
لومړۍ برخه
بنسټیزه اقتصادي ستونزه کمیابي ده چې په وړاندې یې د وګړو نامحدوده غوښتنې شتون لري. کمیابي یا کم پیداکېدنه د دې لامل ده چې وګړي او دولتونه خپلې اقتصادي سرچینې په داسې ډول وکاروي چې خپلې ډېری اړتیاوې پرې په اغېزناک ډول پوره کړي. اقتصادي کمیابه سرچینې هغه وخت په اغېزناک ډول کارول کیدای شي کله چې د لاندې پوښتنو پر وړاندې منظم او اغېزناک پلانونه او ځوابونه شتون ولري:
څه باید تولید شي، څه ډول تولید شي او د چا لپاره باید تولید شي؟
د پورتنیو پوښتنو ځواب په اقتصاد کې د کمیابۍ د ستونزې حل لاره پیدا کولای شي، خو له دې پرته په یو هېواد په اقتصادي چارو او کاروبارونو پورې اړوند او د ملي اقتصاد په کچه ځینې نورې ستونزې هم شته چې په دغه لیکنه کې پرې بحث کوو.
پر بهرني چاپیریال د کاروبارونو اغېز:
د کاروبارونو او تولید اړوند ځینې پرېکړې پر بهرني چاپیریال چې د تولید په پروسه کې نه وي ښکېل ځینې بدې اغېزې لري، د بېلګې په ډول که یو څوک د ډبرو له سکارو څخه برق تولیدوي نو ځان ته د ګټې د رسولو تر څنګ د خپلې سیمې او ټولې نړۍ چاپیریال او هوا ته زیان رسوي. ځینې کاروبارونه پر بهرني چاپیریال ګټورې اغېزې هم لري خو نږدې هره د تولید پروسه پر بهرني چاپیریال بدې اغېزې Negative Externalities لري. ډېری وختونه د نوموړو بدو اغېزو د مخنیوي لپاره دولت مداخله کوي او پر هغه کاروبارونو چې د تولید په پایله کې یې نوموړي ستونزې رامنځته کیږي لوړ مالیات وضعه کوي، یا هم هغه کاروبارونو سره چې فعالیتونه یې پر خوا او شا بدې اغېزې نه لري بلاعوضه مرستې کوي. د دې تر څنګ د نوموړې ستونزې د له منځه وړلو لپاره باید د دولت هغه بنسټونه چې د چاپیریال د پاکوالي او ساتنې دندې لري د عامه پوهاوي پروګرامونه پر لاره واچوي او د کاروبارونو او فابریکو سره په دې برخه کې عملي کار وکړي.
انحصار:
پر یو ځانګړي بازار د یو ځانګړي کاروبار انحصار د اقتصادي ستونزو بله بېلګه ده. د بېلابېلو لاملونو او ځانګړتیاوو له امله یو کاروبار پر بازار انحصار پیدا کوي چې ادم سمیت د ملتونو د شتمنۍ په کتاب کې هم دغه ټکي ته اشاره کړې ده. کله چې یو کاروبار پر بازار انحصار پیدا کوي نو د خپل تولید لپاره هغه بیه ټاکي کومه یې چې خوښه وي، ځکه په وړاندې یې سیالان نه وي تر څو ټاکل شوې بیه یا قیمت یې وننګوي.
دولت کولای شي په بازار کې سیالۍ ته د لار هوارولو او د قیمتونو په ټاکلو کې د مداخلې او لاسوهنې له لارې پر بازار د یو ځانګړي کاروبار د انحصار مخه ونیسي.
بېوزلي او د عاید نا انډوله وېش:
په ازاد اقتصادي سیستم کې طبیعي ده چې اقتصادي منابع د ټولنې د وګړو تر منځ په عادلانه ډول نه وېشل کیږي. کله چې د یو هېواد د شتمنۍ لویه برخه د نوموړې هېواد د نفوسو د یوې کمې فیصدۍ په ولکه کې وي نو دا چاره د یوې ټولنې هوساینې او رفاه ته زیان رسوي او په ټولیز ډول د یوې ټولنې د هوساینې کچه هغه وخت زیاتیږي کله چې شتمني د ټولنې د وګړو تر منځ په عادلانه ډول ووېشل شي.
د عاید د ناانډولتیا د کمښت لپاره هم دولت بېلابېلې لارې چارې لري د بېلګې په ډول د پر لوړ عاید لرونکو وګړو لوړ مالیات وضع کول، د بېوزله وګړو سره مالي مرسته کول او نور
نا پایداره قیمتونه:
د کاروبارونو په کچه د یو اقتصادي جریان بله ستونزه د قیمتونو بې ثباتي ده چې د کرنیزو توکو له بازارونو څخه یې د بیلګې په ډول یادونه کولای شو. کله کله په بازار کې د کرنیزو توکو عرضه تر اندازې زیاته شي چې له امله یې د نوموړو توکو بیې رالویږي او بزګران له درانه زیان سره مخ کیږي. د همدغه زیان له امله ډیری بزګران دا بازار پریږدي، دا په داسې حال کې چې ممکن په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو توکو بیې لوړې او له دې لارې د کرنیزو توکو عرضه کوونکي لویه ګټه لاس ته راوړي.
پورتنۍ هغه ستونزې دي چې د کوچني اقتصاد او یا هم کاروبارونو سره تړاو لري، په راتلونکې برخه کې په هغه ستونزو بحث کوو چې د ملي اقتصاد په کچه ورسره هیوادونه لاس او ګریوان وي.
نور بیا...
سرچینه: هميانۍ