هڅه او بدلون!


سرچينه: ډیلي ميل
ډیلي ميل ورځپاڼې امریکې کې د يوې داسې مور/میرمن له کړاو او ستونز ډک ژوند کيسه راخيستې چې کله د ژوند ۷۰ کلنۍ کې ورته موقع برابره شوه نو بیرته يې تعلیم ته مخه کړه او ښوونځي ته تللې تر دې چې بیا د سوداګرۍ د ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې ځان رسولی.
دغه میرمن زیلما نوميږي کله چې ۱۷ کلنه وه نو ورته وويل شول چې ښونځی پريږدي او ځان ته دې ميړه پيدا کړي تر څو د ماشومانو څيښتنه کړي. خو زیلما په شا نه شوه او خپلې خور سره يې يو ځای کلک هوډ او زیار سره وتوانیده چې د کمپيوټري خدماتو د وړاندې کولو يوه کمپنۍ جوړه کړي، په دې سره وتوانیده چې د امریکا د هوا پيژندنې ادارې یا ناسا څخه د ریسرچ یا پلټنې په برخه کې يوه پروژه تر لاسه کړي، هغه وايي که چیرې د یو لوړ او ستر انځور د لیدو توان لرې نو ورته د رسیدو لپاره کار هم کولی شې.
 
خو د دغه بریالي توب په اوج کې ناببره بیا پرې د کړاو جوپه خوره شوه، خور يې چې د کار او بار ترسره کولو لپاره د ښي لاس حیثیت یې درلوده سخته ناروغه شوه، ډاکټر ورته وويل یوازې د ژوند دوه اونۍ پاتې دي، بلاخره مړه شوه، دې سره زیلما اړه شوه چې خپل کار په ټپه ودروي ځکه د خور له شتون پرته يې مخ ته بیول ورته شونی نه بريښيده.
خو دا د زيلما د هڅو او هاند پای نه ده، هغه وايي له ځان سره مې فکر وکړ چې ډیر نور څه شته چې تر سره يې کړم. نوموړې وايي زما لور او زوی دواړه ماسټرۍ تر کچې زدکړې لري، مونږ خپل ماشومان ښونځي ته واستول، ما ونه غوښتل چې زما ماشومان لمړی نسل وي ځکه زه لمړي نسل څخه وم چې له امله يې ستونزې او کړاو را په برخه شو تر هغه چې بیرته ښونځي ته ستنه شوم او پیل مې کړ چې دا مې ځان لپاره تر ټولو ښه ډالۍ وه. نوموړې میرمن اوس خپلې ماسټرۍ تر لاسه کولو په هڅه کې ده.
زیلما زیاتوي چې د ژوند دا کیسه يې ښايي هغو کسانو ته په ځانګړي ډول هغو ميرمنو ته الهام بښونکی وي کوم چې ځان د ژوند ستونزو او کړاونو کې ایسار ګڼي او ګومان کوي چې له تسلیمیدو پرته بله لار نشته. نوموړې زیاتوي ښايي د نړۍ په يو ګوټ کې همداسې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ غواړي ښونځي یا کالج ته لاړه شي، که زما دا کیسه د همدې يوې نجلۍ د ژوند د بدلیدو لامل شي ما لپاره يوه بريا ده، آیا بریا نه ده؟؟