
هلمند:
کله چي زه په ښوونځۍ کي وم په هغه وخت کي به مي ددې هڅه کول چي د هیواد د ملاتیر باندي پوره ځان پو کړم او په دې پوسم چي دا څه ته وایې،معارف د یوه هیواد د ملاتیر بلل کیږي.
خو زموږ د هیواد د ملاتیر د ماتېدو سره مخامخ دی ځکه چي د کلونو په تېرېدو سره د معارف وضیعت ډېر په خراب حالت کي روان دی دا چي په هیواد کي امنیت خراب دی نو کېدای سي چي پرټولو کارونو باندي منفي تاثیر وکړي ددې سره تر څنګ کمزوری اقتصاد هم دخلګو پرذهنیت باندي ناوړه اغیزه کوي.
اوس اصلي خبره داده چي زموږ معارف هم د کمیت لخوا او هم د کیفیت له خوا د ځوړ سره مخ دی په ښوونځیو کي د وړو ستونزو سر بېره لويه او نه زغمل کېدونکې ستونزه هغه د ناسم تدریس دی. په معارف کي د ناسم مدیریت له امله مو د هیواد د ملاتیر خدای مکړه ماتیږي ،ځکه چي په دېریو ښوونځیو کي شاګردانو ته پوره کتابونه نسته درسونه نسته کله زده کوونکی او کله هم ښوونکی نه وي حاضر، د ښوونځیو د چاپیریال جوړښت داسي دی چي هیڅ د درس ویلو لپآره مساعد نه دی.
زده کوونکي ډیری وختونه له درسي بهیر څخه سر ټکوي د کتابونو له نه شتون څخه په تنګ راغلي دي ماته یوه ځوان خپله کیسه کول چي له دې امله مي ښوونځۍ پرېښوده چي سم درسونه نه وه، استادانوبه په بهانو کولو ځان له درسي چاپیریاله لیري ګرځوی.
اوس نو له یوي لوري د څلورنیمي میاشتنۍ ازمویني پر رارسېدو دي اوله بلي خوا زده کوونکي کتابونه نه لري ځینو زده کوونکوته ویل سوي دي چي ځانونوته کتابونه په بازار کي رانسئ.
کله چي په بازارونو کي کتابونه موجود وي نو ولي په ښوونځیوکي نسته؟ په دې پوهېږم چي د ښوونځيو کتابونه په بازارکي یې خرڅول منع دي خو بیاهم موندل کیږي داچي مدیریت او رهبري کمزوري وي نو حال به یي داوي.
داوې په ښوونځيو پوري تړلي ستونزي تر ټولو لویه او زړه خفه کوونکې ستونزه داده چي نه یوازي په ښوونځيو کي لیدل کیږي بلکي په پوهنتونو کي یې هم لیدلای سو.
ځیني کسان ځان په پیسو فارغه کوي ځینو یې په وابسطه او ځيني په کرابت، له دې سره تر څنګ هغه زده کوونکي یامحصیلین اوس ډېر لیدل کیږي چي یاخو دصنف په وروستۍ او یاهم یوازي ځان ازمویني ته رارسوي هغوی هم هیڅ د چپټرمخ نه وي لیدلی نقل کول اوس په ښوونځيوکي او هم په پوهنتونونوکي یوعرف ګرځېدلی دی، داچي ټول په دې ډول فارغ سي او هسي یې وخت تیر سي دابه د هیواد د ملاتیر قوي کړي اوکه کمزوری؟
داچي الله پاک پرنارینه اوښځینه وو باندي زده کړي فرض کړې ده نو ولي د الله ج دا فرض سم نه پرځای کوو؟ ولي په فرضو کي سستي کوو؟
راسئ چي ددې بدي پدیدې مخ ونیسو او د خپلو اولادونو د روزني لپاره د هري ممکني لاري څخه چي دا ستونزه حل کېدای سي مخه ونیسو.
په ښوونځيو باید له سیاسي او افراطي خبرو په کلکه مخنیوی وسي باید وڅارل سي چي د درس ویلو طریقه څنګه ده او پرکومو مسایلو باندي خبري کيږي.
په ټولنه کي باید د منفي ذهنیت مخنیوی وسي، نه یوازي دولت مسئول چي ددې کارونو مخه ونیسي بلکي د ټولني هر وګړی مسئولیت لري چي د هیواد د ملا دتیر لپاره ځانونه ستړي کړي.
تر څوپوري یوقوي معارف ولرو په ښه پوهه سمبال زده کوونکي ولرو نو هله به موږ دې خاروي ته کار کړی وي په معارف کي باید زورواکي،پیسه بازي او رشوت ورک سي تر څود زده کوونکو ذهن یوازي دزړه کړي پر لوري وي.
داچي بنسټ خراب سي نو روغول یې له ستوني تېرول اغزي دي په کورنیوکي د مشرانو په ښوونځیو کي د استادانو او په ټولنه کي د ځوانانو مسئولیت دی چي د نور ښه کارونو تر څنګ خپل معارف ته کار وکړي او پر زده کوونکو د څار مسئولیت اداکړي.ډېری محصیلین مي لیدلي دي چي یوازي یې اسناد تر لاسه کړی وي او یاهم د سند د ترلاسه کولو لپاره پوهنتون ته راځي.
د قوي معارف په هیله.