واټونه بند کړۍ او مطالعه وکړئ!

 
سرچينه: شینهوا خبري آژانس
چينايي ځوانانو مطالعې او د کتاب لوستلو ته د خپل د خلکو د هڅولو په موخه د پلازمينې بیجینګ په يو واټ کې سره راټول شول او د یونيم ساعت لپاره يې دغه واټ د خلکو د تګ راتګ په مخ وتړلو. دغه ډله ځوانان چې شمير يې ۵۳ تنو ته رسیده د یونیم ساعت پر مهال يې چې واټ تړلی وساته یوازې او يوازې پر مطالعې او د کتابونو پر لوستلو تیر کړل. دغه کمپاین ته "پریږدۍ چې مطالعه واټونه اشغال کړي" نوم ورکړل شوی دی. دغه ځوانان د یو انلاین ګروپ د چټ (تماس) له لارې يې لمړی خپله خبره يوه کړه او بیا په واټ کې سره راټول شول.
د تر سره شويو سروې ګانو له مخې د ۲۰۱۴ کال په لړ کې چینایانو په اوسط ډول ۴۵۶ عنوانه کتابونه، ۶۵۰۳ ورځپاڼې او ۶۰۷ عنوانه مجلې لوستي خو سروې زیاتوي چې ډيری چينایان بیا د خپل د مطالعې دغې کچې څخه راضي نه ښکاري او ټينګار کوي چې باید مطالعه لا زياته شي.