
چې د خیــــال پردې مې ساز شي تصور رنګین تصویر شي
پاچاهان یې پښو کې پریوځي او زړګی پــــــــــکې امیر شي
عالـــــــــــــــمونه په نڅا شي ګل د مشــــــــــک ترانې وايي
د اشــــــــــــــنا د سینې سر نــــــــوم د هوسیو د پـــامیر شي
رقیب بـــد شي له ترپــــــــــــــامه په نــــــــــظر د ګل اندامه
شي بیزاره یې لـــــــــه نامه ژوند یې غـم شي او شوګیر شي
چې د سرو شونډو سرونه غیـــــــــــږ په غیږ شي ګـــلابونه
ګلابونــــــه ســـــــرې لمبې شي د حیــــــــــا قتل ضمیر شي
چې لـــــــــیلا شي سپـــــوږمۍ سپینه څوارلس واړه اندامونه
په وجود کې د خوند څړیـــــــکې د اسمان د ستورو ویر شي
د وصال لنډې ساګانې شپــــــــــه کـــــړي سترګې ترېنه پټې
زمزمې واړه ویده شي شیـــــــــطانـان واړه اسیـــــــــــر شي
د مستۍ په خــــــــــانقاه کـــــــــــې تلوسې دي مــــــــریدانې
زړه ټوپونه الاهو کړي ښایسته جانـــــــــــــــــان یې پیر شي
سر زمـــا په زنګون کیږدي اننــــــــــــګیو ته یــــــــې ګورم
کاینات وي رانه تـــــــــــــــــــللي، نه راګوري شرمګیر شي
د نرګس نوم رانه هیر شي د یار ســـــــــترګې هومره ښکلي
عمر لنډ یې شي لــه غمه او له ما څخه دلــــــــــــــــګیر شي
زما اوښــکې د زړه وینې ، دي بې سیکه رنګ یې سپین دی
غزلونه ترې وریږي چې ګریوان تـــــــــــــــــه یې بهیر شي
مومند محمدي اڅړ