنبې او سه شنبې ورځو کې د «خلکوغږ» خپرونه خپره کړي.
د لمر تلویزون  د « خلکوغږ» خپرونه کوم، چې د میدان وردګو ولایت  د پتمنو ولسونو د ستونزو په اړه يې خپره کړې له نن څخه شاوخوا یو کال مخکې ثبت  او ډیزاین شوي وه؛ خو دوی په ډیرې سپین سترګۍ اوس نشر ته وسپارله.
د لمر او طلوع نیوز تلویزیوني شبکې  په یو کال مخکې ثبت شوې خپرونه کې ویل شوي، چې درې میباشتې کیږي میدان وردګو ولایت څخه بهرني ځواکونه وتلي حال داچې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له نیټې شاوخوا پنځلس میاشتې وشوې.
خپرونه کې یوکس ادعا کوي، چې نرخ ولسوالۍ کې پاټکونه جوړشوي او له موټر چلوونکو پیسي اخیستل کیږي او تورپوري کوي، چې د ځمکو غصب کیږي حال داچې دا مسایل اوس له حقیقت څخه ډیر لیري دي.
دلمر تلویزیون په دې خپرونه کې د یوکال مخکې ستونزې بیان شوي، کوم چې ترډیره د ولایت پخوانۍ رهبرې پورې تړاو لري  حال داچې اوس د میدان وردګو ولایت امنیتي برخه کې مثبت بدلون راغلی د ولس او ولایت مقام ترمنځ فاصلي ختمې شوي ، د ځمکو غصب پرضد مبارزه شوې اوتر ډیره د فساد  لمن هم راټوله شوي ده.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات چې شاوخوا شپږ میاشتې یې په میدان وردګو کې د دندې د پیل  موده کیږي د لمر ټلویزیون دا ژورنالستیکه تیروتنه غندي او د «خلکو غږ »خپرونه کې ویل شوي خبرې د اوس وخت سره په څرګند ټکر کې بولي.
د میدان وردګو ولایت به  له قانون او ژورنالستیکو اصولو د لمر او طلوع نیوز تلویزیوني شبکې  دا سرغړونه له قانوني لارې تعقیب کوي  او پر دې ادارې غږ کوي، چې د خپلې تیرونې په اصلاح د میدان وردګو له درنو ولسونو او ولایتي ادارې بخښنه وغواړي.
 
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر