
یادونه: دغه ليګنه د يوه غږيز رېپوټ پر بنسټ چمتو شوې.
د امریکا ږغ اشنا راډيو ټلویزیون د امریکا د استخباراتي آدارې د فعالیتونو په اړه د ځینو ورځپاڼو یو څو خبري وړاندي کوي،چي د افغان شوروي د جګړي د اوایلو نه را په دې خوا یې کړي دي ،د واشنګتن پوسټ ورځپاڼي د یکشنبې د ورځي د ګڼي څخه یو څو ټکي را اخلو.
په دې ورځپاڼه کي پر هغه کتاب یوه تبصره لیکل سوي ده چي د همدې ورځپاڼي یو تکړه لیکوال (سټیف کول) لیکلی.
د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کي لیکلي دي چي د افغان شوروي د جګړې په وخت کي په افغانستان کي د امریکا سفارت وتړل سو.
او سي آی یې (C I A ) مجبوره سوه چي په پاکستان کي د افغانستان د چارو لپاره خپل دفتر پرانیزي خو سې آی یې وروسته ( د ګیري شوینګ) په مشرۍ د CIA د کابل دفتر پرانیست ددې لوی مامور اوله وظیفه داوه چي د افغانستان په اټکلیز ډول د 500 سوه تنو جهادي قومندانانو ته معاشونه وروسوي.
چي د CIA معاشو خواره وه جالبه دلته ده چي یوازي احمد شاه مسعود ته CIA دوه سوه زره یعني دوه لکه ډالر ورکول.خو دا خبره د پاکستان له ISI څخه پټه نه وه ځکه چي دوی هم مسعودته پیسې ورکولې.او مسعود د پاکستان د ISI څخه خورا ډېر معاش اخیسته.
د افغانستان ددغو قومندانانو وظیفه داوه چي ډاکټر نجیب الله ختمول وه.
واشنګټن پوسټ د کول د کتاب په حواله لیکي چي د پاکستان استخباراتي ادارې په پښور کي یوې غونډي ته شاوخوا ۱۰ تر دولس افغاني قومندانان وروغوښتل چي په دې غونډه کي د CIA مامورینو د ( سروبي ) د سړک نقشې ووېشلې او هدف دا و چي پر دغه سړک باندي ماینونه ځاپرځای کړي تر څو پوري د ډاکټرنجیب د کاروانونه او کتارونه تخریب کړي.
دلته افغاني قومندانان په دې پوه سول چي د CIA سي آی آې د پیسو د بوجۍ خولي ورته راخلاصي دي. ورځپاڼه لیکلي چي سړي ته دا فکر پیداکیږي چي که CIA د نجیب حکومت نه وای را پرځولای نو د متحده آیالاتو ورځ به څومره بهتره وای.
ښایې چي طالبان هیڅ وخت قدرت ته نه وای رسېدلي خو په افغانستان کي د CIA دفعالیتونو لپاره د ( ویګین او مشر بوش) بودیجه ډېره زیاته وه.
د سي آی آې او ISI په هغه اوږدې جګړې کي چي هدف يې د ډاکټر نجیب الله د حکومت را پرځول و او پرځای یې د پاکستان د یوه لاسپوڅي حکومت ټینګول وه په زرګونو افغانان ووژل سول.
کومو اجیرو کسانو چي په دې جګړې کي یې برخه واخیستل هغوی اکثره اسلامي بنیادګریان ول.
د واشګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چي CIA په پای کي د افغانستان څخه داسي هیواد جوړ کړ چي له ګډوډیو او جګړه مارانو څخه ډک وو.دا جګړه ماران په هرډول وسلو سمبال وه،په دې وسلو کي ( لسو سټینګر ) توغندۍ نیولې تر دفعې هوا پور شامل وه، په افغانستان کي خلکو دومره وسلي لرلې چي د پاکستان او هند خلکو په مجموعي ډول نه لرلې.
په دې وخت کي په لسو کلونو کي امریکا افغانستان ته دومره وسلي ورولېږلې چي بل هیڅ هیوادته یې نه وې استولي پّه دې ډول افغانستان ددې لپاره تیار سوچي طالبان راووځي.
او د هغوی وعده دا وه چي جګړه ماران به کوټي او د قانون حاکمیت به ټینګ کړي او وروسته افغانستان د اوسامه بن لادین د اوسېدو لپآره غوره ځای سو.په دې وخت کي چي په 1996 د سي آی آې هڅه وکړل چي د احمد شاه مسعود په شمول جګړه ماران بیا فعال کړي او ځیني افغانان یې د دې لپاره وګمارل چي اوسامه بن لادین یا ووژني اویایې هم ژوندی ونیسي.
خو خبره ډېره ناوخته سوې وه.