د سولې په هکله د کرزي او غني دریځونه

 
 
اوبه، خواړه او هوا (اکسیجن) د ژوند دویم نوم او مهمې اړتیاوې دي، خو سوله تر دې ټولو مهمه ده او د سولې مهموالی تر نورو افغانانو ته ځکه زیات ورمعلومېږي، چې د څلور لسیزو جګړو، ورانیو او ناامنیو یې د ډېرو هېوادوالو د ژوند ډیوې وژلي او  د ژوند ډېرې هستۍ او شته یې  ورڅخه لوټلي دي.
قران عظیم الشان هم سوله غوره بللې او د خلکو ترمنځ هم د سولې په برخه کې د نظر اختلاف وجود نه لري، خو یوازې د سولې میکانیزمونه او په دې برخه کې د خلکو چلندونه متفاوت دي او همدغو متفاوتو چلندونو د سولې بهیر پېچلی او ټکنی کړی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې لپاره د سولې عالي شورا جوړه کړه، خو د دغې شورا جوړښت په خپله د سولې پر وړاندې یو خنډ بلل کېده، ځکه د یادې شورا له مشر (برهان الدین رباني) نیولې تر غړو پورې ټول داسې افراد او اشخاص وو، چې په یو نه یو ډول یا په کورنیو جګړو کې ښکېل وو، یا یې له زړه څخه سوله نه غوښته او یا هم نه ملت او نه هم وسله والو طالبانو پرې باور درلود.
لنډه دا چې د ولسمشر کرزي پرمهال له سولې سره انجویي برخورد وشو، په دې مانا چې یو شمېر افراد او اشخاص یې په کاري لحاظ بوخت کړل، پرېمانه امکانات یې ورکړل، خو د دې ټولو باوجود د هغوی هڅې او د کار پایلې نامحسوسې وې.
حتی لا دا هم ویل کېدل، چې د سولې د عالي شورا د مشر (برهان الدین رباني) په ګډون ځینو استازو به د دولت وسله وال مخالفین هڅول او ورته ویل به یې، جهاد وکړئ، وطن کفارو نیولی، موږ خو یرغمل یوو، څه نشو کولی، ټول امید مو تاسو ته دی او دا کار یې یوازې او یوازې د امکاناتو او امتیازاتو د مودې د غځولو په موخه کاوه.
خو ولسمشر غني د سولې د یادې شورا واکونه را محدود کړل او کوښښ کوي، چې یاده شورا بېخي منحل کړي او پر ځای یې وړ او مناسب افراد او اشخاص وګوماري.
همدارنګه جمهور رئیس کرزي طالبانو ته د وروڼو او پاکستان ته د ورور هېواد خطاب کاوه.
مګر ولسمشر غني طالبانو ته د مرورو، مخالفینو او د افغانستان د دښمنانو خطاب کوي. هغه وایي چې د دولتونو او ملتونو ګټې په عاطفه او ورورولۍ نه دي ولاړې، بلکې د ملي ګټو له مخې باید دا اړیکې تعریف شي.
حامد کرزي به ویل، د پاکستان له همکاري پرته په افغانستان کې امنیت او ثبات ناشونی دی، خو محمد اشرف غني لومړی له پاکستان او بیا له طالبانو سره سوله حتمي بولي. هغه وایي، پاکستان له تېرو څوارلسو او ان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې له افغانستان سره په یو نا اعلان شوي جنګ اخته دی، ځکه نو تر طالبانو لومړی له پاکستان سره سوله پکار ده.
د سولې پر وړاندې د کرزي او غني د دریځونو بل عمده توپیر دا دی، چې غني وایي موږ له پاکستانه دا نه غواړو، چې طالبان دې د سولې د مذاکراتو مېز ته راولي، بلکې موږ ورڅخه غواړو، چې هغوی ته دې پټن ځایونه نه ورکوي، د هغوی دفترونه دې وتړي، د ترهګرو روزنځایونه دې ویجاړ کړي او د د دوی د ټپیانو درملنه دې نه کوي.
پخوانی ولسمشر به ویل، وسله وال مخالفین دې وسله پرځمکه کېږدي، زموږ شرایط دې ومني او سوله دې وکړي، اوسنی جمهور رئیس وایي، موږ باعزته او پایداره سوله غواړو، خو سولې ته له کمزوري دریځه نه ورځو، هغوی چې سوله غواړي، غېږې مو ورته خلاصې دي، خو هغوی چې د جنګ پلویان دې په کلکه او مېړانه ورسره جنګېږو.
ولسمشر کرزي ته د سولې یوازې یوه لاره ور معلومه وه، همغه د اسلام اباد او پاکستان د همکارۍ لاره او په همدې موخه یې پاکستان ته ګڼ، خو بې ګټې سفرونه وکړل، مګر جمهور رئیس غني ته د سولې او ثبات د تامین ګڼې لارې معلومې دي، لکه ملي اجماع، سیمه ییزه اجماع او نړیواله اجماع.
له همدې امله ولسمشر غني پاکستان ته د سولې په برخه کې د خپلو شرایطو له وړاندې کولو وروسته سیمې او نړۍ ته مخه کړه، لومړی یې سیمه ییزه او بیا یې نړیواله اجماع رامنځته کړه، نوموړي د شانګهای په غونډه کې د خپلې وینا پرمهال د ګڼو هېوادونو له مشرانو وپوښتل، چې افغانستان ته ترهګر له کومه ځایه راځي؟
بیا یې په ځواب کې وویل، له روسیې، له چین، له تاجکستان، ازبکستان او خاصتاً له پاکستان څخه. د ولسمشر غني دا واضح دریځ ټولو خوښ کړ او بیا جمهور رئیس وویل، چې ترهګر او ترهګري یوازې افغانستان نه، بلکې ټولې سیمې ته تهدید دی او د دغه مشترک تهدید د مخنیوي لپاره یې د سیمې د هېوادونو په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.
همدارنګه جمهور رئیس غني د سیمې له اجماع وروسته عربي نړۍ، اروپایي هېوادونو او امریکا ته مخ واړاوه، لنډه دا چې د ولسمشر غني قاطع او منطقي دریځ نه یوازې سیمې بلکې ټولې نړۍ ومانه، په ځانګړي ډول امریکا او چین یې ملاتړ وکړ او د ولسمشر د همدغه دریځ له برکته د چین او امریکا د استازو په حضور کې د لومړي ځل لپاره پاکستان دې ته حاضر شو، چې پلازمېنې اسلام اباد ته ور څېرمه په مري ښار کې وسله وال مخالفین له افغان دولت سره خبرو ته کېنوي.
له دغې ناستې سره د هېوادوالو نهیلي یو ځل بیا په هیله مندي بدله شوه، خو د ملا عمر د مرګ اعلان د سولې پیل شوي مذاکرات بیا ټکني کړل. مګر ولسمشر غني نهیلی نشو، په خپل دریځ او شرایطو کلک ودرېده، څو ځله پاکستان د سولې په مذاکراتو کې د منځګړتوب غوښتنه وکړه او په همدې موخه یې خپل استازي کابل ته واستول، خو ولسمشر غني ورته د لومړنیو شرطونو د پرځای کولو ټینګار وکړ او له پاکستاني مقاماتو سره یې خپلې لیدنې کتنې وځنډولې، خو په وروستي ځل یې چې د پښتونخوا د ملتپالو ګوندونو استازي (افتاب شېرپاو، محمود خان اڅکزی، اسفندیار ولي خان، افراسیاب خټک، ایاز وزیر او ورسره ملګري)د جرګې په موخه راواستول، ولسمشر غني د دوی په درناوي اروپا ته د سفر پرمهال د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل او په یاده کتنه کې یې په خپل لومړني دریځ ټینګار وکړ.
لنډه دا چې د سولې د بهیر په برخه کې پروني او ننني یا د کرزي او غني دریځونه د ځمکې او اسمان هومره توپیر لري، ځکه پرون کابل  اسلام اباد ته عذر او زارۍ کولې، خو نن خبره برعکس ده، اسلام اباد ټینګار کوي، چې دوی د سولې په مذاکراتو کې منځګړتوب ته تیار دي، خو په دې شرط، چې افغان حکومت یې ومني.
نو که ولسمشر غني د سولې په برخه کې په خپل دریځ کلک ودرېږي، نو باور دی چې جنګ ځپلی افغانستان به ډېر ژر د پایداره او باعزته سولې لرونکی شي.