
په اوسني حالاتوکې دهیواد دخلکو هیلې او غوښتنې ډیرې دي چې هروګړی ورته اړتیا لري. که چیرې له هر هیوادوال څخه وپوښتئ چې څه غواړئ؟ هغه به ډیر ژر ووایي چې سوله، امن اودوطن آبادول اوپرمختګ غواړو، داخبره دهر هیوادوال دزړه خبره ده.
دهمدې موخې لپاره په ټول افغانستان کې هڅه روانه ده ترڅودهیواد شته ستونزې او نا امنۍ دسولې له لاری دحل لارې ورته پیداکړي او دغو موجوده؛ بدبختیو ته دپای ټکی کیښودل شي.
افغان ولس چې په هیوادکې کومې ناخوالې ویني، هغه ورځې وریادیږي، چې تل يي په جنګونو، ناامنیو او ډول ډول کړاونو کې تیرې کړې وې. دوی نه غواړي، چې بیا خدای مه کړه، هغه ورځې په هیواد کې تکرار شي، چې زمونږوطن يي په کنډوالواو ویجاړیو بدل کړ.
اوس افغانان سولې او دهیواد دپرمختګ له پاره هڅې کوي او وايي چې دخبرو له لارې سوله او امن راتلای شي او هیواد دپرمختګ لورې ته ځي .
کله چې په هیوادکې څوارلس کاله مخکې یو نوې نظام منځته راغی او مونږ افغانان ددغه نظام د ډیرو پرمختګونو شاهدانو یو. په دې څوارلسوکلونو کې دهیواد خلکو دغه پرمختګ د ډیرو سترو هلوځلو دترسره کولو په پایله کې ترلاسه کړی دی اونه غواړي چې ددغه پرمختګ مخه بیا ونیول شي.
زمونږ اولس سوله غواړي خوخپل پرمختللي ارزښتونه اوپرمختګونه نشي قرباني کولای، زمونږخلک امنیت غواړي خو امنیت باید درښتونې سولې په پایله کې رامنځته شي اودهیوادپرمختګ باید داسلامي قوانینو او اساسسي قانون په غیږکې وده وکړي اودپردیو هرډول لاس وهنې زمونږ په کورنیو چاروکې بندې شي او افغان ولس باید دخپل هیواد لپاره په رښتونې توګه دسولې بهیر په بریالي توګه پر مخ بوزي.
نو همدا دټولوهیوادوالو یوازینۍ هیله ده؛ چې په هیوادکې ډاډمنه سوله، امن او پرمختګ وي. کله چې په هیوادکې سوله تامین شي، امنیت اوهم پرمختګ په خپل حال پوره وده کوي اودهیواد ټولې چارې چې دولسونو دپرمختګ موخې دي ،په ښه توګه پرمخ ځي او دخلکو دخوښیواوخوشحالیولامل اوسبب ګرځي.
دغه واقعاً دافغان ولس هیله ده نوله دې کبله دافغانستان نوي منتخب دولت دخپلې کړنلارې له مخې سوله؛ یولومړیتوب بولي، ترڅو خپل مخالفین کینوي او دهیواد شته ستونزې دخبروله لارې حل او فصل کړي او ددې ستونزو دحل په وسیله دجنګ او ویجاړیو مخه نیول کیږي.
دسولې راوستلو لپاره هرافغان وګړې دا وجیبه لري، چې سوله، امن اوپرمختګ هیواد ته یوازې اویوازې دخبروله لارې راتلای شي نه دجنګ اوجګړو له لارې.
افغانان باید دخپل وطن دپرمختګ لپاره ملاوتړي، چې افغانستان دتل لپاره په نړۍ کې یو باثباته هیواد په توګه نړیوالوته وروپیژندل شي .
شیرمحمد امیني ((ستانکزی))