
سرچينه: ټيلي ګراف
د امريکې کالیفرنیا ایالت کې میشتو يو ډله پوهانو په داسې يوې الې کار او آزموينې پيل کړي چې علم نیغ په نیغه د انسان په مغزو کې ځای په ځای کوي، پرته له دې چې څوک یو ښوونکي ته کيني یا ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي.
ساینس پوهان وايي چې دغه آله کولای شي علم د نامرئی کتابونو او چپترونو په توګه د انسان په مغزو کې ځای پر ځای کړي. چې په خبره يې په دې سره لږ وخت کې ډير څه کيدلای شي د انسان مغزو ته د ننه کړای شي او زده يې کړي.
دغو ساینس پوهانو ويلي چې د يو روزل شوي پيلوټ مغزو کې يې الکترونیکي سیګنالونه مطالعه کړي، وروسته يې د هغه بل کس له مغزو سره يې پرتله کړي چې د د یادې آلې له لارې يې نيغ په نيغه يې د پیلوټۍ اړوند زده کړې او تخنیکونه يې د هغه مغزو ته د ننه کړي و، چې په پایله کې د دوهم کس پوهه او درک تر لمړي هغه ۳۳ سلنه زیات ښودل شوی ده.
مټیو فیلیپس چې د یادو پوهانو د ډلې غړی دی وايي دغه آله په خپل ډول کې لمړنۍ ده او داسې لارې چارې شتون لري چې کیدلای شي لا پرمختګ وکړي. ډاکټر فیلیپس په دې آند دی چې دغه آله به تر ډيره وکولای شي چې د ژبو د زده کړې، د موټر چلولو او آزموینې ته د چموتو والي په څير برخو کې انسانانو سره لا ښه مرسته وکړي.