
پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د افغانستان د ولسمشر په توګه د یوې موقتي ادارې (۲کلو) او دوه رسمي دورو (۱۰کلو) یا نږدې یوې نیمې لسیزې په لړ کېهراړخیز شواړ او بېسرپرسته هېواد ته د ډېرو اوږدمهالو او لنډمهالو ګټو په میراث پرېښودو ترڅنګ اوسني دولت ته لنډمهالې او اوږدمهالې ناخوالې هم په مېراث پرېښودې.
په اوږد مهالو او لنډمهالو ګټو یې څوک سترګې نه شي پټولی، ټولو ته مالومې دي، د لنډ مهالو ناخوالو به یې تېر شو، د اوږد مهالو هغو به یې یوه کوچنۍ بېلګه راواخلو او په همدې به تم شو، د بېلګې په توګه؛ د ښاغلي حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې د غیر ضروري ادارو ګڼه ګوڼه رامنځته کول او یا د شته ادارو څانګې غځول، د ملت د خزانې (بیت المال) څخه په ښکاره پیسې اخېستل او د نازولي ځوی/لور ته د معاش په پلمه ورکول دي.
په جرمني کې ۲۰۰۲ کال د بُن له کنفرانسه وروسته د ښاغلي حامد کرزي راتګ افغانستان ته د ولسمشر په توګه داسې نوې ادارې رامنځته کړې او یا د شته ادارو څانګې لا پسې لويې کړې،چې دغه ډول ادارو ته زموږ په هېواد کې هېڅ ډول اړتیا نه وه،ښاغلي حامد کرزي یو ځل افغانستان د اروپايي هېوادونو، غربي هېوادونو او د نورې نړۍ هېوادونو سره برابروه، زموږ په پښتو کې مشهور متل دی وايي، لنډ يې د لوی سره برابروه، لنډ يې د بېخه وایسته، همدغه ډول ادارې په افغانستان کې د عایدواتو نه خرڅ زیات لري.
د دغو ادارو څخه کوچنی مثال یې د سولې عالي شورا رامنځته کول دی، دغې شورا نه تر اوسه سوله رامنځته کړه او نه يې کومه بله مثبته کړنه ترسره کړه، د شورا غړي او کارکوونکي يې ډبل معاشونه ترلاسه کوي، د افسوسځای خو لا دا چې ځېنې يې ان خپل د مقاومت مېراث بولي، لکه په سر کې د دې شورا په رامنځته کولو سره چې د مقامت مشر برهان الدین رباني و او د د وژل کېدو نه وروسته يې زوی ته په مېراث پاتې شوه، ښايي همدا لړۍ ورته دوام ومومي، کوم بل ځوی، خپل یا د ګوند غړي ته په مېراث پاتې شي.
دغسې ادارو کې ښايي وړ، پوه، مجرب او د کار کولو ځواکمن کسان ګمارل شوې وي او د دې تر څنګ د زیب او زېنت لپاره زړه راښکونکې ودانۍ، په ودانۍ کې ګلان، د ګلانو او چمن د ودې لپاره پچې، فرنیچر او داسې نور څېزونه په لوړ بیه رانیولي شوي وي؛ خو موږ او تاسو یې د ویاړ، پرمختګ او لاسته راوړنو لپاره یوه وړه نمونه هم نه لرو.
دغه ډول ادارو کې ټول د لوړ پوړیو چارواکیو خپل خپلوان، جهادي او ګوندي ملګري په لوړه تنخوا دندې تر سره کوي د دوی نازولي همدې ادارو کې د ګبین مچیو په څیر نښتي وي بل کس ته وار نه ورکوي، د ځان سره د جرم او خجالت احساس هم نه کوي، ځکه چې خپل مېراثي حق يې بولي.
د نازولیو اولادو د ځان د خوندې ساتلو لپاره د همدې ادراو نه لويې ډبرین دېوالونه او اغزن سیمان تاو کړي وي او په ادارو کې ټوله ورځ سیاسي ډیالوکونه او کتبي خبرې کوي، دغه کړنې يې هم د همدغو سنګرونو تر څلورو دېوالو محدودې وي او یا ټوله ورځ فېسبوک یا ګیمونو سره بوخت وي.
همدغه ډول بېشماره ریاستونو، معینتونو، ادارو، مرستیالانو، د مرستیالانو مرستیالان، سلاکاران، شوراګانو او... کې چارواکي د نه اټکلېدونکې راتلونکې لپاره د دولت د بودیجې څخه لوړ معاشونه اخلي او د خپل جهاد او مقاومت امتیاز یې ګڼې او په بدیل کې یې ملت ته د هېڅ ډول مثبت رول او لاسته راوړنې څرک نه لېدل کېږي.
نه د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت افغانستان د فاسدو هېوادونو د لومړي قطار د سره وایسته،نهد روڼوالي د څار ادارې، د ادارې فساد د مخنوي لپاره څارنه وکړه، نه د سولې عالي شورا د سولې او ټیکاو د رامنځته کولو لپاره کوټلي ګامونه واخېستل، نه اجرائیوي ریاستونو د خپلو چارو عملي کولو لپاره کوم اجرائت تر سره کړاو نه کومې بلې ادارې خپل پېټی تر خپل منزله ورسوه.
اوسني حکومت هم نږدې د یونیم کال په تېرېدو سره تر اوسه د بیت المال په زړه کې د سرطاني غدې دد لمنځه وړلو په برخه کې کوم مثبت رول نه دی لوبولی، بلکې برعکس دې پړسوب ته يې ادامه ورکړې، د بیت المال د زبېښلو یا لاشي کولو لپاره يې یو بله اداره (اجرائیه ریاست) او په دغه اداره کې د نورو ادارو په څېر دوه مرستیالان، د مرستیالانو مرستیالان، ویاندویان او د هغوی مرستیالان هم وزېږول.
د اجرائیه ریاست پوست د رامنځته کولو پرته د وزیرانو شورا او اجرائیوي کارونه نه ترسره کېدل؟ په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر د ځانګري استازي پرته ښه حکومتولي نه کېدله؟ او...
دغه ډول ادارو له ځانه سره کوم ډول رنګ رانه وړ؛ بلکې تل پاتې اړخېزاغېزو سره يې اخته او لاس او ګرېوان کړو، چې د دې رنځ درمل ستونزمن نه بلکې ناشونی دی.
بند د دې لپاره وي چې اوبه پکې ډنډ شي، که برېښنا تولید کړي او شاړې ځمکې پرې خړوبې شي؟ رڼه خبره ده چې بند د کور یا ښار د رڼا کولو، د کارخانې د چلولو، د ژوند اړتیاو د پوره کولو او د شاړو ځمکو د ابادلو لپاره وي او یا پل د دې موخې لپاره نه جوړېږي چې اوبه ترې لاندې تېرې شي، بلکه پل د دې لپاره جوړېږي چې خلک پرې تېر شي؛ خو د ښاغلي حامد کرزي اداري پنډول د پل لاندې اوبو تېرولو حیثیت لري.
ایا دغه ډول ادارې د نازولیو د ګمارلو لپاره زېږول د بیت المال تخریبول نه دي؟دغه ډول ادارو کې د لوړپوړیو اولاده په ډېر لګښت محدود یا په نشت حساب خدمات وړاندې کوي، که چېرې دغو نویو او یا پخوانیو اداري څانګو غځولو ته اړتیا نه لېدل کېږي، نو سمدلاسه یې ختمول په کار نه دي؟
ایا دغه ډول ادارې د دې لپاره جوړې شوي، چې د رئیس، وزیر، معین او...نازولیو زامن/لوڼې په کې دندې تر سره کړي، که د خوار ولس د چوپړ یا د موجوده ناخوالو د خلاصون لپاره؟
ایا دغه ډول ادارې د دې لپاره دي چې بېروزګاره په کار شي، که د وګړیو د اسانتیاو د برابرولو لپاره؟
ایا دغه ډول ادارې د پیسو د سپما لپاره دي، که د پیسو د خرڅ لپاره؟
ایا دغه ډول ادارې په لږ لګښت د اړتیا سره سم خدمات وړاندې کوي، که برعکس؟
او ایا...! (؟)