د رسنیو مسؤلین باید څه ډول کسان پخپلو رسنیو کې جذب کړي

 
دا چې افغانستان په تیرو څوارلسو کلونوکې دمطبوعاتواو رسنیو په برخه کې ډیرپرمختګ کړی دی اویوزیات شمیرتلویزیونونه، رادیوګانې اوهمدارنګه ورځپانې د هیواد په ګوټ، ګوټ کې فعالیت کوي، اوګڼ شمیرخبریالان اوکسان پکې دندې ترسره کوي. خبریال په یوه رسنۍ کې، دبیلا بیلو ژورنالستیکي ژانرونودترتیبولو، سمولواو وړاندې کولوچارې پرغاړه لري. دعاموخلکو په باورخبریال هغه کس دی چه په تلویزیون، رادیو کې ویاندویي کوي؛ اویاهم په ورځپانه او مجله کې خبر لیکي خوخبریالۍ یواځې په ویاندویی اوخبرلیکنې پورې نه ده محدوده، بلکې ویاندویي اوخبرلیکنه د خبریالۍ یوه برخه ده. داچه خبریالۍ یو ټولنیز مسلک دی نوخبریال هم دټولنې سره په مستقیم ډول اړیکه لري، اوباید په پوره جر‌ئت اوصداقت سره خپله دنده اومسؤلیت ترسره کړي نه داچېد چاتر تأثیراو اغیزلاندې راشي. څرنګه چې یوخبریال دیوه وزیر دکارځای ته تللی وو اوغوښتل یې له وزیرسره مرکه وکړي وزیر هم تازه له خوبه پاڅیدلی وو، اوسترګې پخپلو لاسونو باندې موښلې نو یوکس وزیر  ته راغلو اوورته یې وویل وزیر صیب! خبریال راغلی غواړي چې درسره مرکه وکړي نودوزیر له خولې په ناڅاپي ډول ورته هو وویل شول، ورغږ کړه چې راشي بیا وروسته وزیر هم پخپله خبره پښيمانه وو. کله چې خبریال اوکمره مین د وزیر د کارکوټې ته رادننه شول نووزیرخبریال او کمره مین ته بد، بد کتل نوخبریال هم په موضوع باندې پوه شو اوورخطا شو، اوله وزیر نه یې سمدلاسه پوښتنه وکړه او وویل! وزیرصیب په وزارت کې ولې کم کم کارونه شوي دي؟
نو وزیر چې دخبریال ورخطایي ولیده خوښ شو او وویل! هر څه له کموپیلیږي او ورو، ورو به مخ پروړاندې ځي. نوخبریال هم له ځان سره وویل چې دا خودې غیرې مسلکي پوښتنه وکړه دخبریال اصلي دنده داطلاعاتواومعلوماتو خپرول ټولنې اوخلکو ته لارښوونه، تعلیم اوزده کړه اوسالمه تفریح برابرول دي داچې خبریال هم ټول منلی پیژند نلري اود ژورنالیزم پوهانواواستادانو په بیلا بیلوبڼو تعریف کړی دی. خبریال هغه مسلکي شخص ته ویل کیږي چې، ورځني بیلابیل سیاسي، اقتصادي، فرهنګي اوټولنیز مسايل راټول اوبرابر کړي او بیایي دخپلو ډلییزو رسنیو له لارې دمخاطبانو په واک کې ورکړي. که په اوس پیرکې د افغانستان په دننه کې ځینورسنیو ته ځیرشو نوډیری داسې کسان په رسنیزډګر کې لیدل کیږي،  چې دخبریالۍ اودژورنالیزم دسپیځلي مسلک په اصولواو اخلاقوباندې ترډیره بریده نه پوهیګي، اوپه دغه ډګرکې فعالیت کوي، نودغه ډول کسان دژورنالیزم اوخبریالۍ هغه پاکه دنده نشي ترسره کولای اونه هم دچارواکو ناوړه کړنې رسوا کولای شي. دهغوی په مقابل کې جر‌‌‌ئت هم نلري، که چیرته د رسنیو مسؤلین مسلکیتوب ته پام ونکړي او همداسې پراشوټي کسان په رسنیو جذب کړي ددې پرځای چې خلک او ټولنه رهبري اواصلاح کړي، خدای مکړه خلک او ټولنه به مودبې اصلاحی طرف ته کش کړې وي، نودرسنیو مسؤلینوته پکارده چې په کارپوه، مسلکي اوله خپلومسلکي اوصولو خبروي اودکار په ساحه کې مرعات کړي، دټولنې په اخلاقواو اصولو خبر، پراخه مطالعه ولري، له روانوحالاتو خبر، کنجکاو،پلټونکی، اووخت پیژندونکی وي، دملي اوټولنیزو ګټودخوندي کولو قدرت ولري، دهیواد داساسي قانون ترڅنګ باید په نوروقوانینوهم خبروي، داړیکو ټینګولومهارت، تقوا، اوښه اخلاق ولري، دخلکودخصوصي حریم ساتنه وکړي اودخبروکولو فصاحت او بلاغت ولري، که چیرته د رسنیو مسؤلین دپورتنیو ځانګړتیاوو په درلودلوسره خبریالان پخپلو رسنیو کې جذب کړي نوپه دغه صورت که به مود ژورنالیزم اصلي موخه پلې کړې وي دځان او رسنۍ موقف اواعتبار به موهم ساتلی وي چارواکي به موخپلو دندوته متوجه کړي وي په ټولنه کې به مو رغنده اصلاح راوستلې وي اطلاعات به موپه ریښتوني ډول ترمخاطبانو  رسولي وي او ځان به موپه حقیقي ډول دڅلورمې قوې په حیث ثابت کړی وي.
لیکوال: ژورنالیست عبدالصمد (حدید)
ماخذونه:
باختري، منیژه اخلاق وحقوق در ژورنالیزم
عاطف، اسمعیل(۱۳۹۴) لیکچرنوټ
فولادي، محمد(۱۳۸۹) دخبریالۍ اخلاق ژباړن: یعقوبي یحیی
یعقوبي، یحیی(۱۳۸۹) خبریالي یا ژورنالیزم