پر ایران د بندیزونو د لرې کېدو اقتصادي اغېز


څو ورځې وړاندې د ایران د اټومي پروګرام د شخړې له امله پر نوموړي هېواد لګول شوي اقتصادي بندیزونه لرې شول چې د ایران ولسمشر حسن روحاني دا چاره تاریخي کار او د ده د حکومت ستر بری وباله. روحاني وویل چې اوس نو د ایران دروازې یو ځل بیا د نړیوال اقتصادي جریان ته خلاصې شوې.
د اقتصادي بندیزونو لرې کیدا ایران له منجمد اقتصادي حالته وایسته. د ایران نږدې سل میلیارده شتمني کنګل شوې وه چې په لومړي ګام کې به د نوموړې شتمنۍ ۳۰ میلیارده سم له لاسه د کنګل شوي حالت څخه ووځي.
له ایران څخه د اقتصادي بندیزونو لرې کېدا به په لویه کچه د تېلو نړیوال مارکېټ اغېزمن کړي. د تېلو نړیوال بازار ته د ایران بېرته راتګ به د نوموړي بازار د تېلو ورځنۍ عرضه نږدې یو میلیون بېرلو ته زیاته کړي او د نړیوال بانک د اټکل له مخې دا چاره به د راتلونکې کال په اوږدو کې د تېلو د یو بېرل بیه لس ډالره راښکته او د ایران د اقتصادي پرمختګ کچه چې تېر کال ۳ سلنه وه ۵ سلنې ته لوړه کړي.
ایران د تېلو د عرضې یو داسې بازار ته داخلیږي چې لا وار د مخه په کې د عرضې د زیاتوالي له امله بیې رالوېدلې دي، دا چې ایران د نړۍ په کچه د خامو نفتو څلورم لوی صادروونکی هېواد دی نو د نفتو بازار ته د بشپړ لاسرسي په پایله کې به یې د نفتو قیمتونه نور هم راولویږي. یوازې له ایران څخه د بندیزونو د لرې کیدو د خبره سره سم په لومړي ځل د تېلو د یو بېرل قیمت د ۳۰ امریکایي ډالرو څخه ښکته شو چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د نفتو بیه دومره نه وه راټیټه شوې.
د تېلو د صادراتو تر څنګ د ایران بل سکتور د بانکدارۍ سکتور و چې د اقتصادي بندیزونو له امله زیانمن شوی و. تېر څه له پاسه دری کلونه ایراني بانکونو اجازه نه لرله چې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو تادیاتو لپاره د پیسو د لېږد د چټک سیستم SWIFT څخه استفاده وکړي. د سویفټ له شبکې سره د ایران بېرته تړل کېدل به د نوموړي هېواد وګړو لپاره په نړیوال بازار کې د بانکوالۍ او تمویل ډېر فرصتونه برابر کړي. دا چې مالي سیستم په ټولو صنعتونو او اقتصادي سکتورونو اغېز لري ځکه خو ایراني شرکتونه کولای شي د خپلو اړتیاوو سره سرم د نړیوال مالي سیستم څخه ګټه واخلي چې پخوا یې د اقتصادي بندیزونو له امله نشو کولای نړیوالو مالي بازارونو ته ازاد لاسرسی ولري.
بل اقتصادي سکتور چې د بندیزونو د لرې کېدا له امله ورته ګټه رسیږي د ترانسپورت یا حمل او نقل سکتور دی. د بندیزونو له امله ایران نشوای کولای چې د خپل هوایي ترانسپورت لپاره د نړۍ له مشهور کمپنیو الوتکې را ونیسي. د بندیزونو له لرې کېدو سره سم د ایران د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر اعلان وکړ چې ایران به په راتلونکو لس کالو کې خپلې ۴۰۰ سوداګریزې الوتکې نوې کړي. نوموړې الوتکې ممکن د امریکایي مشهور شرکت بوینګ څخه راونیول شي چې په راتلونکې کې د نوموړې کمپنۍ د ګټې د زیاتیدا احتمال رامنځته کوي.
د ایران څخه د اقتصادي بندیزونو لرې کېدل د موټرو تولیدوونکو کمپنیو ته هم ګټه رسوي، ځکه نوموړې کمپنۍ کولای شي د ایران د موټرو په لوی بازار کې نفوذ وکړي.
۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د فرانسې د موټرو د تولید کمپنۍ Peugeot له ایران څخه ووتله خو پر ایران د اقتصادي بندیزونو له لرې کېدو وروسته نوموړې کمپنۍ اوس بیا هڅه کوي چې د کومې بلې کمپنۍ سره په مشترک ډول په ایران کې د موټرو د اسمبلۍ پروژه پیل کړي.
د تېلو او نورو صادراتو د کمښت او نه شتون له امله د ایراني ریال د تبادلې ارزښت لویدلی و چې د اقتصادي بندیزونو د پورته کېدو او د صادراتو له پیل سره به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ایراني ریال ارزښت بېرته خپل حالت ته راوګرځي. نړیوال بانک اټکل کړی چې د بندیزونو د لرې کېدو په پایله کې به د ایران د صادراتو کچه ۱۷ میلیارده امریکایي ډالره زیاته شي چې دا اندازه د نوموړي هېواد د ناخالص کورني تولید ۳.۵ سلنه جوړوي. دغه اټکل وایي چې په ایران کې د بهرنۍ پانګونې کلنۍ کچه به هم ۳ بیلیونه امریکایي ډالرو ته ورسیږي.
که څه هم پر ایران د امریکا د متحده ایالاتو ځینې بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي او ځینې نور یې پرې په وروستیو کې وضع کړي خو د اروپایي اتحادیې او نړۍ د غښتلو هیوادونو د اقتصادي بندیزونو لیرې کېدو ایران یو ځل بیا نړیوال اقتصادي جریان ته داخل کړی او ایران کولای شي له دغه فرصت څخه د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي.
سرچينه: هميانۍ