د امريکايې  «اندي ويل مرس» پيغام افغانانو ته!

 
په هيواد کې د هغو اوو تنو ښځينه او نارينه بې وزله افغانانو له مړينې خبر شوم، چې د داعش له لورې په ظلم او غدر سره وژل شوي وو، هو!! دوی هزاره ول خو دا د هزاره، پښتون، تاجک، ازبک او ... خبره نده، دا د ټول ملت خبره ده، چې په يوه خاوره کې اوسيږي او وژل کيږي، دا کار هېڅ د باور وړ نده، دا د ټولو افغانانو وژنه ده، څلويښت کاله وړاندې هيېڅوک نه پوهيدل، چې تاجک، پښتون، هزاره او ازبک څوک دي؟ دښمنان په دې هڅه او هاند کې دي، چې قومونه سره بېل او خلکو کې تفرقه راولاړه کړي، خلک بايد اوږه په اوږه شي او د دغه شوم کار او افغان وژنې ته د پای ټکې کيږدي. دا مهمه ده، چې څلويښت کاله وړاندې د افغان ( يوشو ) نه د اوس په شان ازبک، تاجک، پښتون او هزاره په نامه يو بل ووژنو.
درنو هيوادوالو! ګران هيواد افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دې کور کې امن او پرمختګ د هر افغان خوښي او خوشالي ده، که چيري په دې کور کې ماتم وي بې له شکه د هر کور او هر افغان ناکامي بلل کيږي. د تيرو دوو کلونو په موده کې د هيواد په مختلفو سيمو کې د بد امنيوو په پايله کې يا په مختلفو پيښو کې د خپل هيوادوالو د مرګ ژوبلې خبرونه له مخلتفو رسنيو وينو، چې خورا زړه بوږونکي دي. زه د يو افغان په توګه د همدې خاورې د بچي په توګه د ټولو افغانانو په غم کې ځان غمجن ګڼم او د لوي خداي له سپيڅلي دربار څخه په ټول هيواد کې د سولې او امن د حاکميت غوښتنه کوم او لاسونه لپه کوم، چې نور دې په ګران هيواد کې د وينو تويولو لړۍ ختمه د سولې او امن لپاره دې مونږ ته توفيق را په برخه کړي.