بې ايمانه خلک او د هراس افګنو شورا

 

که څه هم چې "هراس افګنې" شوراوې او ډلې څلوېښت کاله وړاندې وزېږېدې او له خپل بدمرغه پيدايښت راهيسې د خلکو وينې چښي، خو نن يې د ليندۍ (قوس) پر 27 د "حراست او ثبات افغانستان" په  نامه يو ځل بيا خپل شتون اعلان کړ. د دغې هراس افګنې شورا مشران او مخور عبدالرب رسول سياف، يونس قانوي، بسم الله محمدي، تورن اسماعېل او يو څو نور سړيخواره دي. موخه يې تر اوسه نه ده مالومه، خو د تل په څېر به د خلکو په ککريو د لېوانو په څېر ور يرغل کړي. د ښاغلي سياف او قانوني له خبرو ښکارېږي چې دوی بيا د وينو تږي شوي دي، خو هڅه کوي چې خپل ګواښونه په رنګينو کلمو کې ونغاړي. ښاغلی سياف وايي:
"په دې حالاتو کې موږ ته چوپ کېناستل ګناه ښکاري...د نظام د ړنګولو په لټه کې نه یو، خو د اوسني دولت اصلاحات غواړو"
د تل په څېر دغو ډلو د جهاد، اصلاحاتو او ګناه د مخنيوي نارې پيل کړې، خو د دې ملت په زړه کي به نور د ايمان يو ټکی هم نه وي چې بيا پر دوی باور وکړي. کله يې چې د اسلام او جهاد په نامه سوداګرۍ ته پام شو، د پنجاب د يو څو روپيو په وړاندې يې د داوود خان د نظام پر ضد د جهاد فتواوې ورکولې، هغه وخت يې د دې پروا نه کوله چې د دوی فتواوې د يوه اسلامي دولت پر ضد بغاوت دی، ګناه ده، د اسلامي امت د وژلو امر دی، د يوه مظلوم قوم تباهي ده، د دين سپکاوی دی، د الله ج له مؤمن مخلوق سره جګړه ده او د الله (ج) د اوامرو پر ضد مورچل نيول دي. 
يا به د دې دروغجنو مجاهدينو فتواوې دروغ وي، يا به د کې جي بي له اوپراتيفي مامورينو څخه نيولې، د خاد تر کارمنو، خلقيانو او پرچميانو پورې ټول ستر مجاهدين وي، ځکه چې همدوی ټولو په ګډه سره داوودخان او کورنۍ يې له منځه يووړه او د ده حکومت يې وپرځوه. نن چې جهادي ټيکه داران ګيله کوي چې مجاهدين له حکومته لرې کړل شوي دي، بله هېڅ مانا نه لري، بلکې د مظلوم ولس پر پرهرنو لاړې تو کول دي او بس.  
حقيقت داسې دی: 
هغه وخت چې همدې په نامه اسلامپالو د داوود خان د حکومت پر ضد د جهاد اعلان وکړ، پنجاب يې جېب ور ډکوه او د قدرت ژمنه يې ورسره وکړه. کله چې داوودخان شهيد شو، بيا همدې ټيکه دارانو د خلقيانو د حکومت پر ضد جهاد اعلان کړ، ځکه چې قدرت ته و نه رسېدل او جېبونه يې هم تش پاتې وو. کله چې د نجيب حکومت وپرځېد، بيا يې د قدرت لپاره پر يو بل هغه راکټونه و اورول چې روسانو به په افغانانو نه نه شوای ويشتلی،  په منځ کې يې مظلوم ملت تبا او برباد کړ. د يوه او بل پر ضد يې فتواوې ورکړي، په مکه مکرمه کې يې قسمونه وکړل، خو  ټول يې مات کړل. کله چې طالبانو را پورته شول او  همدې جهادي هراس افګنانو خپل قدرت او ګټې په خطر کې وليدې، نو د طالبانو پر ضد يې جهاد اعلان کړ. د کرزي د حکومت په وخت کې به يې چې کله نا کله کوم جوال لږ تش پاتې شو، بيا به يې د هغه پر ضد ګواښونه کول او فتواوې به يې يادولې. اوس چې د  غني په حکومت کې يې يو څه برخه لږ شوه، هره ورځ شوراوې جوړوي، حکومت او ولس په تباهۍ، جګړې، د وينو په ويالو، ستون پنج او  هر رنګ جرم او جنايت ډاړوي. 
ښاغلی سياف وايي چې "د سولې راوستلو لپاره دوه شیان مهم دي، یوه یې په جګړه د ښکېلو لورو معلومول، چې موږ له چا سره سوله وکړو. او دوهمه داچې هغه موضوع روښانه شي، کومه چې دواړه لوري یې پر سره جګړه کوي.... که طالب له موږ سره د اسلام پر سر جګړه کوي، نو د اسلام نوم خو طالبانو بد کړی دی او موږ تر دوی ځان ښه مسلمانان بولو."ښاغلی سياف همدارنګه وايي چې "طالبان کرایي قاتلان او په افغانستان کې اوسنۍ جګړه د دین پر سر نه ده، بلکې د یوه ازاد ملت او اجرتي قاتلانو تر منځ جګړه ده." 
په پوره ډاډ وايم چې همدا خبرې د کارمل، ډاکټر نجيب او نورو ملګرو يې دي. جهادي ټيکه دارانو يوازي بل کميس ور اغوستی دی . کله چې د نجيب حکومت نارې وهلې چې زموږ د جګړې او سولې لوری نه دی مالوم، موږ له چا سره کښېنو، په هغه وخت کې استاد سياف لکه چې د پنجاب بندي وو يا يې عقل کار نه ورکوه. کله چې ډاکتر نجيب د "بين الافغاني" ناستو او جرګو چيغې وهلي، هغه وخت همدا د جهاد ټيکه دارانو ولې ځواب نه ورکوه؟ استاد سياف او نورو ملګرو ته يې اوس دغه دليل ځکه ور پر زړه شو چې د دوی قدرت او جېب په خطر کې شو.
د اسلام نوم له طالبانو څخه وړاندې همدې بدمرغو او کرکجنو څېرو بد کړ. همدې ټلواليانو يوازې په کابل کې 75000 بې ګنا وګړي ووژل، همدا مسعود، قانوي، عبدالله او نورو همجرمو يې ټول کابل دومره په راکټونو وويشت چې کافر به هم جرآت و نه کړي. همدې ټلواليانو لمړی افشار په راکټونو وويشت، کله چې ټول ړنګ شو، بيا د استاد سياف پايلوچان پرې ورغلل او هر ژوندی ژوی يې په مرميو غلبېل کړ. خو هر کال په همدې سپينه ږيږه بيا د "هفته شهدا" ده که څه بلا ده، وايي چې شهيد مزاري، شهيد فلانی او ...
 
ای مکرجنه! د چا پر وينو او د چا پر شهادت خوله پټوې؟ يا به ته د مزاري د قوم قاتل وې، مزاري به شهيد وي. يا به مزاري او همجرمه يې قاتلان ول او ته به غازې وې. خو داسې نه کېږي چې هم قاتل غازي شي او هم مقتول شهيد.
د "حراست او ثبات افغانستان" شورا له آره د پخوانيو هراس افګنانو ټولی دی چي نن په يوه زرين کميس کې بيا را پورته شو او د مظلوم ولس يې په تباهۍ او بربادۍ وګواښه. خو د دوی بريا د خلکو په ايمان پورې تړلې ده. که خلک د همدې جهادي او قومي ټيکه دارانو په څېر بې ايمانه، بې شرمه او بې ننګه وي، نو هرو مرو به دغه لېوان بريالي کېږي. خو که ولس په خپل ايمان او عقيده ټنګ ودرېد، نو د همدې بدمرغه څېرو ځای به يا بل ملک وي، يا ګور. 
د يادونې وړه چې کله استاد سياف له پل چرخي بندي خانې څخه د خپل د ترور د زوی (حفيظ الله امين) په امر آزاد شو، يو جوړ کالي او يو پټو يې درلود.  په همدې کې پنجاب ته ولاړ. نن زرينې ماڼۍ، ښارګوټي، باغونه او په ميليونون ډالر لري.
يونس قانوني يوازې او يوازې د سپېره معاش لپاره له مسعود سره يو ځای وو، د جهاد مهاد شوقي موقي هم نه وو او نه دی. له پلار څخه يو دوه شګلن پټي ورپاتې وو. د کزري په لمړيو کلونو کې په دوبۍ کې پنډه پر شا په غلا ونيول شو. ان د امير عبدالرحمان خان ټوپکچه ورسره ونيول شوه، خو د منافق الکبير کرزي په امر آزاد شو. نن په ميليونو ډالر لري، د کابل په ښار کې يې د هندوانو په لسګونو کورونه چور کړل او د لوی تجارت خاوند دی. 
همداسې يې عطامحمد نور در واخلئ چې پلار يې د غريبۍ له امله شړلی وو، خو نن په ميلياردونو سرمايه، ښارګوټي او لوی تجارتونه لري. د عبدالله عبدالله د 17 کلونو وړاندې انځور وګورئ. له مردارۍ څخه به څوک ډوډۍ ور سره و نه خوري، خو نن يو جوړ دريشي په 45000 ډالره رانيسي. په ميليونو ډالر نقدې لري. تورن اسماعيل خان په ځوانۍ کې په عسکري قراوول کې د يوه پلاس په غلا نيول شوی وو، خو په زرينو ماڼيو کې ناست دی . همداسې يې دا نور سړيخواره در واخلئ. بسم الله محمدي يو کال وړاندې د 80 ميليونو ډالرو پچې رانيولې وي، هغه هم ديوه کوشني باغ لپاره.
اوس نو دا ملت پوهېږي چې په کومه لاره روان شي.