
د اشرف غني راتګ آرګ ته یو ډول نوي هیلي ځینو ته پیدا کړې او ځینو به ورباندي بد ویل د ښو له جملې څخه یو زه هم وم.
دده د نوم له اوریدو مي داسي فکر کوی چي نوربه جنګ، وینه تویونه، ورور وژنه ، فقر غوربت ،هر څه به د خداي په مرسته اودغني په راتګ به سم سي د نوماندۍ خبري تودې د کمپاین خبري تودې او هرڅه نوي ښکاریدل.
حالت یو ډول راته هیله بخښونکی وو، په زړه کي به مي سل هیلي پیداکیدې، ځانته به مي ډاډ ورکوی چي خیر دی، دا څلویښت کاله چي په هر نوم مړه کیدو اوس به یو داسي کس راسي چي هغه پړکس معلوم کړي چي ولي وژل کیږو.
ټاکني شروع سوې په پیل کي خوښ سوم رایه مي ورکړه شکر مي وکیښ چي خدایه ته مو هیواد ته سوله راولې ته موږ ټول هوسا کړې، داهیلي مي په زړه کي دیوګل په څیر اوښتې.
خو قیسمت مي خیال بدل کړ ټاکني جنجالي سوې، د ادم خان نقل ورنه جوړسو څه ناڅه مي هیلي مړې سوې نا آومیده سوم بیابه مي پرځان د باور سیوری راغلی چي وخت به ورکړو سړی د کار پوره وړتیا لري.
له کومي ورځي چي دی پرڅوکۍ کښیناستی هغه ورځ راته ډيره د خوښۍ ښکاره سوه هغه پنځه ورځي یی د کار پیل وو او څو په خیټه ماړه کسان یی له دندو لیري کړه،وزیران،ریسان.
او ځينو نور یی تر تیغ تیرکړه، بس د وطن ساه ورځ په ورځ ختل هر مشر داسي ګمان کوی چي زه به له دي وروسته پر دنده نه یم هله ځان موړ که، حالت مي تر سترګو داسي ښکاریدی لکه د ټولو څخه چي ساه وتلې وي.
دڅو ورځو په تیریدو هیواد اور واخسیتی هغه زوړ ملا هغه زړې تراویح، هر ورځ چاودني مرګ ژوبله ترور، غلا، فساد خپل اوج ته ورسیدل هغه دده ژمني مي سترګوته داسي جګي ولاړي وي لکه د فلم یوه ډيره جالبه سحنه.
اوس داسي فکر کوم چي ما هیڅ نه دي اوریدلي، موږ ته هیڅ یوه ژمنه نه ده راکړې، موږ په دې وطن کي د غني په نوم څوک نه پیژندی، نا هیلي نا اُمیدي راته پیداسوه، زړونه مو مات سوه، ریښتیا څه سوې دده هغه وعدي چي پر سټیج به کولي هغه ژمني ولي ورکي سوې،ولي ګونګی سو.
ولي څه نه وایی، ولي څوک یی په څیره او په رمازه نه پوهیږي چي ته اوس دوست یی که دوښمن ته څوک یی ته ریښتنی یی زموږ هيلي دي ولي مړې کړې، تا ولي د افغانانو زړونه مات کړل څه خو ووایه دا ملت ته خو سم ځواب ورکه ستا هغه غورو څه سوچي دابه وکړم هغه به وکړم،هره ورځ بیاهم موږ او وژنه مرګ ټپ،څه سوه ستا د فساد سره مباریزه څه سو هغه خوږ نوم د سولي چي تا ویل زه یی راولم، ولي ګونکی سوې چادي پښي او لاسونه تړلي .
که دي چا خوله تړلې تا خو د شپږو میاشتو وعده کړې وه هغه دی یونیم کال پوره سو څه دي وکړه، ډيردي نا هیلي کړو ولسمشره مخکي مي داعش نه پیژندی اوس هغه هم د هر یوه ذهن ته داسي لار کړي چي ته به وایي له کلونو ور سره پیژني یا یې لیدلی وي،ولي په داخل کي درڅخه هغه د کار خلک خفه کیږي او استعفاوي کوي؟
ولي دي د ولس پر سترګو توره پرده اچولې ده، څومره چي مي ستا پر سر له خپلو سره خفګان کړی څوک یې فکر هم نسي کولای ، په داسي هیله مي درته کار کوی چي څوک د خپل پلار لپاره کوي ولي مي داسي ّپه اخلاص کار کوی ځکه چي موږ سولي، ثبات، او امنیت ته دېره اړتیالرله.
موږ داسي فکر کوي چي ته به هر څه د الله په مرسته راته ورغوې هیلو به مو وغوړوې،داهم منم چي تا کار کړی دی او هڅه کوې چي په یو ډول نه یو ډول سوله راولې امنیت راولې خو ستاڅخه په داخل کي د نظام سر ورک دی څومره لوي فاجعي تر سره سوې ولي دي یوه هم سخته جزا ورنه کړه، ولي کار اهلي کار ته ونه سپاری؟
ته خو ښه مدیر وې ته خو مخکي ښه رهبر وي تاته ددې ملت هر اړخ معلوم وو ولي دي هغه کسان په نظام کي برخه نه لري چي د کار ښه وړتیالري،په څوارلس کلن تاریخ کي د لومړي ځل لپاره یو ولایت د وسلوالو لاسته ورځي، ولي دي ددې اصلي علت پیدا نه کړ؟
ولي دي یو هم محکمه نه کړ چي نورو ته ښه عبرت ګرځېدلی وای اوس نو څه په کوې هرولایت ته د جګړي لمن پراخه سوه، هلمند ته د جګړي لمن پراخه سوه تر دې اندازي پوره چي جګړه د ښار تر لمني پوري راورسېدل، ننګرهار چي یو وخت د علم زانګو بلل کېدل نن ورّځ امریکا وایې کېدای سي چي دا ځای د داعش په مرکز بدل سي ولي دا خبري نو په څه مانا؟سمه ده ولسمشره زه دي اوس هم پوره ملاتړ کوم د یوه سوله آیز او پرخپلو پښو ولاړ افغانستان په هیله.