په افغانستان کې د سولې پروړاندې عمده ننګونې

 
سوله د الله تعالی یولوی نعمت دی، انسانان هم دخپلو ورځنیو چارود پرمخ بیولولپاره سولې ته اړتیا لري، ترڅو وکولای شي خپل فعالیتونه دسولې په فضا‌ء کې ترسره کړي. دا چې افغانستان دتیرو دریولسیزو راپدې خوا د جنګ اوجګړو، اقتصادي کړکیچ اوبهرنیولاس وهنوسره لاس او ګریوان دی، او په اوس وخت کې په حکومت کې شته ځینې سیاسي اوغیرې سیاسي کړۍ، چې دخپلومنافعو دخوندي کولولپاره په هیواد کې دسولې پرځای جنګ اوتشدد ته لمن وهي ترڅوله دغې لارې څخه خپلو ګټواو اهدافوته ورسیږي.
افغانان هم دبشریت یوه برخه جوړوي چې، د کلونو راهیسې دغه پدیدې ته سترګې په لار دي خو دې دوی دهیلوپه وړاندې زیاتې ستونزې پرتې دي. چې له هغې جملې څخه د حکومت په دننه کې داخلي اختلافاتو موجودیت دی، ځینې کسان نه غواړي چې، په هیواد کې سوله راشي ځکه بیا د دوی ګټې په خطر کې لویږي. کوم ارګان چې دسولې دعالي شورا په نوم سره جوړشوی دی داخپله یو بې پرې ارګان نه دی، دبهرنیو له خوا تمویل کیږي او داسې کسان پکې ګمارل شوي دي چې، هغه بې طرفه نه دي اودیوه اړخ پلویتوب کوي، په هیوادکې نا انډوله اقتصادي پرمختګ کوم نړیوال مالي کومکونه اوپیسې چې هیواد ته راغلې اوراځي دځینو محدودو کسانو جیبونوته لویږي، دوی ورځ په ورځ پیاوړي کیږي عام او بې چاره ولس ورځ تربلې له فقر او بیوزلۍ سره مخامخ کیږي، د طالبانو لخوا دهیواد اساسي قانون نه منل، په تورلیست کې د طالبانو شمولیت، د سمییزو زور واکو شتون، د کوکنارو کرکیله، په حکومت کې پراخ فساد، دبهرنیو ځواکونوشتون، بهرنی نیابتي جګړه، دامریکا او پاکستان دوه مخی سیاست، دهند اغیز په هیواد کې داهغه څه دي چې، په هیواد کې دسولې په وړاندې عمده خنډونه بلل کیږي او له ګران ولس څخه ورځ تربلې قرباني اخلي، جنګ او جګړوته یې زمینه برابره کړې ده. سوله یوه اسلامي، ملي او د سیمېزه اړتیاده که افغان حکومت غواړي چې، په هیواد کې سوله راشي نو په لومړي سرکې باید هغه کسان چې، دسولې مخالفت کوي د حکومت په دننه کې له نظام څخه باید لرې شي، په هیواد کې روانه جګړه باید له دواړو ښکیلو لوریو څخه ودروله شي، حکومت باید دامریکا او پاکستان په ځای له وسلوالو طالبانوسره مخامخ خبرې وکړي، طالبان هم باید دسولې خبروته حاضرشي اوله افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، حکومت او طالبان دټولو ډلو اندیښنې باید په پام کې ونیسي، افغان حکومت باید هیوادوالوته کاري زمینې برابرې کړي، په دواتي ادارو کې دفساد ریښه باید له بیخه ویستل شي، ملت او ټولنې ته هم پکار ده چې؛ ټول شته قومونه په یوه ټغرسره راټول شي، پخپل منځ کې شته ستونزې له منځه یوسي اودخپل هیواد دپرمختګ او آبادولولپاره خپلې مټې رابډوهي، ترڅوکولای شوپه ګران هیواد کې نیسبي سوله راولو.  
دودان افغانستان په هیله
لیکنه: عبدالصمد (حدید )